(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ملی ميله
نوی ورځ ملی اختر دی ګرانه بيا
را پری ايښی د بختی موسس يما
په دې ورځ کي به ؤ ناست بی حد خوشحاله
هم بی خوله خوږه کوله په سوما
توسعه به وه کرهڼه او روزنه
تيش ور څخه د سرو زرو ؤ زيبا
ټول ځلميان به پر راټول په جوش خروش وه
ملي سرود به يې کړه خلق په وينا
اريانا ځوانان هر چيری بريالي وه
جارېدل په ياد د قصر دوارا
يما غوښت چي مملکت يې شين سمسور سي
هم قوي حيوانات وروزی آريا
پري تونا هم پر دغه لاری روان ؤ
د زړه وينی تری خوړی زدا هاکا
لويه هيله د دې بل زمري هم دا وه
چي خوشحاله کي د ستر نيکه اروا
لوی واړه دی ټول خوشحال او سره خاندی
هم يې کاندی استقبال په هاها
دا ملي اختر لمړی ورځ مو د کال ده
په ښکاره تاريخ زموږ دئ رهنما
بې خبر خلق به پوه په ماهيت سي
چي (خواخوږی) ورته حل کړی دا معما
ارواښاد استاد خواخوږی
********************************************************
د نوي لمريز کال د رارسيدو په وياړ د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام
کابل-افغانستان
د نوي لمريز (١٣٨٩) کال د رارسيدو په وياړ خپل، د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مشرتابه پلاوي او ټولو غړو د زړه له کومي مبارکي او نيکي هيلي و خپلو ګرانو وطنوالو، د سيمي او په نړي کې (١٣٨٩) لمريز کال و لمانځونکو ته وړاندي کوم او د لوي خداي (ج) د دربار څخه دغه نوي کال و ټولو ته خوشحاله، سمسور او د سولي او خير کال غواړم.
ګرانو هېوادوالو!
د ژمي د موسم په تيريدو سره د پسرلي ښکلي موسم د زرغونتيا په زيري پيل کيږي چي زموږ په هېواد کې د پنځه زره کالو را په دي خوا د وياړلي آريانا د لوي مشر يما پاچا د واکمني د مهال څخه لا تر اوسه د يو لرغوني عنعني په ډول لمانځل کيږي چي د بختي د وياړلو څخه د کښت او سمسورتيا، چمتو والي او د بزګرانو د لمانځني دود لا تري موږ ته را پاته دي.
خو د سږ کال د نوي کال لمانځنه د يوي خوا څخه د نورو کلونو په پرتله د برمه ډک ځکه دي چي د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا د لمريز کال لمړي ورځ د نړيوال جشن په توګه ومنل سوه چي په شاندارو مراسمو سره په ټوله نړي کې لمانځل کيږي.
درنو هېوادوالو!
زموږ ګران هېواد افغانستان د دريو لسيزو جګړو او ناخوالو سره سره بيا هم د نسبي امنيت په شتون د بيا رغونوني، د پوهني د پياوړتيا، ولسواکي او بيان د خپلواکي په بهير چاري تر سره سوي او د پرمختيا په حال کې دي.
خو د بلي خوا تير کال زموږ هېواد د جګړي او تروريستي فعاليتونو ستر ډګر وو چي په ټول هېواد کې هره ورځ په سلګونو افغانان )ښځي، نارينه، مشران او کوچنيان) شهيدان، ټپيان او معلول سوي دي او هم د بهرنيو پوځيانو د بمبارد او خپل سر عملياتو په ترځ کې زموږ بي ګناه ملکي خلګ وژل کيږي، کورونه ېي خرابيږي او کورني ېي د خپلو سيمو څخه په کوچيدو مجبور سوي دي، چي نور نو د افغان ملت د زغم وړ ندي.
نو د پورتني ستونزو او جګړي د ختميدو لپاره ملي پخلايني، خبرو او جرګو ته ډېره اړتيا ليدل کيږي، تر څو چي د دولت او وسلوالو مخالفينو تر منځ ګډ نظر او همږغي تر منځه سي او د جنګ او جګړي کمبله زموږ د هېواد څخه ټوله او زموږ غم ځپلي وطنوال د سولي او پخلايني په فضأ کې سره په يوه خوله او لاس د ويجاړ افغانستان د بيا رغوني او سمسورتيا لپاره هلي ځلي وکړي.
د ملي سولي او روغي جوړي د ټنګښت او پياوړتيا په هيله
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
بېرته شاته |