(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ليلا او مجنون

[14.Jul.2015 - 13:45]

لیک: نظرمحمد افغان
په عربو کې د بني عامر د قبيلې يوه مشر ( په غالب ګومان د امويانو د خلافت پر مهال) هېڅ اولاد نه درلود. پس له ډېر دم او دعا څښتن ورته يو زوی ورکړ، چې نوم يې پرې قيس کېښود. قيس چې هر څومره لوييږي، ښايست او کمالونه يې ورسره سوا کيږي. تر دې چې د زده کړې سن ته رسيږي او ښوونځي ته استول کيږي.
قيس په لارو، کوڅو او بازار کې خواشينی او لالهاند ګرځي او د ليلا د ښايست او ښکلا شعرونه بولي. تر دې چې په چم مالت کې د مجنون (لېوني) په نوم مشهور او کيسې يې خولو ته لويږي. د هغه يواځينۍ اسره او خوښي همدا ده، چې د شپې پټ، د ليلا استوګنځي ته ورشي، د هغې کور ښکل کړي او بېرته راشي.
که هر څو د مجنون پلار او خپلوان ورته نصيحتونه کوي، چې له دې رسواييه لاس په سر شي؛ خو ګټه نه کوي. بلاخره د مجنون پلار پرېکړه کوي، چې په ليلا پسې په مرکه لاړ شي. د ليلا د کورنۍ پلار او ټول ټبر يې د بني عامر مشرانو ته په درنه ګوري؛ خو کله چې د ليلا کورنۍ ته د مرکې خبره وړاندې کيږي، د ليلا پلار وايي: (( دا ناشونې ده، چې يو لېونی دې زموږ له کورنۍ سره وتړل شي. له دې کار سره په عربو کې زموږ شان او عزت برباديږي. تر هغې چې قيس لارې ته رانشي او له ځان نه سړی جوړ نه کړي؛ هغه زما زوم نه شي جوړېدی!))
د مجنون پلار او خپلوان نهيلي ستنيږي او نوموړي ته نصيحتونه کوي، چې د دې جينۍ له مينې څخه لاس واخلي؛ ځکه په بني عامر او نورو قبيلو کې تردې ښايسته نجونې شته، چې له تا سره ګډ ژوند ته غاړه ږدي. ولې مجنون تر پخوا نور هم زېړ زبېښلی؛ بيابانونو ته مخه کوي او د داړونکو ځناورو خطر مني.
د خلکو په لارښوونه، د مجنون پلار خپل زوی د کعبې شريفې زيارت ته وړي. ده ته وايي چې دعا وکړي، څو له دې شومې مينې خلاص او شفا ومومي. مګر مجنون د خدای د کور حلقه په لاس کې نيسي او له څښتن څخه غواړي، چې د ده په زړه کې د ليلا مينه نوره هم ډېره کړي، تر دې که دی ژوندی هم نه وي؛ خو چې مينه يې ژوندۍ وي. همدا مهال مجنون ليلا ته دومره ډېرې دعاوې کوي، چې پلار يې پوهيږي، چې دا رنځ د درملنې وړ نه دی او ناهيلی خپل کور ته ستنيږي.
په همدې وخت کې د بنی اسد د قبيلې يو تن ابن سلام په ليلا مينيږي او خپل خپلوان له ډېرو ډاليو سره د ليلا مرکې ته ليږي. د ليلا پلار يې نه مني او له دوی غواړي، چې لږ صبر وکړي، تر څو دوی ته يو غوڅ ځواب ورکړي.
يوه ورځ د نوفل په نوم د عربو يو زړور ځوان، مجنون په بيابان کې ويني، چې د اوښکو په بدرګه له ځانه سره سندرې وايي. له ده نه د ده د حال پوښتنه کوي. کله چې هغه له ليلا سره د ده د ژورې مينې کيسه واوري، زړه يې پرې وسوځي. له ده سره خپله خواخوږي ښيي او وعده ورکوي، چې دی به د ليلا وصال ته رسوي. تر دې وروسته له خپلو يوه ډله زړورو جنګياليو سره د ليلا کورنۍ ته ورځي او ترې غواړي، چې د ليلا لاس، مجنون ته ورکړي؛ مګر هغوی يې نه مني او جګړې ته چمتو کيږي. نوفل ته جګړه او د بېګناهو خلکو وينه تويېدنه هوښياري نه ښکاري او له جګړې تېريږي. مجنون يو ځل بيا بيابان او د غره لمنې ته مخه کوي.
