(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غلام اکبر خان کاکا سره - مرکه

[14.Jul.2015 - 19:02]

لیک: مشتاق مجروح يوسفزے

هسې خو په دنيا کښې لوئي لوئي مصلحين  او سماجي کارکنان وخت په وخت پيدا شوي او ټولو تر خپله وسه دَ اولس دَ خېر ښېګړې دپاره داسې کارونه تر سره کړي چې  دَ هغې له وجې ئې دَ دنيا په تاريخ کښې ابدي مقام موندلے دے. دَ پښتنو په تاريخ کښې هسې خو ډېر نامتو خلق تېر شوي دي او نومونه ئې يادګار پاتې دي خو په دې پښتنو اتلانو کښې دَ خان عبدالغفار خان باچا خان نوم داسې دے چې هغه دَ نورو ټولو مشاهيرو په نسبت دَ زياتو قدرولو لائق دے او هغه ځکه چې دې انسان دَ پښتنو په يو پسمانده کلي کښې سترګې غړولې او دَ يوې عامې کورنۍ سره ئې تعلق لرلو، نۀ ئې مخې ته څۀ داسې تحريک پروت ؤ چې دَ هغې دَ اثر لاندې ئې دَ خپل اولس دَ خېر ښېګړې دپاره قدم اوچت کړے ؤ او نۀ ئې خپل وړومبے قدم دَ يو جوړ او قائم سياسي تنظيم دَ پلېټ فارم نه اخستے ؤ. بله اهمه خبره دا وه چې څۀ وخت دې قامي اتل دَ پښتنو دَ بېدارولو دپاره تحريک شروع کولو نو هغه وخت پېرنګي سامراج په دې خاوره پښې مضبوطې کړې وې، پښتانۀ يو تر بله اخته وو، خپل مينځ کښې دَ تربګنو او دښمنو ښکار وو او دَ تعليم دَ نشت والي له وجې په غلطو رسمونو رواجو کښې سخت ککړ وو. دې ستر انسان کۀ يو خوا دَ پښتنو تعليم ته دَ مخې کولو دپاره ګامونه پورته کړل نو بل پله ئې دَ هغه وخت دَ جابر او غاصب پېرنګي نه دازادۍ حاصلولو دپاره يو تحريک هم شروع کړو. بيا تحريک هم هغه چې دَ عدم تشدد په فلسفه قائم ؤ. دَ پښتنو عدم تشدد سره اشنا کول ځان له يو ډېر لوئے کار ؤ  خو دې ستر قامي مشر دغه لوئے او ګران کار هم په خپل خلوص او ډېرو کوششونو  کامياب کړو او په لږ وخت کښې ئې دَ يو لک نه زيات خدائي خدمتګار چې دَ عدم تشدد په وسله پُر وو پېدا کړل. دغې خدائي خدمتګارو چې بيا دَ دې خاورې دَ ازادۍ په خاطر کومې قربانۍ ورکړې هغه هم دَ چا نه پټې پناه نۀ دي.

هسې خو باچا خان دَ پښتونخوا په سطح په هره علاقه کښې خدائي خدمتګار پېدا کړي وو خو دَ يوسفزو په سيمه کښې دَ خدائي خدمتګار شمېر دَ نورو سيمو په حساب زيات ؤ او دا خبره دَ باچا خان دَ ليکلي کتاب ((زما ژوند او جدوجهد)) نه هم ښکاره ده چې دَ يوسفزو په خدائي خدمتګار تحريک کښې دَ برخې اخستو او دَ ازادو سکولونو  په کاميابولو کښې لوئے لاس ؤ

دَ باچا خان په دغو سپېځلو او پخو خدائي خدمتګارو کښې يو تن  غلام اکبر خان کاکا دَ زروبۍ ضلعې صوابۍ هم دے. دَ غلام اکبر خان دَ پلار نوم عالم خان دے. تعليم ئې نشته او ټول عمر ئې زميداري کړې ده.  دَ پښتون ادارې دوي سره تېرو ورځو کښې يو څو خبرې اترې کړې دي هغه مونږ خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو:

پښتون : بابا ستاسو پوره نوم څۀ دے؟

غلام اکبر خان: زما نوم غلام اکبر خان دے. دَ پلار نوم مې عالم خان دے.

پښتون: تعليم مو کړے دے کنه؟

غلام اکبر خان: نۀ، تعليم مې نشته.

