(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د پښتنو پښتو نستانه
سر او ځــــان د پښتنو يې جان او جــــــانان پښتو نستانه
باغبان د پښتنو يې ښاېسته ر يګستان پښتو نستانه
هر ډاګ به دې ګلــــــزارکـــــــړو د جګــــــــوغرو وطنـــــــــــــه
ته ګلستان د پښتنو یې دوۍ ستا بلبلان پښتو نستانه
دغــــــــــرو او رغـــــــو ساتونکې د دۍ دا زړه ور پښتانه
نوم او نشان دپښتنو یې غیرتې قهرمان پښتو نستانه
هېڅ کله بــه دې هېـر نکـړو ګلې ګلـــــــــزار وطنــــــــــــــــه
خیال او ارمان د پښتنو یې اتل روښان پښتو نستانه
ستا د بيلتون زندان کې ياغي باغي شول پښتانـــــــــه
درمان د پښتنو يې دوۍ ستا مجنو نـان پښتو نستانه
خدايه ته لــــــه پـښـتنـو نـــــه ورکـــــه کړۍ هــــــــر تياره
ګل او ګـلدان د پښتنـو يې په دې جهان پښتو نستانه
رازځئ ښکلی جــوړ کـړو لوی افغانستان بېـرته
جـنت نـشان د پښتنو يې جاراو قـربان پښتو نستانه
خدايه پښتانه بيا یوځای کړئ په دوعاد ذبـيح الله
عـزت او وجدان د پـښـتنـو يې ګران پښتو نستانه
بېرته شاته |