له بلې خوا ابن سلام ( د ليلا مرکچي) دومره ټينګار کوي، چې پرله پسې ډالۍ راليږي او پايله کې د ليلا پلار د ليلا کوژدې ته غاړه ږدي. د واده له جشن نه وروسته ابن سلام ناوې کور ته بيايي. کله چې غواړي ناوې ته نږدې شي، ليلا يوه کلکه څپېړه ورکوي او په خدای سوګند خوري، چې: ((که ما مړه هم کړې، زما وصال ته به ونه رسېږې.)) خاوند يې هم د دې کار په اړه له سرزورۍ څخه تيريږي او يواځې د هغې په تسليمۍ او ديدن بسنه کوي.
په همدې ورځو کې يو پر اوښ سپور سړی، مجنون د يوې ونې لاندې ويني، چې د ليلا، ليلا په ياد اخته دی. سړی فرياد کوي، چې: ((ای بې خبره! ولې هسې په هسې ځان ځوروې؟ ته چې د چا په مينه کې دومره له ځانه نا خبر يې، هغه ستا په کيسه کې هم نه ده او کرارې د خپل خاوند په غېږ کې د مينې سندرې وايي. دا بې کراري دې پرېږده. ښځې په عهد او پيمان ټينګې نه دي.)) مجنون چې دا اپلتې واوري، يو سوړ اسوېلی باسي او په خاور کې بې هوښه پرېوځي. سړی پښېمانه کيږي. له اوښ څخه راښکته کيږي او مجنون ته ډاډ ورکوي، چې: (( ما درسره ټوکې کولې. دا سمه ده، چې ليلا د خپلې خوښې په خلاف واده شوې ده، ولې په وعدې ټينګه ولاړه ده او ستا له نامې پرته بل څه په خوله نه راوړي.)) 
خو بيا هم د مجنون زړه ماتيږي. ورو، ورو روانيږي او په خيال کې له ليلا سره خبرې پيلوي او ترې ګيلې کوي: ((هغه يو ځای ناستې چېرته لاړې؟ د مينې هغه وعدې څه شوې؟ د ملګرتيا هغه دعوې کومې دي؟.... تا په پيل کې زما د مينې په منلو زه سرلوړی کړم؛ خو اوس دې په دې بې وفايۍ خواروزار کړم؛ خو څه وکړم، چې ستا ښايست او دا بې وفايي هم زغمم.))
د مجنون پلار يو ځل بيا د خپل زوی ليدو ته ورځي. هغه ته نصيحت کوي، خو هېڅ ګټه نه کوي او څه موده وروسته له دنيا نه ارمانجن ځي. مجنون خپل د پلار مړي ته ځي او پس له يوې شپې بېرته د صحرا داړونکو ځناورو ته راګرځي.
يوه ورځ يو سپور، مجنون ته د ليلا د مينې ليک راوړي، چې په ليک کې هغه ته د خپلې وفادارۍ خبر ورکوي. دا ليک د مجنون ټپي زړه ته ټکور ګرځي او دی هم ورته د ليک په ژبه له مينې ډکې ولولې استوي.
موده وروسته د مجنون مور هم خپل پور پرې کوي او د مجنون غم سل برابره ډېروي. يوه ورځ ليلا له خپل مېړه څخه پټ د يوه سپين ږيري په لاس مجنون ته پيغام ليږي، چې دا لېواله ده، څو د خرما په يوه باغ کې سره وګوري. د ليدنې پر مهال ليلا د خپلې پاک لمنۍ او عزت د ساتلو په خاطر له لس ګامه واټن څخه نه ورنږدې کيږي او سپين ږيري ته وايي: ((له مجنون څخه وغواړه، د هغو غزلو څو بيتونه ما ته ووايي، چې زما په مينه کې يې زمزمه کوي او د خلکو د ژبې پر سرونو دي.)) مجنون چې په ځان نه وي، د خپلو حواسو له سنبالولو وروسته، د ليلا د مينې څو بيتونه وايي او هيله کوي، چې د سپوږمۍ رڼا ته يو بل سره کيني او د زړه خواله سره وکړي. تر دې وروسته مجنون بيابان او ليلا د خپلې جونګړې پر لور ګرځي.
