(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیښور: کې دتندلاریتوب خورونکو په ضد عملیات

[26.Jun.2015 - 18:58]

لیک: میا فاروق فراق

دپښتونخوا ایالت په سرښار پیښور کې پولیسو تندلاریتوب ته د ودې ورکوونکو اؤ دطالبانو لوري ته د زلمو مائله کوونکو په ضد عملیات کړي چې پکې پنځلس کسان اسلامي عسکریت خوښۍ ته د ودې ورکولو په تور نیول شوی.

پولیس وايي دغه عملیات یې دپیښور په بورډ سیمه کې داولس د غوښتنې په اساس کړي .

دپیښور دټاؤن ټاڼې د پولیسو یو مشر مشتاق وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته وئیلي د تیرو ډیرو ورځو څخه ورته د سیمې خلکو شکایتونه کول چې په بورډ بازار کې یو شمیر عناصر مذهي تندلاریتوب اؤ عسکریت خوښۍ ته د ودې ورکولو په غرض زلمو ته په موبائیلو کې جهادي ترانې، تقریرونه،دانسانانو نه د سرونو غوڅولو اؤ دهغوئ دحلالولو ویډیو کلپونه اچوي چې دغه عمل زلمو کې تندلاریتوب اؤجنګونو ته د راغب کیدو سبب ګرځي.

د پولیسو دغه مشر وویل کله چې پولیس ددغوشکایتونو په اساس په بورډ بازار چاپه ووهله نو هلته يې ولیدل چې د یو شمیر دوکانونو دننه د انټرنیټ دلارې څخه د کم عمر ماشومانو ته په موبائیلونو کې جهادي لټریچرې،ترانې اؤ د طالبانو په پلوۍ نور مواد اچول کیدل.

ښاغلي مشتاق وویل پولیسو په دغو عملیاتو  کې  تندلاریتوب ته په ودې ورکولو کې ککړ پینځلس کسان نیولي چې پیژندګلو یې دګل ساد،قدرت الله ،محمد رئیس،نعمان،عزت الله، بشر،فواد،شاکر،لعل محمد،شاه فیصل،عبدالوحید،عمران،شیرعلي اؤنسیم وغیره په نومونو شوې ده.

پولیس وایي د ټولو نیول شوؤ کسانو په ضد یې دتعزیرات پاکستان د153 دفعې لاندې مقدمې درج کړي اؤ اوس دغه کسان زندان ته لیږل شوي دي.

دخیبر پښتونخوا سره تعلق لرونکی نومیالی صحافي فخرکاکا خیل وایي دپیښور په شمول دپاکستان زیاتره لویو اؤ وړو ښارونو کې دامهال د موبائیلو داسې په زرکونو مارکیټونه اؤ دوکانونه فعال دي چې دانټرنیټ څخه زلمو ته په موبائیلونو کې د طالبانو،القاعده ،داعش اؤ نورو تندروه اسلامي ډلو هغه ویډیو کلیپونه ډاونلوډ کوي چې پکښې هغوئ دخلکو نه سرونه غوڅوي، په مرۍ ورته چاړه راکاږي یا یې دنورو وحشي لارو وژني .

په دغو ویډیو کلیپونو کې د طالبانو اؤ نورو تندروه تنظیمونو دمشرانو هغه جذباتي تقریرونه اؤ جهادي ترانې هم شاملې وي چې زلمي خودکش حملو ته مائله کوي.

فخرکاکا خیل وویل تندلاریتوب ته دودې ورکوونکو دغو ویډیو کلیپونو استعمال په اوله کې دپاکستان اؤ افغانستان دقبائیلي سیموڅخه شوی ؤ چرته چې به طالبانو اؤ القاعده دخپلو مخالفینو د وژنې ویډیوګانې جوړې کړې اؤ هغه به یې بیا د سي ډي په شکل مارکیټ ته راوویستې.

ښاغلی کاکا خیل وایي دقبائیلي سیمو څخه اوس دغه رقم ویډیوکلیپونه زمونږ تر کالجونو،یونیورسټیو،مدرسو،حجرو اؤ جوماتونو رارسیدلي اؤ نن چې هر زلمي دمارکیټ نه خپل موبائیل کې دغسې د وحشت ډک کلیپ واچوي نو بیا يې ډیر په فخر په خپل کالج ،یونیورسټې ،یا چم محلت کې نورو زلمو ته په ډیر فخر سره ښایي چې راشه وګوره کنه نوی کلیپ راغلی دی

هغه وویل دتندلاریتوب اؤ وحشت دغو واقعاتو وړاندې نه زمونږ د زلمو په ذهنونو ډیر بد اثرات کړي دي اؤ نن هر زلمي ته د انسان مرګ هډو څه لویه خبره نه ښکاري ځکه چې هغوئ دا هرڅه سهار،ماښام پخپلو سترګو ددغو ویډیو کلیپونو دلارې ډیر په وحشي شکل کې ګوري.

دپیښور سره تعلق لرونکی دمدني ټولنې یو فعاله غړی کامران خواجه وايي په پاکستان کې که دامهال یو خوا تندلاریتوب ته دزلمو راغب کولو دپاره د جهادي ویډیو کلیپونو کاروبار عام شوی نو بلخوا اکثره په جوماتونو کې هم د نمونځونو څخه وروستو جهادي تنظیمونو پسې تړل شوي خلک د جذباتي تقریرونو دلارې زلمي فساد ته لمسوي .

وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ښاغلي کامران وویل هم په دې روژه کې مې ولیدل چې زمونږ دعلاقې جومات کې کله د سحر جمعه وشوه نو دملا ددعا نه وړاندې یو څڼور زلمی اوچت شو اؤ ټول خلک یې ځانته د قران ددعوت په نوم متوجه کړل

د خواجه په وینا دقران دعوت څه ؤ ؟ بس ددغه زلمي اوږد جذباتي تقریر ددې نکتې نه چورلیدو چې تاسو د غیرمسلمو په ضد یا خو پخپله جهاد وکړئ اؤ که دغه توان نه لرئ نو بیا غیرمسلمو سره په جکړه بوختو خلکو سره د چندو له لارې مرستې وکړئ

ښاغلی خواجه وایي دا اوس د حکومت ذمه واري ده چې خپل زلمي ددغسې شرخوښو دشر نه په امان وساتي اؤ دهاغو قوتونو په ضد کلک ګامونه واخلي چې د پښتنو بچو بې لارې کولو دپاره قسماقسم حربې په کار راولي

-
بېرته شاته