(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتو شاعرۍ د باچاخان او ولي خان دنظرئې اثرات

[11.Jul.2015 - 17:37]

 

په پښتو شاعرۍ دَ حضرت باچاخان او ولي خان بابا دَ قومي او ملي سياست دَ نظريې اثرات

لیک: ابراهيم اظهار

کله نه چې فخر افغان باچاخان دا محسوسه کړه، چې انګرېز استعمار پښتون قام همېشه همېشه دپاره دخپلې ژبې خپل کلتور او خپلې نظريې غلام ساتل غواړي او دَ دوي نه دَ خپل دې غرض او مقصد دَ ترسره کولو دپاره ټول هغه څيزونه تروړي کوم چې بحېثيت دَ يو قام او دَ انسان دَ دوي حق جوړېږي،دا هغه محرکات وو، چې دَ حضرت باچاخان دَ قام پرستۍ او دَ بشر دوستۍ جذبات يې متحرک کړۀ، ځکه خو باچاخان خپل خانداني وقار عظمت هر څۀ شاته کړۀ او دَ خړسري غريب او خوار پښتون ځپلې طبقې ته دَ خپلو بنيادي حقونو دَ ګټلو او انګرېزي استعمار دَ جبر و استبداد په بټۍ کښې دَ ورتېدلو نه دَ ژغورلو دپاره مېدان ته راووتو. پښتون بچي ته يې قلم او کتاب لاسو کښې ورکړل، دَ ازاد مکتب بنياد يې کېښود او دغه رنګ يې دَ علم په رڼا دَ پښتنو فکرونه روښانه کړل. دَ جېل دَ سختيو، دَ وهلو ټکولو او دَ وژلو ژوبلو په بدل کښې يې پښتون قام ته جمهوري حق وګټلو او دَ ووټ يو داسې قوت يې ورته په لاسو کښې ورکړو،چې دَ هر ظلم او ظالم سرونه يې ښکته کړل. دَ باچاخان دغه مِشن او تحريک دَ دوي غېرتي او نرو ملګرو په ډېر ښه شان سره دَ دوي سره په وړاندې بوتلو، هر چا دَ خپل فکر او نظر په بساط او بنياد دَ باچاخان په دې سياسي او قومي نظريه کښې ونډه ولرله، دَ نورو طبقو سره سره دَ ازادۍ او خودمختارۍ په دې تحريک کښې پښتنو شاعرانو هم دَ خپلو تېرو قلمونو سرو جذباتو او دَ ګرمو ګرمو قومي او ملي شعرونو او نظمونو سره دغه تحريک ګرم وساتلو. دَ پښتنو په داسې شاعرانو کښې دَ خان عبدالغني خان، اجمل خټک، کاکاجي صنوبرحسېن، شادمحمد مېږے، قلندر مومند او دَ رحمت شاه سائل صېب نومونه دَ ډېر داد او تحسين سره دَ ذکر وړ دي. 

لکه څنګه چې دَ فخر افغان دغه دَ ازادۍ تحريک په وړاندې تلو دَ پښتو شاعري هم ورسره دَ مزاحمت او انقلاب پړاؤنه سر کول، څنګه څنګه چې دَ باچاخان فکر او نظريې سره ولسونه ملګري کېدل، دغسې دَ پښتو دَ انقلاب او مزاحمت دغې رنګونو دَ نورو پښتنو شاعرانو په فکرونو او ذهنونو کښې غزونې کولې، کۀ يو خوا دا اثر دَ فخر افغان باچاخان دَ جذبې جدوجهد او قربانو ؤ نو ورسره ورسره په خصوصي توګه دَ غني خان، اجمل خټک او دَ رحمت شاه سائل صېب دَ لمبه لمبه شاعرۍ هم ؤ. دَ باچاخان نه پس دهغوي دَ سياسي او قومي نظريې امين رهبر تحريک خان عبدالولي خان ؤ، دَ ولي خان وخت هم دَ پښتون قام دَ امتحان زمانه وه، ولي خان بابا هم دَ پښتنو دَ حقوقو دپاره ډېرې قربانې ورکړې دي او ورسره ورسره دَ پښتنو دَ مور بي بي بېګم نسيم ولي خان قربانۍ هم دَ هېرولو نۀ دي. دغسې دَ ولي خان بابا دَ تحريک واګې اوس دَ اې اېن پي مرکزي مشر اعظم خان هوتي او مرکزي رهنما او صدر اسفنديار وليخان ته پاتې دي، دوي په شريکه توګه دَ باچاخان او دَ ولي خان بابا دَ مرام او مقصد هغه بنيادي نعره چې "خپله خاوره خپل اختيار" او "خپل شناخت" دَ پښتونخوا دَ نوم ګټلو سره پوره کړه.

