(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکوشني اختر مبارکي

[17.Jul.2015 - 13:48]

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند( پښتنو ن سوشل ډیموکراټیک پارټۍ) مشر،د څانګو مشران او د مشرانو جرګې غړي   د هیواد دننه او بهر ټولو پښتنو / افغانانو ته د کوشني (کوچني) نیکمرغه  اختر مبارکي   وائي

امید دی ،چې د اختر دا مبارکې شپې ورځې مو په خوښۍ  سره تیرې شي، تلپاتې سوله او ټیکاو رامنځ ته شي او پښتون وژنې ته دپائې ټکی کیښودل شي

په ډیر درناوي

**********************************************************************

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگه ،تاسو شرېفو افغانانواوستاسو درنوکورنيو ته د نيکمرغه کوچنی اختر د را رسیدو له امله زړه له کومې مبارکی اونېکې  هېلې وړاندي کوي .

تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت  د لوي اوبې نيازڅښتن تعلا له دربار نه  د نېکمرغه اوخوشحاليو نه  ډک  ژوند هیله کوو.

موږ دلوی څښتن په دربارته  لاسونه لپه  کوو او دعا کوو چې رب العالمين دي په خپل ستردرباکښي زموږ دولس طاعت اوعبادت  قبول  او دهمدې  الاهی طاعت اوعبادت په برکت ددې غمځپلې اوجگړې په ااورکې سوځېدلي ولس ،سوله ولس  ددې زورونکی اوزړه بوږ نوونکی حالت نه دتل لپاره  نجات ورکړي .

هيوادوالو!

موږ پدې پو هېږو چې  په افغانستان کي اوس اختر هغه اخترنه دی چې په کورونوکي  دنووکاليو،نکرېځو،خوښيو اوخندا ډکي خبري واورېدل شی .له بده مرغه زموږ دهيواد غوځ اکثريت دغم او مرگونی وير پر لمڅي ناست او اخترترينه هيردی .

دپاکستاني چارواکو،ايراني اخوندانو او نوروافغان دښمنوډلو دبربندنو او لاسوهنو له امله طالب اونورووسله والوډلو منفور کسان  اوقاتلان په يوه اوبل  نوم افغان وژنه ،ورانۍ اوماشومانو سرونوپرېکولوجهاد بولي .

دروغجن تبلیغکوی ورته وايي دبېگناه انسانانودقاتلانو اووژونکوپر وړاندي دجنتونودروازې پرانستل کيږي، ځکه خو دادی دسرپه سترگو یې وينو چې هره ورځ په لسگونوبې گناه انسانان د قدرت دتږواوهمدې گاونډو روزل سوو لخوادخپل خداي ورکړی ژوند نه محروم  اوپه شهادت رسېږې .

پر لوی څښتن باندي په توکل سره  پردې ډاډه  يوچې  يوه ورځ  به زموږ دهيوادوالوله غولي نه دغم اوناورين لمڅۍ ټول اوداپر اسلام،مذهب،ژبې اوتوکمی توپير باندي  سياسي اومذهبی سوداگر چي دافغان ولس په خواريو، زورونې، غمونواوافغان دښمنه گاونډيانوته په چوپړکښي خپله اودخپل  بهرنی بادار راتلونکې ويني ددې غيرتی ولس دنفرت اوکرکی له امله ورک سی .

موږ د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته  دکوچنی اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د خوښ،نېکمرغه  اوهوسا ژوندپيلېدوهیله کوو .

خداي دې وکړی چې ډير ژر دداسې يوې ورځې شاهدان اوسو کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس  ديوخپلواک  او سوکاله افغان  په توگه ،دنړيوالوسره دټولنيز ژوند په بېلابېلوبرخوکښي دسالمې سياليوجوگه وي.

دڅښتن تعالی له دربارنه هيله منديوچي ټول افغانان  دیووالي اوملي تفاهم دعينی گټوپه پوهېدوسره دملي گډزيار اوزحمت په برکت  دسرفرازی اوبريالتوب ورستيو مرحلوته ورسېږي .

موږ وپدې هېلو يوچي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،هره شپه ئې برات او ورځ ئې اختر وي .

په سويډون کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور

******************************************************************

ډیرو ګرانو دردیدلو،غم ځپلو،ټپي،ټپي او ویرجنوهیوادوالو!

 دسپیڅلي عقیدت اوارادت عبادات مودالله پاک په دربارکې مستجاب اوسه.

اخترمومبارک اونیکمرغه.

هو! هغه اخترچې درښتینو خوښیواوخوشالیوپرځای زما او ستاویرجنه موراو خورد خپل شهید وروراوشهیدې خورپه شناختوویرنې بولي اوورته لپه،لپه اوښکي نذرانه کوي ببرسر یتیمان په سپیروبارخوګانواوژړاندوسترګودخپل بابا اوادې قبرونوته سوي،سوي اسویلي باسي.