ليلا د خاوند په کور کې د خاوند له وېرې او د خپلوانو له شرمه د خپل يار د وير وس نه لري. په يواځيتوب کې اوښکې تويوي او د نورو په مخ کې خاندي. تر دې چې ابن سلام ( د ليلا خاوند) ناروغه کيږي او څه موده وروسته له نړۍ سترګې پټوي. ليلا د خاوند مړينه پلمه ګرځوي. د زړه غوټې يې په سلګيو کې بهر وځي او په خپل يار پسې ژړا پيلوي. د عربو له دود سره سم کونډې شوې ښځې بايد تر ډېره يواځې ژوند وکړي او خپل مېړه پسې وير وکړي. په همدې بنا ليلا ته موقع په لاس ورځي، چې په يواځيتوب کې څو بيتونه ووايي او د مجنون مينه په کې وژړوي.
د خزان د موسم په رارسېدو د ليلا ګلورين بدن هم د خزان رنګ خپلوي. ناروغي يې بدن ځپي او د مرګ په بستر څملي. ليلا خپلې مور ته وصيت کوي: ((ما تر مرګ وروسته د ناوې په شان سينګار کړه او د شهيدانو په شان مې په وينو ککړ کفن کې خاورې ته وسپاره. (دې حديث شريف ته په پام: ((هر څوک چې مين شي او خپله پاک لمني وساتي؛ چې مړ شي، شهيد دی.)) او چې هغه مهال مې لېونی عاشق پر مزار راشي، ورته ووايئ چې ليلا ستا په مينه کې له دنيا لاړه او نن چې يې هم د خاورې له نقابه سر ويستلی، ستا ارمانجنه ده.)) د ليلا تر مړينې وروسته مور يې په ډېر ناز د ناوې په شان سينګاروي او خاورو ته يې سپاري.
همدا چې د ليلا د مړينې خبر خوار مجنون ته رسي؛ اوښکې تويوي او غمېدلی زړه د ليلا قبر ته راځي. د هغې قبر ته غاړه ورکوي. داسې کوکاري وهي، چې د هر انسان زړه پرې قلم، قلم کيږي. بيا ليلا ته په خطاب کې وايي: ((ای زما ښکلې ليلا! د خاورو په تيارو کې ته څنګه ژوند تېروې؟ افسوس د هغې ښکلا او مهربانۍ چې تر خاورو لاندې پټه شوه. ته که خاور ته لاړې، غمونه به دې ما وخوري.)) ځمکه ځای نه ورکوي. بيا پاڅيږي او د بيابان لاره خپلوي. ويرجن چاپېريال ورته د ليلا د مړينې مرثيې وايي. هلته يې هم آرام نه کيږي او له داړونکو آشنا پالو ځناورو سره يو ځای، بېرته د ليلا قبر ته راګرځي. پر خزاني د منجيله وهلي مار په شان؛ د يار له آرامګاه څخه تاويږي راتاويږي او له خدايه غواړي، چې له دې غمونو څخه نور خلاص شي او د يار په خوا کې آرام ومومي. د وروستي ځل لپاره د معشوقې نوم په خوله راوړي او ځای په ځای ساه ورکوي.
د مجنون له مرګ څخه يو کال وروسته هم هماغه بلدي ځناور، چې له ده سره آشنا وي، د ليلا له مزار او د مجنون له جسد څخه تاويږي. تر دې بريده، چې خلک ګمان کوي، مجنون تر اوسه ژوندی دی. دوی د داړونکو حيواناتو له وېرې د نږدې راتلو زړه نه کوي. تر هغې چې حيوانات خوريږي. خلک ګوري، چې د ډېر وخت د تېرېدو له امله د مجنون يواځې هډوکي پاتې دي او د ليلا له مزار سره غاړه، غړۍ دي. هغوی د ليلا قبر سپړي او د مجنون تش هډوکي د خپلې معشوقې په خوا کې ښخوي.
ويل کيږي، چې د دواړو مينانو قبرونه اوس د خلکو زيارت دی او هلته هره دعا قبليږي.

-
بېرته شاته