(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوهاند ډاکتر سرزمین کیمور

[05.Jul.2015 - 23:00]

 


پوهاند ډاکتر سرزمین کیمور د المان د مونشن په ښار کې د خپلې ورپېښې ناروغۍ له امله لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد پوهاند کیمور د پښتو ژبې او پښتني کولتور د بډاینې لپاره ډیرې هلې ځلې کړی او پښتو ژبه ئې په خپلو څیړنیزو لیکنو غني کړې ده
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دارواښاد پوهاند کیمور مړینه ستر زیان بولي ، د کورنۍ خپلوانو او دوستانو سره ئې په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼي 
روح دې ښاد وي

 

 

-
بېرته شاته