له بده مرغه زموږ اخترهم شهید شوی اوزموږدلرو برو کلو او بانډو څخه مودې،مودې وشوي چې خوښیوکډه کړي اوله شونډوموسکا اوخنداورکه شوي ده دهغه هسک اوڅانګه ورشنه چنارسیورې ته زموږدچم،ګاونډ نجونه اوپیغلي نه راځي په نکریزوسرولاسوچمبې نه وهي دچنارپه شنوپاڼوکې توروکارغانوځالې کړي اوپرسریې ټپوسان ناست دي.

هو!مودې وشوي چې زموږدکلي ځلمیانواومستوژڼو،اتڼونوته خپلې څڼي نه دي غوړي کړي اودمستې قلندري آتڼیزسروکي اوس هیرشویدي.

نوزه به په کومه ژبه دا اختر،اختر وبولم د ناهیلیواوبې وسیو څخه دژغورنې او ورکیدا په موخه دخپل رب سره مناجات کوم دځواکمن اونیاومن ذات دعرش دربارته دیتیمانوله تړموتړمواوښکوډکه لمن غوړوم اوپه چیغو،چیغوژاړم اوټول راسره لاسونه لپه کړئ چې لویه خدایه!لویه خدایه!ته زموږدافغانانوله سره دجابرو،مستکبروظالمانواوسخت زړوزورمندانولاسونه لنډکړې اوپه ګلالي ګران افغانستان کې دسولې ښکلی اورښتینی اختر راولې سوکالي اوخوشالي موپه نصیب کړې. آمین .

اختــــــر راغلــــی یــــاران نشتــه                       زه به په داسې اختر څه خوشــــاله ومـــه

اختر دې ماباندې په غـــــــم کــــړ                       په تامحشرشه یتیمان ښـــــیرې کـــوینه

نکریزي کیږده شناختوڅنګ کې                   شهیدجانان مې خپل لاسونه سره کوینه

ټول افغان ولس ته دخوښۍ اوسوکالۍ په هیله

بسم الله اکبري

۱۶/۷/۲۰۱۵

******************************************************

Lomritob Web

د لومړیتوب ویب سایټ اداري ډله هم په خپل وار ټول افغان ولس، د ویب سایټ لوستونکو، په ځانګړي ډول د پوهې او قلم خاوندانو او خپلو قلمي همکارانو ته د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وايي.
په دې هیله چې دا اختر مو په هېواد کې د تل پاتې سولې، کار، پرمختګ، په ولس کې د پوهې د ډېوې په روښانولو کې زموږ او ستاسې د نه ستړې کېدونکو هلو څلو د پیل ورځ اوسي.

اختر مو مبارک شه!

Milaad Asmai

أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِنْ دُونِ النِّسَاءِ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ.

عزيزانو، قريبانو، رفيقانو او احباب نزديکترينو!
د صلواتونو بارانونه دې پر تاسو برسات شي او د درودونو برف کوچونه دې وخوځېږي د جمله عارفانو، سالکانو، ادباوو او شعراوو پر طرف. باالخصوص پر طرف د لغمان د براعظم په کچه د لومړي متفکر. د مشرقي په کچه د لومړي عشوه ساز او کودک نواز. د افغانستان په کچه د لومړي مطرب ساز او دمساز. د اسيانه ميانه په کچه د لومړي عظيم الشکوت ناشر الکتوب والمجل...ة او د ټولې نړۍ په کچه د شپېتم سلطان‌الکتاب، شمس‌الحکما، فخرالاشراف، ملک‌الکتاب او ستر ولی الله محترم اسد الله خان دانش صافي لغماني او پېښوري پر طرف شتابان.

زه د عيدالفطر د دې پرعظمتې، عالي شوکتې او سلامتې ورځې په وياړ د خرسندۍ او شکسته نفسۍ د احرام سر ته ختلی يم او له هماغه ځايه ستر اخناتون، عاليجناب هامون، د وخت افلاتون، شواخون، حضرت اسدالله خان دانش صافي لغماني صاحب ته د هاتف اواز کوم چې نور دې بس کړي ناله او فغان له هجره د معشوق او رفيق مسافر خپل او بيا د حمدونو پر اوږو ورته د عيدالسعيد د مبارکباد رساله روانوم.

تاسو د فېسبوک د نړۍ مجازي باشنده‌ګان اګاه او ګواه اوسئ چې ما د صیرخلوت، غمخوار ملت، سالار امت. حسين نواز، بلند پرواز، جامعه باز، دهن واز او زبان دراز ستر ناشر الکتوب هغه فېسبوکي پوسټ ته د حيرت اوښکې باران او د ندامت سلګۍ دمباله دارې کړې چې په خورا حسرت يې ورپکې فرياد فرمايلی وو چې اختر راغلی، خو بنګړي يې نشته.

