(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوست په خونړي ناورین کې

[13.Jul.2015 - 19:20]

دریغه ! دریغه!  بیاهم دریغه  زما ښکلی اوښیرازه خوست بیالیونیوسپیووداړه بیا د ابوجهل اونامرود بچیودغیرتي اودینداره مسلمان خوستي ولس سپیڅلي اوترزمزمو پاکې جنتي سري ویني د عبادت اوتوبې په هغه مطهره میاشت کې چې قرآن عظیم الشان پکې نازل شوې داسې په بې رحمۍ وبهولي چې نه یوازې په خوست ماتم اوویردی بلکې دغومومنوروژه تیانوته خدایږو پرښتې په ژړا اوعرش لړزیدلی دی دیزیدانوپه وینو لړلوتوره دخوستي نازولي تنکې ماشوم چې داختر نویوکالیوته هوسیده له ګل نه نازک ستونی پرې شو په وینو کې لیتي پیتي شهیدي مورداخترنکریزي وچې اوسپیرې پاتې شوي دشهید پلارهغه هیلي چې دخپلونازولواولادونو،دوستانواوکلیوالوسره د اختر ورځې په مینه اوخوښۍ ولمانځي په وینو کې لاهوشوي اځتر محشراو ګلالی خوست مې د کربلا ډګر شولاڅه موده وړاندې دخوست شینکې پسرلی دورته ناورین اوویرجن ناتار په لمبوکې وسیزیده نومیالي سپین ږیري ،ځوانان اوماشومان پخپلوسرووینوکې ولمبیدل کورپه کورماتم اودغمجنوساندوسوي،سوي کوکي پورته کیدې .

دریغه ! دریغه!  بیاهم دریغه چې درنه  غیرتمن پښتانه دڅومره نامرده رذیل اوپست دوښمن سره مخامخ دي هغه زبون اوکرغیړن شیطان چې په غلچکیولیونوسپیودبې ګناه مسلمانانوویني بهوي اودغیرت په سنګرکې داشرمیدلي اوتل رانسکورشوي تورلنګي ګیدړان د ډغرواوټنډوجنګولوتوان اوننګ نه لري لعنت!لعنت اوبیاهم په تاسوبې غیرتانولعنت چې د لیونیو سپیوپه روزنه او داړنه ،نامردانه ګوزرارونه کوی هرهغه څوک چې داغیر انساني له کفره ډک عمل په سختواوکلکوټکو ونه غندي هغه به هیڅ مسلمان اوآن چې انسان نه وي.

 په پوره باور سره په داسې زړه بوږنوونکو خونړیو پیښوکې د پاکستان لعنتي او بې دینه څارګره اداره اودهغه بې وجدانه اووحشي لاس پوڅي لوی لاس لري اودا ستره اوبې ساري غمیزه اوټول وژنه په ټولو پښتنوسیموکې روانه ده اود دوی منحوسي اودوزخي شیطاني څیرې ټولوافغانانو اونړیوالوته په ډاګه دي. د ویرجن خوست ټولو مشرانو، کشرانواو دیني عالمانواودغمجنو کورنیو ټولوغړو دوستانواو خپلوانوته د دغه خونړی غمجنې پیښې له کبله تسلیت وایم بې له شکه شهیدان جنتیان دي په جنت کې ورته لوړي درجې غواړم زموږ وروڼه ټپیان دی الله تعا لی زرترزره جوړکړي امین یا رب العالمین.

بسم الله اکبري

۱۳/۷/۲۰۱۵هالینډ

-
بېرته شاته