(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون وټاکل شو

[16.Jul.2015 - 18:36]

 

د ۱۳۹۴ لمریز کال د چنګاښ ۲۵مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد په انتخاباتي نظام کې د بنیادي اصلاحاتو د راوستلو، د انتخاباتو د سیستم د بنسټیز کېدلو، د آزادو، شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدلو، د ولسواک نظام د پیاوړتیا، د مشارکت د راجلبولو او په دولتي بنسټونو باندې د خلکو د باور پیدا کولو، د قانون د واکمنۍ او د انتخاباتي سرغړونو او تخلفاتو د مخنیوي په موخه د یو فرمان په ترڅ کې د انتخاباتي اصلاحاتو خاص کمیسیون وټاکه.

د دغه فرمان له مخې د سر څیړونکي مرستیال شاه سلطان عاکفي د رئیس، صدیق الله توحیدي د مرستیال، شاه محمود میاخیل د غړي، کاوون کاکړ د غړي ، محمد علي امیري د غړي، عبدالقدیر کریاب د غړي، بشیر فاروق د غړي، اسدالله سعادتي د غړي، فیض الله ذکي د غړي، صالح محمد ریګستاني د غړي،  صبرینا ثاقب د غړې، داکټره عالمه د غړې،  د عدلیې وزارت استازی عبدالمجید غني زاده د غړي او د ملګرو ملتونو استازی تادامیچي یاماموتو د غړي په توګه ټاکل شوي دي.

کمیسیون خپل فعالیتونه له دغه فرمان سره د دندو د ضمیمه شوې لایحې له مخې تنظیموي.

-
بېرته شاته