تاسو په دې يوه پارچه نرم افزار او خونکار عکس کې دلدل سوار، کبک رفتار، اهو رخسار، زلفي مار، طوطي نقار. د مهترلام سلاکار، د مياعلي بابا رويبار، د ښامارانو، نهګانو او پړانګانو يار. د باز محمد عابد عبادت، د انعام الله ګوهر رياضت، د اخوند دروېزه کرامت، د ادم ندامت، د حوا جسارت، د ابرهه بشارت، د يعقوب بصارت او د طوبی ندا ساپۍ خلاقيت، ستر اسد الله خان دانش صافی رضی الله تعالي عنه په خورا ازرده، افسرده او پژمرده حالت کې وينئ چې د قلب طفل يې ناارام دی په کوم پیمخي، لمر مخي او لغړ مخي نادان ماشوم پسې. يا هم حسرت زده دی زرغونېدو ته د خط پر چهره نازنينه او چاه زنخدان د کوم ښکلي باشنده د کوټه سنګي يا قصه خواني.

فلهذا
احبابو ته التجا کېږي چې باران کړي درودونه، پی در پی کړي صلواتونه او نثار کړي حمدونه پر خولۍ د ده، پر سپينه ږيره نازنينه ده، پر چوشمکو زره بينو، کټه بينو، لر وينو او مهينو د ده او بيا په شديدو الفاظو د اختر په مبارکيو باندې نوازش وکړي د دغه پيغمبر صفته، شېرين صحبته او ملامال له صداقته مشر ستر اسدالله خان دانش صافي لغماني صاحب رضي الله تعالی عنه.

د ‫‏لومړيتوب اداري ډله

**********************************

پښتو تلوېزيون

عربستان کې سپوږمۍ ليدل شوې دى، نو سبا د جمعى ورځ د کوچنى اختر لومړى ورځ ده. د پښتو تلويزيون بنسټ اېښودونکى مشر او ولسي خدمتګار خپلواک ملي سياستوال ښاغلى نور رحمان لېوال صيب په استازيتوب درنو هېوادوالو او د نړۍ ټول مسلمان امت ته د خوښيو، برکتونو او رحمتونو څخه ډکې د اختر د ورځو شيبو هيلې لرو او دعا کوو پاک خداى ج دې دا اختر د بشپړې سولې او امن اختر کړى، امين. پښتو تلويزيون د سهار له اتو بجو تر دولسو بجو په ژوندې بڼه اختريزې خپرونې لري چې درانه هېوادوال او مينوال د هېواد او ...

د افغانستان د سترې محکمې اعلامیه !
د هیواد د سترې محکمې او د سعودي عربستان د شاهي دولت د علامیې پربنسټ سبا جمعه د شوال میاشت لومړۍ نیټه چې د چنګاښ له ۲۶ مې نیټې سره برابره ده د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
د ټولو هیوادوالو دې اختر مبارک وي.نړۍ له ګوټ ګوټ څخه له دې خپرونو سره په ژوندې بڼه اړيکې کولاي شئ. د اړيکې شمېري په دې ډول دي:
٤٨٦ ٢٧٢ ٠٧٨١ د هېواد څخه دننه اړيکو له پاره.
٤٨٦ ٢٧٢ ٠٠٩٣٧٨١ د هېواد څخه دباندې اړيکو لپاره.

***************

د نېکمرغه کمکې اختر په ویاړ!
د کمکې اختر د بختورې ورځې د را رسېدو په مناسبت د لوی افغانستان ټولو پتمنو ولسونو اود مخکتاب ټولو ورونو اوغیرتي خویندو ته مبارکي وایم.
الله تعالی(ج) مو روژې، تراویح او لمونځونه په خپل دربار کې قبول کړه او
خدای(ج) دې د دې نېکمرغه کوچنې اختر په برکت په لوی افغانستان کې تل پاتې او همیشنۍ سوله راولي... امین ثم امین
ستاسو ورور انجنیر ماڼو ساپی

ماڼو ساپی

د اختر مبارکۍ اصلي حقدارې ټولې افغاني ښځې، خويندې او لوڼه دي، چې په دې ګرمۍ کې روژه په خوله په ورين تندي يې روژه ماتی او چربانګی تيار کړ، د ماشومانو پالنه يې وکړه او کور يې سنبال وساته. د ټولو دې اختر مبارک وي او په ځانګړي ډول دې ټولو افغاني ښځو ته اختر مبارک وي، الله تعالی دې د دوی د معصوميت له برکته په افغانستان کې سوله راولي.

