(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کابل غرب د ایران پر اډې اووښتی

[15.Jul.2015 - 19:08]

 

لیک:ذبیح الله خورشیدي

د کابل ښار دشتي برچي سیمې ته که لاړشئ په ګڼو هټیو، کورنو، څلور لارو او ان  په ښوونیزو مرکزونو  به د ایران بیرغونه او د دې هېواد  د ستر مذهبي مشر ایت الله خامینه یي انځورونه ووینئ، چې په دېوالونو راځړول شوي چې په لیدو یې داسې برېښي ته به وایي، ښایي د ایران کوم ښار ته وراغلی یم.

دغلته د هزاره توکمو د مشر عبدالعلي مزاري څلور لارې هم ډېر کله د ایران په بیرغونو پوښل شوې وي او ان د هغه د انځورونو پرځای د ایران د مذهبي اخوند ایات الله خامنه یی انځورونه زړول شوي، چې په لیدو کتو سړی ډېر خفه شي.

په دې  سیمه کې ډېری هزاره توکم  ورونه مېشت دي، ډېری وخت داسې هم شوي  چې  په ډېرو هغو مسایلو کې به درسره لاس او ګریوان شي چې د ا افغانستان په پرتله د ایران ګټې له زیان سره مخ وي دا ډول وضیعت ډېر دردونکی دی .

اوس چې د ایران او نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ اټمي موافقه له ډېرو سختو ناندریو او بحثونو وروسته لاسلیک شوه د تهران پرځای په کابل کې ورته ډېر د خوښۍ مراسم جوړ شول.

ایرانیان خو ځکه د تهران واټونو ته د خوښیو لپاره را ووتل چې په هېواد یې د نړۍ د قدرت لرونکو هېوادونو اقتصادي بندیزونه لرې شول او ایران دا ثابته کړه چې له نړۍ سره یې تر ټولو اوږده لانجه د سیاسي لارو چارو حل کړه.

کابل چې د امنیت تضمین یې څوک نه شي کولای د دشتبي برچي سیمه په چراغانو ښایسته شوې وه هغه داسې چې پر ایران اقتصادي بندیزونه لرې کېږي .

تر ټولو د اندېښنې وړ خبره داده ، ډېرو هغو رسنیو چې د ایران له لوري تمویلږي د ایران او نړۍ شپږو قدرتونو ترمنځ شوې هوکړه یې په خپلو کورنیو خبرونو کې راخیستې وه او د هغو کارپوهانو نظرونه یې پرې راخیستې ول چې د کابل د ګټو پرځای د ایران ګټې ورته مخکې دي.

په دې کې خو د شرم ځای هغه ده  چې په ښکاره د ایران ویر او خوښي نمانځل کېږي دا چې تر شاه یې کوم کورني لاسونه دي ټولو ته څرګند دي.

له دې سره تر ټولو لوی شرم د ملي یوالي حکومت ده چې د افغانستان د بیرغونو پرځای د ایران بیرغونه په لارو او کوڅو کې ځړول شوي دي او د هېواد د ملي څېرو ځای د هېواد هغو دښمنانو نیولی چې تل یې د نیابتي جګړو او فرهنګي یرغلونو ملاتړ او رهبري کړې .

د ایران د فرهنګي یرغل په پایله کې  اوس د کابل څېرې  د تهران بڼه خپله کړې او د  افغان حکومت چوپتیا دا شوه چې اوس په ډېرې سپین سترګۍ د پردیو شوم هدفونه یو د بل پسې پوره کېږي او د افغانانو په زخمونو مالږې دوړول په درځ سره روان دي.

دا کابل دی، نه تهران

-
بېرته شاته