(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبانو په مشهد کې دفتر پرانېستی

[13.Jun.2015 - 18:49]

طالبانو په مشهد کې دفتر پرانېستی ... تهران طالبانو ته وسلې او جنګيالي برابروي.

Rohi.af :دسپاه پاسداران او افغان طالبانو تر منځ نوې ائتلاف رامنځته شوې دی، تهران طالبانو ته وسلې او جنګيالي برابروي.

دافغانستان په لويدیز کې طالب قومندان ،چې کله وسلو ته اړتیا پیدا کړي هغوو کسانو ته مخه کوي،چې هره میاشت 580 امريکايي ډالر معاش ورکوي په بله مانا خپلو ايراني بادارانو ته  لاس اوږدوي. قومندان عبدالله دا هم  منلې ده،چې ایران هر هغه څه ورکوي،چې دوی ورته اړتیا لري.

افغان او غربي چارواکي وايي : تهران په ډېره ارامۍ له طالبانو سره د وسلو ، پیسو او جنګيالیو د مرستې بهير پیل کړې دی، اوس خبره دېته رسیدلې ده،چې په خپله کې دافغانستان د لا ناامنه کولولپاره طالب جنګيالي روزي.

نوی ګواښ

وال سټريټ ژورنال  دغربي ديپلوماټ له خولې لیکي: ایران اوس د طالبانو پر راګرځيدو پانګونه کوي، ایرانیان نه پوهیږي،چې افغانستان کومه خوا روان دی ؟ ځکه خو ټول احتمالات په پام کې نیسي، افغان چارواکي وايي : موږ،چې کله له طالبانو سره دایران دمرستو خبره رامنځته کړو ، ایرانیان انکار کوي.

دطالبانو اوایران تر منځ نوې ائتلاف  په منځني ختیځ کې دولسمشر باراک اوباما د پلان او ستراتيژۍ لپاره ګواښ دی، واشنګټن غواړی،چې په 2016 ز کې  له افغانستانه دخپلو سرتیرو وتلو وړاندې د طالبانو زور او ځواک اوبه کړي.

په  سنا کې د وسلوالوځواکونو دکمیسون رييس اید رویس  که امریکا له  ایران سره اتومي پریکړې ته ورسیږي او بندیزونه ترې پورته شي ، کېدای شي ایران به په سیمه کې له جنګيالیو سره خپلې مرستې لا ډېرې کړي.

نوې ائتلاف 

په ګانګرس کې دوسلوالو ځواکونو دکمیسون مشر جون ماکين  هم وايي ایران په افغانستان کې له طالبانو سره خپلې مرستې ډېرې کړې دي. دا په سیمه کې دایران پر تجاوز او تيریو بله بېلګه ده، چې امريکايي اداره پرې سترګې پټې کړې دي.

افغان او غربي چارواکي وايي : سپاه پاسداران اوس د افغانستان دطالبانو ترمنځ ټېنګه ملګرتیا رامنځته شوې ده، تهران  افغان ګډوال  دخپلو ګټو لپاره کاروي، پخوا یې افغان ګډوال سوريې ته دجګړې لپاره استولي دي، قومندان عبدالله  یو له دوی دی،چې تازه یې افغانستان ته استولی دی، په ایراني استخباراتو کې یو چارواکی وايي : میاشتني عايد يې څومره دی، زياته يې کړه که افغانستان ته  ولاړ شي ، دوه ځلې به زیاته شي.

قومندان عبدالله وايي: قاچاقبر له ایران سره همکاري او کار کوي  او د پاکستان له لارې وسلې افغان طالبانو ته سپاري، جنګيالي یې د هاوان او pk سربېره پرمختللې وسلې تر لاسه کوي.

دمشهد شورا

دطالبانو او ایران تر منځ اړیکې هغه مهال ډېرې ټینګې او ژورې شوې،چې د 2013 ز په دوبي کې تهران طالبانو ته رسمي بلنه ورکړه، چې داسلام په اړه  کنفرانس کې ګډون وکړي.

افغان امنيتي چارواکي وايي : د 2013 ز په مني کې موږ داسې لاسوندونه  وموندل، چې ایران په خپله خاوره کې طالب جنګيالي روزي، دافغان چارواکو او قومندان عبدالله له خولې ، تهران  تر اوسه  د طالبانو د روزنې لپاره  په تهران، مشهد، زاهدان  او کرمانولایت کې څلور روزنځایونه پرانېستې دي.

وال سټریټ ژورنال دافغان چارواکو له خولې لیکي: پخوا به ایران طالبانو ته یوازې پیسې ورکولې، خواوس یې د هغوي پر روزنه هم پیل کړې دی.

یو غربي چارواکی وايي: تهران له طالبانو سره ائتلاف ته رسمي بڼه ورکړې ده او له طالبانو سره منلې ده، چې  د 2014 ز له پیل څخه په مشهد کې دفتر پرانیزي، دفتر اوس ډېر غوړيدلی او ډېر نفوذ لري، ځینې بهرني ډیپلوماتان یې د ( مشهد شورا ) بولي، دا هغه نوم اواصطلاح ده، چې طالب مشرانو کمیسونونو ته کارول کیږي               .http://rohi.af/fullstory.php?id=38541

-
بېرته شاته