(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لندن: د اختر لمانځه خبرتيا

[15.Jul.2015 - 19:18]

 

د کوچني اختر  د مبارکۍ پيغام  او د اختر د لمانځه  خبرتيا!

په بريتانيا کې  د مېشتو افغانانو ټولنه،  د سپېڅلي  روژې  په پای کې ددې مبارک  کوچني اختر  په مناسبت، تاسو  ټولو لروبرو او په نړۍ کې  خوَرو افغانانو، په  بريتانيا کې اوسيدونکو  وطنوالو او د نړۍ  يونيم مِليارد مُسلمانانو ته  مُبارکي  وايي .

روژې، پرهېزونه، لمنځونه  او  عبادتونه  مو قبول  شه .

د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو ته، يوځل بيا، لمن نيسي او خواست کوي چې  د سپيڅلتيا او دُعاګانو په دې مهال، د دې  مبارک اختر د  لمانځه په پای کې زموږ  په محبوب تاريخي  هېواد افغانستان کې  ددې روان  ملت وژونکي  اوږده  وحشي جنګ او نيواک د ختم، زموږ د تاريخي پراخ هېواد د سرتاسري مِلي وحدت  او ډېر مُستحکم، ډېر زورور اوډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او وُلسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ .

د اختر لمونځ   به  د اختر په اوله  ورځ،  د ګهيځ په نهوبجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي .

تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو  وروسته،  د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .

دټولنیِ پته :                                                                                               

West Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN
020 8993 2129 & 020 8993 8168

سيدجان کارواني

په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ مشر

-
بېرته شاته