(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مننه او درناوی

[07.Jul.2015 - 19:01]

مننه او درناوی!دا دوه ټکی د هغه چا په اړه لیکم ، (که څه هم زما خبرې به داسې ښکاری لکه وړه خوله کې غوټې خبرې) خو په حقیقت کې هغه د قدر وړ شخصیت او مهربانه انسان دی ، دا هغه مشر دی ، چې هر وخت یې خوارۍ او زحمتونه پخپل ځان منلی دی ، او عملی کار یې کړی دی ، له هیچا یې ګیله نه ده کړی ، په خپل وطن او وطنوال بې حده زیات مین دی ، تر دې چې شپه او ورځ یې د دوی لپاره پر ځان یوه کړی ده او ستونزمنو کارونه ته یې په خندا اوږه ورکړی ده او مخ په وړاندې روان دی  .
د ده د وطنپرستۍ احساس یوه برخه دا هم ده ، چې هر وخت یې پر وطن مین ځوان دیته هڅولی دی ، چې د خپل وطن او هیوادوالو لپاره د خدمت جوګه وګرځي ، او دا احساس یې دوی ته هم ورکړی دی ، چې تاسو د دې وطن بچیان یاستۍ او دا وطن پر تاسو حق لری نو ځکه یې باید قدر او خدمت وکړئ ، که څه هم په اوس وخت کې د ځوانانو لپاره ډیر کم داسې مشران وینم چې ځوانان دې هڅوولی وي ، تر څو مخ پر وړاندې لاړی شي ، ځکه چې هغوی داسې انګیري ، کیداې شي دوی خپل موقیف او اهمیت په هغه جامعه کې د دوی د پرمختګ له وجې د لاسه ورکړي ، خو دغه مشر بیا برعکس د ځوانانو د هڅولو په ډګر کې د زړه د اخلاصه برخه اخیستي ده ، او هغه پر دې عقیده دی ، چې همدا ځوانان به وي ، د وطن او د خپلو ولسونه خدمتونو ته به یې ملا تړلی وي ، ځکه چې دوی ته همدغه احساس ( دغې مشر ) ورکړی دی ، چې پر کومه لار په خپله پکې تللی دی او د خدمت جوګه ګرځیدلی دی .
دغه محترم شخصیت د دعوت ملي خپلواکې خپرونې ، د افغان سباوون پښتو ویب پانه او د دعوت میډیا انګلسي ویب پاڼه مشر محمد طارق برګز صاحب دی

چې ما ته یې دوړوکې ورور پشان مینه راکړی ده ، او وخت په وخت یې هڅولی یم ، تر څو مخ پر وړاندې ولاړ شو ، او هغه احساس چې موږ یې د خپل وطن لپاره لرو ، رانه مړاوي او ناهیلی نشو ، تر څو موږ پر دې تونیدلی وو ، هغه ارمان پوره کړو ، کومو ته چې زموږ ډیر په وطن مین افغانان یې هیله لری او یو ارمان دی ، خو لکه څنګه چې ې ویلی دی ( په یوه ګل نه پسرلی کیږي ) نو ځکه موږ باید ټول د ورورۍ لاسونه سره ورکړو ، او هر یو چې هر څومره خپل وطن ته په هر برخه کې خدمت کولی شو ، ویې کړو .
محترم مشر بزګر صاحب د هڅولو سره تر څنګ ما ته ښه موده مخکې دې  دعوت ملی خپلواکه خپرونه تر درې سوه ګڼې له ناروې هیوده  وړیا رالیږلی وه ، چې ځینې مې د چین هیواد ته د خپل ملګرې سهراب فدا په لاس هم ولیږله چې هلته یې وړیا خپلو هیوداولو ته ویش کړی ، او همداسې ما هم همدلته د اوکراین ادیسې په ښار کې وړیا وویشله ، او پاتې د نه وي چې اوس یې هم راته اټه ټوکه بیل لا بیل پښتو ، انګلیسي کتابونه رالیږلی دی ، چې زه ورنه د زړه له تله مننه کوم ، کور یې ودان او سرلوړی د وي !
په پښتنه مینه
هلمند پردیس
اوکراین – ادیسه ښار

-
بېرته شاته