(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بغاوت ته اړتیا

[29.Apr.2024 - 19:30]

 

بغاوت  ته خو اړتيا ده

لیک: اکبر کرګر

په دې وروستيو ورځو كي يوه كوچني رساله  چې نوم يې دى  (محمود غزنوي اوپښتون دوښمني ) را ورسېده . زه دې عنوان حيران كړم . خو ژر مي ولوستهزه يې دليكوال په هدف اوذهنيت پوه كړم . دا يو نوښت دى . بغاوت يوازې ديو رژيم اودحاكميت او يا د نظام په وړاندې نه دى . بلكې تر هر څه دمخه زموږ فرهنگ دې ته اړه لري  چې دځيني شيانو،عناصرو او ښكارندو  په وړاندې  چې ناسم دود شوي دي  بغاوت وكړوخوشحال بابا  هم په سوات نامه كې زيات  نه زياته دا اسطوره شكني كړي ده . غني خان  روح يې ښاد اوسه ، دا كار په خپل وخت كې كړي دي خو غني خان يې په رسا ژبه كوي . د محمود غزنوي اوپښتون دوښمني رساله دا ډول يوه مفكوره پر مخ بيايي . دا ځكه  چې پښتانه  په اسلام اومسلمانې دومره مين اوليوال دي  چې ان قاتلان او ظالمان ډاكوان هم ستايي . بابر خو ستايي . سلطان محمود غزنوي ستايي  چې دپښتنو له فرهنگ او دود دستور سره يې كره دوښمني كړي يوازې چنگيز او  سكندر پاتي  و  چې دهغو يې هم ستاينه كړي واى . دا ټولې خبري يو دليل لري اوهغه دا  چې نه معرفت اوناخبري ددې مسايلو سر چينه ده . غني خان وايي

بابر چې راروان شو، تا ته جنگ له تاتاره

تا وې د چنگيز زوی ته زما وروره مسلمانه 

هغه درته مسکی شو، وې زموږه دا رواج دی

چې يو ځل يې بری شي، نو ورور خره بيايي له وروره 

د زور قانون کې ورور نشته يو يار شته يو کمتره 

کتاب د ملا گران دی، د خپل ژوند کتاب دې گوره 

باچا يې ښکار د قامونو دی، دا زور او توره غواړي 

مستي د غازي غواړي، د ژوندون نشه سرتوره 

د باز او د کمترې ورورولي ده چا ليدلې؟ 

ځه ورک شه ځان له ورو چرته د ځان هسې وگوره 

نو ای د زمرو زويه تا گيدړ جوړ که له ځانه 

خاني د صدو لاړه چې ته لاړې له ميدانه 

يو بل وږی تاتار و د ډاکوانو مير لښکر وه 

جامه کې د اسلام شو د غزني نه راروانه 

زما د شنو سيندونو، سرو گلونو ملک يې وران کړو

بدل کې يې قیصې د گلو راکړې له ايرانه

څه کفر څه انکار شو، يو رنگ بل يې تصوير شو

چې چل او حرص يو شي صحرا جوړ کړي له بوستانه 

زما د لوړ ژوندون نخښې يې خاورې کړې ايرې کړې

په نوم د بت شکن يې غټ بت جوړ کړو له خپل ځانه 

نامه يې را له ورکه او تاريخ يې سپيني پاڼې 

ښارونه مې ډېرۍ کړي او د نيکه حجره مې ورانه 

تش لاس او ښپې مې څه چې زړه او سر مې غلامان شو 

خو اوس وكاس اسپزي په خپله كوچني رساله   كې په همدې پل تللى دي . په زړه پوري خبري لري . خو هيله داده  چې نوره هم وغزول شي او نوي نسل په دې پوه شي   چې په ماضي كې څه روان وو ؟. موږ تل دخپلو نيكوا حساساتو  اوصداقتونو ښكار شوي يو. نوى نسل دي ته اړتيالري  چې اساطير ماتونه وكړي . دروغجن او پمبه پهلوانان اودهغو كار كردگي اوپښتون دوښمني بربنډه كړيزه ياده رساله او محتويات ستايم خو  دليكوال نه هيله ده  چې كار ته دوام وركړي ځكه دا دپټي سر دى پټى وروسته سورور دې . يوازې درسالي څو جملي دلته داختتاميي په توگه را وړم : ليكوال ليكي

” .... مطلب دلته دمحمود حصول اسلامي شريعت نه بلكې د واك حصول و  او  چې كله زه دا خبره كوم  چې محمود غزنوي دسياسي حصول دپاره مذهب كارولى و اود مذهب نه يې سياسي استفاده كړي وه  نو يو شمير كسان به وايي  چې دا هغه وخت سياست چرته وو اوته يې داسلام خدمت ته وگوره . “ 

رساله يو لړ حقايق لري  خو د محمود كارروايي دحسنك وزير ،دابن سينا ، فردوسي اونورو علم پالو په وړاندي مالومه ده  په هغه دغلامي ذهنيت ډير پياوړي ود كمتري عقدي يې  دحكمراني له لاري تعميل كړي  په تيره په پښتون اولس

درسالې دليكوال  هڅه ستايم خو نور كار يې اړين بولم دې بغاوت ته بايد ټول پښتانه روښانفكران اوږه وركړي .

27.04.2024

- اکبر کرګر
بېرته شاته