دغسې دَ غني خان، اجمل خټک بابا او دَ رحمت شاه سائل دَ انقلابي او مزاحمتي شاعرۍ اثر هم کۀ يو خوا په زمانه جوت او شوخ پاتې شو نو بل خوا يې پښتو شاعرۍ کښې دَ اسې پوخ بنياد کېښود،چې په هر دور کښې به پښتو شاعرۍ دَ ترقي پسند سوچ او فکر نه خالي کېږي نۀ.

د اجمل بابا او دَ رحمت شاه سا ئل صېب دَ انقلابي شاعرۍ نه را په دې خوا په مختلفو وختونو کښې ډېر انقلابي شعري مجموعې مخې ته راغلې، چې په هغو کښې دَ شمس بونېري، صاحب شاه صابر، ډاکټر محمد اعظم اعظم او نورو شاعرانو مجموعې دَ ستائنې جوګه دي؛ خو په کال ٢٠٠٧ء کښې چې دَ خوشحال خان خټک دَ قبيلې او کلي زلمي شاعر پروفېسر ډاکټر عرفان خټک دَ سرې غوټۍ په نوم کومه انقلابي او ترقي پسنده مزاحمتي شاعري چاپ کړې ده نو دَ هغې مثال نشته، په دې مجموعه کښې ټول شعرونه دَ باچاخان او ولي خان بابا دَ فکر او نظريې يو منظوم شکل دے او په تېره تېره چې کوم نظمونه يې په باچاخان، ولي خان بابا ليکلي هغه خو ډېر ډېر قيمتي دي.

اسفنديار ولي خان ته چې يې دَ خان عبدالولي خان په مړينه کوم منظوم خط ليکلے دے، هغه خو دَ باچاخان دَ هغې جذباتو عکاسي ده، چې هغوي دَ خپل خدائي خدمتګارۍ اساس ګڼلو. ښاغلي ډاکټر عرفان خټک چې دَ سرې غوټۍ په سرپاڼه کومه قطعه ليکلې ده، په هغې کښې دَ پښتون قام بچے بچے دَ باچاخان دَ انقلابي تحريک ته په داسې جذباتي او رښتوني انداز چمتو کوي، دوي وائي:

مونږ دَ ملت دَ پښتني مرام دَ پت په خاطر

دَ ژوندون هره شپه کالۀ کښې دَ قصاب کړې ده

مونږ کۀ ټوټې ټوټې شوو هم به کوو غږ دَ بدلون

مونږ په سيزنۍ کښې هم ټپه دَ انقلاب کړې ده

کۀ مونږ دَ حضرت باچاخان فکر ته وګورو نو هغوي به هم پښتنو ته خپل قامي او جبلي خاصيت ظلم ته سر نۀ ښکته کول او په نړۍ کښې بدلون راوستو ته را ايستې سينه دَ تحريک چلولو نه نۀ ويرېدل او نۀ ورستو کېدل ښائي او ډاکټر عرفان خټک هو به هو هم دغه جذبه ولوله او فکر په شعر کښې بيان کړے دے.

رهبر تحريک ولي خان بابا به وئيل چې دا خو جمهوريت نۀ دے چې يو قوم ته خپل اختيار، خپله نامه او خپل حق نۀ شي ورکېدے، دا په تش نوم جمهوريت دَ ړندې باچاهۍ او دَ ړوند اقتدار مثال دے؛ خو دغه دَ ظلم او جبر  اقتدار په هېڅ صورت هم دَ پښتون دَ بغاوت اور نۀ شي سړولے. دَ پښتنو دغه ژوبل ژوبل فکر تاؤژن اسوېلي به دَ ظالم په خونه يوه ورځ اورونه بل کړي.

دَ پروفېسر ډاکټرعرفان خټک دا لانديني شعرونه دَ ولي خان بابا په وينا ډېر پوره دي او داسې ښکاري چې دَ ولي خان بابا فکر ته يې شعري جامه اغوستې ده.

ستا دَ ړندې باچاهۍ ړوند اقتدار

دَ بغاوت اور سړولے نۀ شي

زما دَ سرو نيازبينو سترګو اوښکې

دَ سرمايې باد وچولے نۀ شي

ژوندون تاؤژن او لوغړن اسوېلي

دَ انقلاب دَ طوفان نخښې ګڼه

دَ سرو شملو دَ زلمو سرې حوصلې

تۀ سراسر دَ تاوان نخښې ګڼه

فخر افغان باچاخان همېشه پښتنو ته دَ بېدارۍ بېګل غږولے دے او دا يې ورته په ښکاره ډول وئيلي دي، کۀ چرې تاسو داسې دَ غفلت په خوب اودۀ يئ نو يوه ورځ به مو دغه ابادې او ښادې خونې مېراتې شي. ډاکټر عرفان خټک هم په زړۀ هم دغسې جذبه لري، هغه دَ خوشحال بابا دَ تورې او دَ قلم ځان حقيقي وارث بولي او دَ باچاخان دَ فکر او قومي مينې او جذبې پېروکار دے، ځکه دَ خوشحال بابا غوندې دَ قوم پرستۍ په نظريه کلک ولاړ دَ حضرت باچاخان دَ پورته بيان کړے شوي فکر رنګ تتبع په خپله انقلابي شاعرۍ کښې داسې کوي:

