(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خدایې خدمتګار دوست محمد خان

[02.Jul.2015 - 19:34]

د عوامي نیشنل پارټې د چارسدې ځايي مشر اؤ د خدایې خدمتګار تحریک زوړ غړی دوست محمد چې په خان بابا مشهور ؤ د زیارت په ورځ د چارسدې په اتمانزو بازار کې د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی .
دغه پیښه د زیارت په کچه غرمه هاغه مهال رامینځته شوې کله چې دوست محمد خان په اتمانو بازار کې د عوامي نیشنل پارټۍ ددفتر څخه وتلو اؤ نامعلومو موټر سائیکل سورو کسانو پرې ډزې وکړي.
د ځایي پولیسو مشر یا ایس ایچ او اعجاز خان وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته وئیلي حمله کې ښاغلی دوست محمد خان یو ډز په سر لګیدلی اؤ ملزمان د پیښې د ځایې څخه تښتیدلي دي.
هغه وویل تر دې مهاله د خان بابا د وژنې دعویداري د هغه وارثانو په چا نه ده کړې خو پولیس د خپله انده پلټنې پیل کړي اؤ ډیر زر به دغه پیښه کې ککړو ملزمانو پورې ځان ورسوي.
دعوامي نیشنل پارټۍ صوبائي سترسکتر ایمل خان ولي د دوست محمد خان په وژنه د غم اؤ خفګان څرګندونه کړې اؤ وایي د هغه په وژنه پارټۍ ته یو لویې نقصان اوښتی دی.
وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې هغه وویل تر دې مهاله نه ده معلومه چې خان بابا د ترهګرۍ پیښه کې خپل ژوند دلاسه ورکړی که دا کومه شخصي بدي کیدی شي خو قانون نافذ کوونکي باید زر ترزره د هغه قاتلان ګرفتار اؤ ورته دې سختې نه سخته سزا ورکړی شي.
دوست محمد خان چې خواشا سل کاله عمر یې لرلو د عوامي نیشنل پارټۍ په هاغو مشرانو غړو کې شمیرل کیدو چې ددغه ګوند د جوړیدو نه وړاندې یې د باچا خان په مشرۍ خدایي خدمتګار تحریک کې هم ډیرې قربانۍ ورکړې وې .
ښاغلی د خدایي خدمتګار تحریک اؤ عوامي نیشنل پارټۍ تاریخ کې د تیرو شوؤ زیاتره مهمو واقعاتو پخپله شاهد پاتې شوی ؤ.
دبابړې په میدان کې یې د پښتنو هاغه قتل عام هم پخپلو سترګو لیدلی ؤ چې د شپږو سوؤ نه زیات پښتانه پکې په یوه ورځ وژل شوي وؤ.

-
بېرته شاته