(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داستادعبدالهادي خلیلزی جنازه خاورو ته وسپارل شوه

[11.Jul.2015 - 18:23]

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې دکونړ وتلی قومی مشر، د اریانا پوهنتون استاد، دننګرهار داستیناف څارنوالی  پخوانی مشر ، نومیالی سیاستوال   استاد عبدالهادي خلیلزی  د ۲۰۱۵ ع کال د جولاي  د میاشتې په لسمه نېټه د جمعې په ورځ د پښتونخوا په يوه روغتون کې په حق ورسېد

انا لله و انا الیه راجعون  

دارواښادعبدالهادي خليلزي  جنازه نن  د ۲۰۱۵ ع کال د جولاي په یولسمه نېټه د خالي (شنبې) په ورځ په خپل پلرني کلي فقیرکوټ، څوکۍ ولسوالۍ  کې خاورو ته وسپارل  شوه
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاد عبدالهادي خلیلزي مړینه پښتون ولس ته ستر تاوان بولي ،  د کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره ئې په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼي 
روح دې ښاد وي

-
بېرته شاته