پښتون : کار روزګار دې څۀ کولو؟

غلام اکبر خان: زميداري مې کوله، اوس خو هېڅ نۀ شم کولے.

پښتون: دَ باچا خان سره مو په خدائي خدمتګارۍ کښې برخه اخستې وه کۀ نۀ؟

غلام اکبر خان: ولې نۀ ما خو ټول عمر په خدائي خدمتګارۍ کښې تېر کړے دے. په دې کلي کښې زما دَ عمر څوک خدائي خدمتګار نشته. دا دي دلته خلق ناست دي دوي ټولو ته پته ده

پښتون: تاسو په خدائي خدمتګار تحريک کښې څنګه شامل شوئ؟

غلام اکبر خان: زمونږ په دې کلي کښې يوه لاره ده هغې ته دَ مال لاره وائي دلته په وړومبي ځل سرخپوشان راغلي وو او پرېډ ئې کولو.  مونږ تپوس وکړو چې دا څوک دي؟ چا راته ووې چې دا سرخپوش دي.  دَ هغې ورځې نه مې پلار هم ورسره ملګرے شۀ او زۀ هم ورسره شوم

پښتون: دَ هغې نه پس خو به په تاسو ډېرې سختۍ هم راغلي وي کۀ نۀ؟

غلام اکبر خان: او کنه دَ هغې نه پس دې پوليسو زمونږ په کور کښې څۀ شے نۀ ؤ پرېښے.  وهل مو خوړلي دي او ډېر وهلي ټکولي شوي يو.  هغه زمانه کښې به خلقو په چاټو کښې ګُړه ساتله هغه به ئې هم رانه وخوړله يا به ئې يوړله.  سرې جامې به ئې راکره نۀ پرېښودې.  غله چې به ئې ومونده نو هغه به ئې توئې کړه، غوړي چې به په لاس ورغلل نو هغه به ئې وخوړل

پښتون: تاسو پکښې جېل ته تلي وئ کۀ نۀ؟

غلام اکبر خان: پلار ئې راله شپږ مياشتې قېد کړے ؤ.  مونږ زميدار خلق وو غوايان ئې راله لېلام کړي وو. خو زۀ چرې جېل ته نۀ يم تلے.

پښتون: پلار ئې درله ولې قېد کړے ؤ څۀ جرم ئې پرې لګولے ؤ؟

غلام اکبر خان: ما خو درته ووې چې زۀ او پلار مې دواړه په خدائي خدمتګار تحريک کښې شامل شوي وو، فوځيان راغلي وو، زمونږ دَ کور تالاشي ئې اخستله، دَ زروبۍ يو صوبېدار ؤ هغه ورسره ؤ، هغه وخت کښې هغه دَ دې کلي مشر ؤ. پلار مې ايوې له تلے ؤ، کله چې هغه دَ ايوې نه راغے نو کور راکره فوځيان ناست وو او دغه صوبېدار صېب هم يو طرف ته په کټ کښې ناست ؤ، زما پلار سره دَ غوايانو چوکه وه او هغه صوبېدار ئې پرې ووهلو. بيا څۀ وو فوځيانو زما پلار راګېر کړو او ډېر زيات ئې ووهلو او بيا ئې جېل ته بوتلو

پښتون: تاسو به پوليس ولې وهلئ؟

غلام اکبر خان: مونږ به ټوپۍ بازار ته تلو پکټنګونه به مو کول نو هغوي به وهلو او ټکولو. زۀ وړوکے وم چې په دې تحريک کښې شامل شوے وم.  وړومبے وړومبے خو چې به ئې ونيولم نو وهلم به ئې نۀ. ما به شنه پټه غاړۍ ته اچولې  وه. يو ستورے به پرې جوړ شوے ؤ.  ټوپۍ به مې سره په سر کړې وه

پښتون: تاسو به ولې دکانونه لرې کېدو ته نۀ پرېښودل؟

غلام اکبر خان: څۀ وئيلے شم خو دَ باچا خان او دَ نورو مشرانو له طرفه به دا حکم ؤ او مونږ  به پرې عمل کولو.

پښتون: تاسو مونږ ته دَ خدائي خدمتګار تحريک څۀ خوبۍ بيان کړئ.

