(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوګي لوګي

[09.Jul.2015 - 19:38]

لیک: لایق زاده لایق

 نن د۲۰۱۱ ع کال  دسمبر شلمه نيټه وه ـ د شپې چې کومې واؤرې وريدلې وې ـ د سحر پلوشو په هغې لوبې کولې ـ ما يو نظر په کړکۍ کښې باهر اوکتل ـ د ځنې کورونو نه لوګي روان وو ـ په دغه لوګو کښې ماته د خپلې پښتونخوا هاغه کچه کچه کورونه ښکاره شو چرته چې د سړو انغرو ساړۀ لوګي څوک هم نۀ ويني ـ د محلونو په خوا کښې د خوارانو سلګۍ څوک هم نۀ اوري ـ ما په اوچو شونډو ژبه راښکله او دې ارمان مې په زړۀ کښې غزونې شروع کړې چې چرته به مونږ هم يو قام شو ـ چرته به مونږ هم يو وحدت اولرو؟ چرته نو مونږ کور به هم اباد شي ـ بيا مې د ځان سره يو سوړ اسويلے اوکړو ـ ځکه چې زما د سترګو وړاندې به هاغه خودغرضه رهبران ولاړ وو ـ څوک د پښتنو د سرونو سوداګانې کوي څوک چې زما د وزيرستان په بې ګناه وژلے شوؤ خويندو ميندو اتڼونه کوي ـ دچا ضميرونه چې مړۀ دي ـ په داسې حال کښې د يو پاڅون ضرورت دے ـ داسې پاڅون چې رحمت شاه سائيل صيب ئې ډېر پخوا خوب ليدلے وے ـ

دا خاوره انقلاب غواړي

د ازادۍ انقلاب

د ګاډي دروازې بندې شوې او مونږ د فرانکفورټ لار اونيوه ـ وسيم او نصير ستوري خبرې کولې او زما اسويلو داسې ساندې وئيلې :

چې ليدلے مې د مينې دا منظر دے
هر ارمان مې بې اختياره په سلګو دے
يو يو مخ مې د لېمو نه چاپيريږي
تصور مې لکه ساه په درزيدو دے
نشم نشم دغه مينې هيرولے
دا مې لوظ د احساس او د جذبو دے
چرته تود باد دې په دې لوري رانشي
دا مې سوال غني مولا ته په زارو دے

 

او زما په ذهن هاغه د جدايۍ ماښام بيا را اوريدو ـ

ژوند د باد پشان تيريږي

چې په دې مختصر ژوند کښې

څوک هم چاله مينه ورکړي

دغه مينه عبادت دے

په دومره ځان ځانۍ کښې

چې څوک چا ته په مسکا شي

نو دا لويه معجزه ده

خو چې ما دي څه ليدلي

دغه واړه دغه واړه

د يقين د حد نه لرې

هسې رنګه حقيقت دے

چې ما ئې په زندګۍ کښې

تصور هم نۀ دے کړے

دا يادونه ماته وائي

چې پښتو شته پښتنو کښې

که دا مينې په وطن کښې

هسې رنګ شي يو تر بله

نو جنت به پښتونخوا شي

ټول خوبونه به رښتيا شي

د دسمبر يو ويشتم سحر ايله سترګې غړولې وې چې مونږ د هوائي ډګر په لور روان وو ـ په لاره اوس هم پنډان پنډان واؤرې پرتې وې ـ چې ماته به ورکښې د سوات واؤرينې نظارې ښکاريدې ـ

او بيا چې کله مونږ په الوتکه کښې کيناستو نو باهر د وسيم زړۀ په قلاره شو ـ ځکه چې هغه مونږ سره مسلسل رابطې کولې ـ د جرمني د وخت مطابق يوؤلس بجې د لږ شور نه پس د قطر ائير لائين الوتکه په هوا کښې پورته شوه ـ او بيا په بره بره لاړه ـ ما يو نظر لاندې اوکتل او د خپلو تت تت خاپونه مې سترګو کښې الول شوُ ـ

د خوبونو د تعبيرونو دغه سفر د پنځو ګینټو نه پس د قطر په هوائي ډګر اودريدو ـ

د پېښور د الوت لپاره وخت زيات وو ـ ځکه نو مونږ هم د انتظار په ځائے کښې کيناستو ـ او بيا ـ ـ ـ ـ مونږ د پېښور په لور روان وو ـ ما د وړاندې نه خپل کور ته خبر کړے وو ـ هغوي ناقراره وو ـ او مونږ د خپلو بچو ليدو ته تږي تږي ـ

د پښتونخوا هواګانې : چې کله په پېښور د دوه ويشتم دسمبر کال نولس سوه يوؤلس رڼا خوريده نو الوتکې د پښتونخوا په فضاګانو کښې چورلکونه خوړل ـ ما د کورونو نه راپورته کيدونکي لوګي ليدل ـ ژوند لا خاموشه وو ـ الوتکې د څۀ ساعت نه پس وزرې راخورې کړې ـ

دا د پېښور ائيرپورټ (باچاخان) هوائي ډګر وو ـ چې د نړي والو هوائي ډګرو په مقابله کښې بيخي وران کنډر ښکاريدو ـ هر څۀ بې ترتيبه خو خپل ـ ـ ـ هر څۀ وران ويجاړ خو خپل ـ ـ ـ او دغه د ٫٫خپل،، احساس دومره زورور وو چې ما ته ئې په چغه چغه اووے چې :

دا ساده جونګړه ښۀ ده تر محله
دا پردے محل د بل دے دا زما ده

 

چې مونږ څنګه را اووتو نو مخامخ مو په خپلو زامنو وقار، وليد ، او وقاص سترګې اولګيدې ـ چې ورسره سم بصير ستورے هم زمونږ ستړي مشي له راغلے وو ـ ليدۀ کاتۀ اوشو ـ او بيا مونږ د پېښور په سړکونو کور پله په طرف روان وو ـ ماته تېرې ورځې شپې يو خوب ښکاريدو ـ هاغه خوب چې ما ئې تعبيرونه په خپلو سترګو ليدلي وو ـ ددغه تعبيرونو عکسونو زما په ذهن لوبې کولې ـ مونږ چې کور ته راغلو نو د هر چا نه زيات زما نمسے واصف خوشحاله وو ـ هغه مونږ ته راغاړې وتو ـ د څۀ مودې خاموشۍ نه پس زمونږ په کور کښې بيا شور ماشور وو ـ او دغه رنګ مونږ د کور نه تر کوره پورې واپس رارسيدلي وو ـ

چې مې سترګې د شعور دي غړولي
لټوؤمه د خوبونو تعبيرونه

دخوبونه تعبیرونه (سفرنامه) Khobona Tabeeriona (Safarnama) Writer: Layaqzada Layaq

-
بېرته شاته