(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
نیمګړي ارمانونه
د سپین غر لوو ته سږ کالې را نه شې
چې ور بشې را پشه ئ شوې ځوانان مړه شول
ددې کونډې زوی چې سږ کال د واده و
ارمانونه یې د خور پاتې په زړه شول
ددې شنو فصلونو رنګه سر به وخورې
دې چنار چې د لمبو جامې اغوستې
له هغې ورځې دا بلاربې هوسۍ ولې
دې ښکاري چې د پردیو جامې اغوستې
کوم بدرنګ په دې چینه کې لاس مینځلی
واورې واورې ددې رود مستي ګونګۍ ده
پام کیسه د پسرلي را یاده نکړې
ددې مور په خوله خبره او سلګۍ ده
ای په ملا ماتي ګوري
ددې دنګو غرو نښترو
ولې نه ژاړی اوبختو
څوک مې نشته د خبرو
دا وریندار چې شوه بې څوکه
ټوپک ماته شه د لوګرو
ولې ولې داسې وشول
ددې خدای په لویه ځمکه
زموږ کلي سره نه شي
چې ګلاب ګلاب ځوانان مې
د پردیو په لسمه مړه شي
بیا به تاته پاتې ځه شي
بیا ماته پاتي څه شي
بېرته شاته |