غلام اکبر خان: خدائي خدمتګار تحريک خو دَ ازادۍ تحريک ؤ او پښتانۀ ئې دَ پېرنګي دَ زور او ظلم نه خلاصول نو هغه ټول دَ خوبو ډک ؤ خو زۀ درته يوه خبره کوم او هغه دا چې زمونږ دَ سي ډي نظام ډېر مضبوط وو دَ هغې به بېخي حکومت ته پته نۀ لګېده. په مېنۍ کښې به جلسه وه او چې حکومت به څو خبرېدو خبرېدو نو جلسه ګاه به دَ خلقو نه ډکه شوې وه. هغوي مو حق حېران کړي وو.

پښتون: بيا به پوليس نۀ درتلل؟

غلام اکبر خان: ولې به نۀ راتلل خو بيا به دنيا خلق راغلي وو نو هغوي به څۀ کولے نۀ شو

پښتون : دا خبرونه به تاسو څنګه وړل راوړل؟

غلام اکبر خان: هغه زمانه کښې سائيکلې هم نۀ وې دغسې پياده  به تلو راتلو او خبرونه به مو وړل راوړل. پياز او ډوډۍ به مو دَ ځان سره واخستل او لرې لرې کلو ته به تلو. زمونږ دغه کسان دومره کلک وو چې کور به ئې هم حال نۀ وئيلو، خپل پلار ته به ئې هم حال نۀ وے نو دَ هغې نه به حکومت څنګه خبرېدو؟ 

پښتون: تاسو به په ټولو جلسو کښې شريکيدئ؟

غلام اکبر خان: په صوابۍ کښې چې به هر کلي کښې جلسه وه، هغې له به تلم. يوه جلسه به مې نۀ پرېښوده. سرې جامې مې جوړې کړې وې، پرېډونه مې کړي دي. ما به ډېره اوچته نعره وهله، دَ خلقو به ډېره خوښه وه؟

پښتون:  څۀ نعره به دې وهله؟

غلام اکبر خان: په جلسه کښې به مې نعرۀ  تکبير نعره وهله، فخر افغان باچا خان نعره به مې وهله. اوس مې هغه اواز نشته زما اواز ډېر اوچت وو، تر لرې لرې به اورېدے شو نو ملګرو به ماته وې چې هم تۀ به نعره وهې.

پښتون: بابا دا راته ووايه چې باچا خان څنګه سړے ؤ؟

غلام اکبر خان: يره، يوه خبره درته کوم او هغه دا چې دَ باچا خان په شان سړے په دې دنيا کښې نشته.

پښتون: باچا خان به تاسو ته څۀ نصيحت کولو؟

غلام اکبر خان: باچا خان به مونږ ته دا ډېر وئيل چې پښتنو يو شئ.  په هره موقع به ئې هم دا نصيحت کولو

پښتون: ستاسو دې کلي کښې داسې خلق وو چې هغوي په دې تحريک کښې شامل نۀ وو؟

غلام اکبر خان: او کنه دا پنشيان خلق وو  او دَ پېرنګي ملګرتيا به ئې کوله، مونږ به ورته تالي څټي وئيل. باچا خان  به مونږ ته وې چې دَ دې تالي څټو خبرې مۀ اورئ.

پښتون:  باچا خان به تاسو ته په جلسو کښې کومې خبرې کولې.

غلام اکبر خان: باچا خان چې هغه وخت مونږ ته کومې خبرې کولې، په هغې هغه وخت مونږ پښتانۀ نۀ پوهېدو خو اوس زۀ وينم چې دَ هغۀ ټولې خبرې رښتيا شوې. هره خبره ئې دَ کاڼي کرښه وه

پښتون:  تاسو دَ خپلو سختو خبره کړې وه نو دا به څۀ قسمه سختۍ وے؟

غلام اکبر خان: دا به وهل ټکول وو، دَ کورونو بې عزتۍ به وے. دَ پوليسو ګاډو ته به مخې ته څملاستو. ډېرې سختې مو تېرې کړې دي.  چې چا به ماليه نۀ وه ورکړې هغوي به ئې وهل ټکول او مشر به ئې ورته وئيل چې په پېسه ډب. يعني چې څومره پېسې وي دومره ډبونه به ئې وهل. دَ شپې به ئې حجره کښې څوک نۀ پرېښودل، پوليس به ګرځېدو او هېڅ بې هېڅه به ئې وهلو ټکولو.  دلته زمونږ يو مشر ؤ، هغۀ به حجره کښې رباب غږولو يوه شپه راغلل نو دَ هغۀ رباب ئې زمکې له راوويشتو او مات ئې کړو.  مونږ سره ډېر ظلمونه شوي دي

پښتون: څۀ مزېداره واقعه کۀ درته ياده وي نو هغه مونږ ته بيان کړه ؟

غلام اکبر خان: ډېرې راته يادې دي خو دا وخت مې ذهن کښې نۀ راځي چې ستاسو نه لاړ شم او ځان له کښېنم نو بيا به رايادې شي خو....