ويښ شئ راپورته شئ دَ ګردې پښتونخوا مېړنو

نېغې شملې زمونږ دَ ننګ چرته راماتې نۀ شي

کۀ دَ غفلت او تربګنيو په خوب اودۀ يو هسې

دغه ابادې ښادې خونې مو مېراتې نۀ شي

ولي خان بابا به وئيل چې دَ پښتنو خاوره دَ باچاخان دَ غېرت کور دے، دا دَ باز جاله ده، دلته ټپوسان نۀ پايي، دا دَ زمرو بڼ دے، دلته هر پښتون دَ زمري هسې زړور او قوت ناک دے. ډاکټر عرفان خټک هم دَ پښتنو دَ زړورتيا هم داسې صفت کوي، څنګه چې ولي خان بابا ياد کړي دي.

دا دَ خوشحال دَ باچاخان دَ غېرتونو کور دے

دا دَ باز جاله ده، په دې کښې ټپوسان څۀ کوي

دَ زمرو بڼ دے دلته ګوره دَ زمرو لښکرې

ظالمه مۀ تېر وځه دلته ګيدړان څۀ کوي

فخر افغان باچاخان چې به کله هم پښتانۀ مخاطب کول، نو دَ ډېرې مينې نه به يې ورته وئيل چې "اے پښتنو، اے لېونو، اے ازمرو" ډاکټر عرفان خټک په خپله شاعرۍ کښې دغه توري څۀ په دې ډول بيان کړي دي:

خپلو سرونو سره لوبې مۀ کړئ

جار ووځي نۀ دَ سور نشان لېوني

مۀ چېړئ دا دَ ازمرو لښکرې

دا دَ بابا فخر افغان لېوني

ولي خان بابا چې به بې ننګه پښتنو ته دَ ننګ او انقلاب چغې وهلې نو ورته به يې دا هم وئيل چې دَ پښتونخوا دا غېرتي خاوره به دَ باچاخان غوندې بل پښتون پيدا نۀ کړي. پروفېسر ډاکټر عرفان خټک دَ رهبر تحريک خان عبدالولي خان دَ دغې ګفتار په رڼا کښې داسې شعرونه وائي:

دَ انقلاب چغې غېرت داسې راولړزوي

لکه باران چې په مړه زمکه کښې ژوندون پېدا کړي

دَ پښتونخوا دا غېرتي خاوره يقين مې نۀ شي

چرته چې بل دَ باچاخان غوندې پښتون پېدا کړي

باچاخان به وئيل چې هر کله پښتون دَ يو بېرغ منونکے دے يو قام دے نو بيا ولې ورور دَ وروره مړه خوا دے. پښتون ته اتفاق پکار دے،کۀ پوره وي کۀ سپوره خو په شريکه يې خوري. عرفان خټک دَ باچاخان دغه قول په خپله شاعرۍ کښې داسې رانغاړي:

چې دَ يو بېرغ منوونکي يو يو قام يو

بيا په څۀ باندې جدا دے ورور دَ وروره

په وينا دَ باچاخان باندې عمل کړئ        په شريکه يې خورئ پوره وي کۀ سپوره

دَ پروفېسر ډاکټر عرفان خټک په خپله انقلابي شعري مجموعه "سرې غوټۍ" کښې ټول نظمونه، غزلې او سندرې دَ حضرت باچاخان او خان عبدالولي خان دَ قومي نظريې په رڼا کښې وئيلي دي، په فني توګه هم دَ خټک صېب شاعري دَ افاقيت او تل ژوندي اوسېدو ټولې خوبۍ لري او په جذباتي لحاظ هم داسې سره او لمبه لمبه ده چې په مړو رګونو کښې هم دَ غېرت حرارت پېدا کوي. دا مجموعه چې ١٩٧ مخونه لري، په جنورۍ کال ٢٠٠٧ء کښې دَ پينځۀ سوو تعداد کښې چاپ شوې ده، زۀ دَ خپل دې ليک په وساطت دَ باچاخان ټرسټ واکمنو ته عرض کوم، چې دَ باچاخان او ولي خان بابا دَ سياسي او قومي نظريې دَ پښتني مرام دَ مليت او قوميت دَ جذباتو او احساساتو نه دلبريز تفکراتو او تخيلاتو شاعري چې "د سرې غوټۍ" په پاڼو کښې خوندي ده، دوباره په زيات تعداد کښې چاپ کړے شي او دَ پښتون بچي بچي لاسو ته ورسي، چې پښتانۀ دَ حضرت باچاخان او دَ ولي خان بابا دَ اقوالو، قومي او ملي نظريې دَ منظوم صورت نه هم سبق او خوند واخلي.

(مياشتنے پښتون، جنوري ٢٠١٢ء)

-
بېرته شاته