(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صله رحمى يا خپلولي

[25.Jun.2015 - 18:56]

ليک : قارى هدايت الله ناصح

صله رحمى داسلام دغلبې لپاره يو سبب دی ځکه چې معاشره کښې مينه محبت وى نو داسلام دعوت لپاره رکاوټ نۀ وى او چې بعضونه قطع تعلقات وى نو دعوت پاتې وى او خلق په حسد، تعلق پرې کولو باندې مصروف وى

همدا وجه ده چې قطع کول دتعلق (صله رحمى نۀ کول) ګناه کبيره ده لکه الله تعالى فرمائى : (( وويريږئ دالله ج نه چې تاسو دهغه نه يادهغه په نوم غواړئ، او ځان بچ کړئ دقطع صله رحمۍ څخه)) دصله رحمۍ پرې کونکى دالله لخوا نه لعنتى دی

الله تعالى فرمائى: په تحقيق سره نزدې ده کۀ تاسو سرغړونه وکړه نو فساد به کوئ زمکه کښې او صله رحمى به پرې کړئ په دغو کسانو دالله لخوا لعنت دی نو کاڼه به ئې کړي او سترګې به ئې ورله ړندې کړي)) صله رحمى دايمان نخښه ده


رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې څوک په الله او داخرت په ورځ ايمان لرى نو دخپل ميلمه دې عزت وکړي او چې څوک په الله او داخرت په ورځ ايمان لرى نو صله رحمى (خپلولى) دې وکړي او چې څوک په الله ج او داخرت په ورځ ايمان لرى نو دخير خبره دې وکړي يا دې چپ شى)) دانس رض نه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى څوک چې داخوښوى چې په رزق کښې ئې پراخی راشى او عمر ئې اوږد شى نو صله رحمى دې وکړي نو مسلمانانو له پکار دى چې خپل رزقونه او عمرونه دصله رحمۍ په وجه دبرکت څخه ډک کړي

دحضور نبى کريم صلى الله عليه وسلم نه روايت دی چې صله رحمى په بدله نۀ وى صله رحمى ساتونکی هغه څوک وى چې تعلق (صله رحمى) ترې کټ شى او دی هم صله رحمى باقى ساتى)) يعنې څوک چا سره تعلق ختم کړي خو هغه بيا هم ورسره تعلق او خپلولى ساتى

دعائشه رض روايت دی وائي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى ، چې صله رحمى دالله عرش پورې تړلی شوې ده. او دا وائي چاچې زۀ پيوسته کړم (يعنې صله رحمى ئې قائمه کړه) نو الله به ئې پيوسته کړي او چاچې زۀ قطع کړم (صله رحمى قطعه کړه) نو الله به دی قطعه کړي

ددې حديث شريف مطلب دادی يعنې څوک چې صله رحمى کوي نو الله به ئې ګل ګلزار کړي

رسول الله صلى الله عليه وسلم په ابتدائي دعوت کښې په صله رحمۍ امر کړی ؤ، دهر قل په مشهوره قيصه کښې ورته اشاره شوې ده چې هرقل درسول الله دکارکردګۍ تپوس وکړو، ((هرقل دابوسفيان څخه تپوس وکړو چې تاسو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په څه امر کوي؟ نو ابوسفيان وفرمائيل، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته امر کوي چې ، ديو الله عبادت کوئ، اوشرک ورسره مۀ کوئ، او تاسو ته چې پلار څه وائي نو هغه پريږدئ، (باطلې عقيدې) او په مونځ راته حکم کوي او په رښتيا وئيلو او پاکدامۍ باندې او په صله رحمۍ باندې

نوپورتنى حديث کښې اهميت دصله رحمۍ دی ځکه خو ابتداء کښې په دې باندې امر شوی ؤ، او په صله رحمۍ کښې داسلامى دعوت هم زياته ترقى کوي

په يو بل روايت کښې راغلى دى چې صدقه په عام مسکين باندې تش دصدقې ثواب دی او په خپلوانو باندې دوه صدقې دى صدقه هم او صله رحمى هم ده

-
بېرته شاته