پښتون: تۀ کوشش وکړه کۀ څۀ درته راياد شو.

غلام اکبر خان: زما مور دومره په خدائي خدمتګار تحريک مئينه وه چې چا به په دې تحريک پسې څۀ بده خبره وکړه نو هغې به ورپسې دَ جامو وينځلو سوباړے راواخستو او په هغې به ئې وهلو

پښتون: بابا دا راته ووايه چې دَ باچا خان په شخصيت کښې هغه څۀ کمال ؤ چې ښځې او نر ورسره يو شان ودرېدلي وو؟

غلام اکبر خان: يره زۀ نۀ پوهېږم خو دا به لوئي الله ته پته وي، بس  خو چې چا ته به ئې خبره وکړه نو هغه به ئې ملګرے شو

پښتون:  دې پرېډ کښې به تاسو څۀ وئيل؟

غلام اکبر خان: سم لاس ته شه، ګپي ته شه، په ډوګو شه نور رانه هېر دي.

پښتون: ستاسو دَ پرېډ افسر به څوک ؤ؟

غلام اکبر خان: کله به څوک ؤ او کله څوک؟ زما پلار پکښې جرنېل ؤ

پښتون:  دَ باچا خان لباس به څۀ رنګه ؤ؟

غلام اکبر خان: ډېر ساده سړے ؤ، ساده باده جامې به ئې اغوستلې، وطني خامتا به ئې ډېره اغوستله. خوراک ئې ډېر ساده ؤ چې څۀ به تيار وو هغه به ئې خوړل. څۀ خو هغه زمانه کښې دا ښۀ خوراکونه وو هم نۀ او هغۀ خوړل هم نۀ.  

پښتون:  باچا خان خو تاسو ته دا نصيحت هم بيا بيا کولو چې دَ چا په کور به ناوخته نۀ ورځئ اوکۀ ورغلئ نو چې څۀ تيار وي هغه به خورئ.

غلام اکبر خان: او، دا نصيحت به هغۀ ډېر زيات کولو. دَ فضول خرڅۍ نه به ئې منع کولو او دا به ئې راته وې چې دَ چا په کور دَ شپې ناوخته مېلمانۀ کېږئ مه او کۀ چرته پېښ شوئ نو بيا چې څۀ تياره وي هغه به خورئ او مونږ پرې عمل هم کړے ؤ

پښتون: لکه تاسو دَ هغوي په دغه خبره عمل کړے ؤ؟

غلام اکبر خان: او بالکل او دَ هغۀ داسې خبره نشته چې مونږ پرې عمل نۀ وي کړے. تر اوسه مونږ دَ هغۀ په نصيحتونو عمل کوو. دا څومره وخت تېر شو ما دا خپله لار پرېښې نۀ ده. چرې بلې پارټۍ ته نۀ يم تلے، دې خپلو بچو ته مې هم وئيلي دي چې ووټ به صرف دې پارټۍ له ورکوئ، وصيت مې ورته کړے دے

پښتون:  بابا دَ خان عبدالولي خان باره کښې هم راته څۀ ووايئ کنه، دَ هغۀ سره خو هم ستاسو ملګرتيا پاتې شوې ده؟

غلام اکبر خان: ولي خان خو ولي خان ؤ کنه، اېغې نېغې خبرې به ئې کولې، دَ حکومت نه ئې سترګه نۀ سوزيده، ډېر نر او کلک سړے ؤ

پښتون:  په باچا خان او ولي خان دواړو کښې تاسو څۀ فرق محسوس کړے ؤ؟

غلام اکبر خان: او، ظاهره ده چې باچا خان ډېر لوئے سړے ؤ او ولي خان خو دَ هغۀ زوے ؤ نو دَ پلار په شان خو نۀ شو کېدے. خو په خپل ځائے ولي خان هم ډېر لوئے سياستدان ؤ، په پاکستان کښې زما په خيال دومره لوئے سياستدان نۀ  ؤ او نۀ تراوسه پېدا شو

(اووۀ ورځنے پښتون، ٤ فروري ٢٠١١ء)

-
بېرته شاته