Farid Bazger

*******************************

د نړۍ پر مخ !
د ويرونو ، دردونو ، د بورو ميندو د ساندو او جنازو له وطن نه !
خپلو خوروورو خپلوانو ، دوستانو ، عزيزانو او په اخير كى خپلو ټولو هيوادوالو او مسلمانانو ته د كوچني اختر مباركي وړاندى كوم ، الله ج دى په خپل رحم او كرم زموږ هيواد ته تل پاتى سوله راولي

Eng Zaheer

******************************

ګرانو ملګرو اختر امبارکئ قبول کړئ

Rahman Bunairee

******************************

یوه د ورور قبر له ځي بله د پلار قبر له
پښتنې خويندې شي والله زرې زرې اختر کې (د حامدالرحمن ملکزي کامنټ)

فيسبوك درنو ملگرو سلامونه او د كوچني اختر مباركي مي ومنئ پدي هيله چي دا اختر مو په گران هيواد كي د سولي او نيكمرغي د راتگ وسيله شي !!

Rafiullah Haidari

******************************

د خوشالئ اختر مو شه...د زړه له کومي د کوچني اختر مبارکي خپلو ټولو ښاغلیوو، آغلیوو دوستانو او د هغوئ قدرمنو کورنیوو ته وایم.
عیدفطر را به همه دوستان عزیز و فامیل های محترم شان از صمیم قلب مبارک باد میګویم.
Happy Eid ul Feter to all my respected friends and their respected families

Enayat Safi

******************************

اختر مو مبارک شه افغانانو

Abdul Qadeer Mutfi

******************************

ګلونو ملګرو!
مشرانو، کشرانو، همزولو، خویندو او وروڼو!
کوچنی اختر مو مبارک، الله تعالی دې دا اختر زموږ وطن ته د سولې، خوشالۍ، مینې، ورورولۍ او یووالې اختر کړي، رب العالمین دي زموږ او ستاسې عبادتونه په خپل دربار کې قبول او منظور کړي، الله تعالی دې راتلونکې اخترونه د سولې د سپین سباوون سره یو ځای راولي.
اختر مو بختور، عبادتونه مو د الله تعالی دربار کې قبول او منظور شه.

Gull Rahman Wardak

------------------------------------------------------------------------------------------------

ګلونو ملګرو!
مشرانو، کشرانو، همزولو، خویندو او وروڼو!
کوچنی اختر مو مبارک، الله تعالی دې دا اختر زموږ وطن ته د سولې، خوشالۍ، مینې، ورورولۍ او یووالې اختر کړي، رب العالمین دي زموږ او ستاسې عبادتونه په خپل دربار کې قبول او منظور کړي، الله تعالی دې راتلونکې اخترونه د سولې د سپین سباوون سره یو ځای راولي.
اختر مو بختور، عبادتونه مو د الله تعالی دربار کې قبول او منظور شه

Rezwanullah Shpoon

******************************

لمونځونه، روژې او دعاوې مو منلې،
د ژوند هره شېبه مو له غمونو او ويرونو خوندي،
اختر مو بختور!

Bahij Osmani

******************************

اختر اختر اختر اختر شه ژوندون
دلمر په شان مو منور شه ژوندون
خداي د تيارو نه په امان لری ټول
رڼـا رڼـا سحـر سحـر شـه ژونـــــدون
````````´`````````````````´´``````````````
راځـه پخــــــــلا شـه مـــــروره نـن اختـر دی کـــــــــــنه
وايـمـه تـاتـه د زړه ســــــــــــره نـن اخــــــــــــتر دی کنه

غــيږ می پرانـستی ده په منډه منډه راشه ګرانه
زمــا منـه لـــــــــــــږ زوره وره نــن اخـــــــــــــتـر دی کـنـه

په وريـن تـنـدي بـه مبـارک يو بـل ته وايو مـونـږه
دا ورځ ده ډيـــره بخـــتوره نـن اخـــــــــــتردی کـــنه

تــر څــو به لــری لــری گـرځــو نــه پـوهـيـږو ولـــــــی
شــه رانـږدی مـی تـر ټـــټـره نـن اخـــــــــتر دی کــــنه

راځـه چی درکـړمـه قلـم په دی خيالی گـوتو کی
نــوره ﻻس واخــله له خـنـجــره نـن اختر دی کــــنه

چـی پـری ماتـيږی کــــــکــرۍ زما او ستا بی ځايه
بــس ده گــوزار کــړه دا ډبـره نـن اخـــــــتر دی کــنه

پـريــږده نفـرت دونيا فـــــــــانـی ده محبت به کوو
زمــا انـجـــــــان واوره خــــــــــبـره نـن اخـتـر دی کـنـه

Daya Singh Anjaan

------------------------------------------------------

د نېکمرغه کمکي اختر د را رسېدلو په وېاړ ، ټولو هیوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي ېایم ۰د لوی خدای له درباره هیله لرم چي کړېدلو وطنوالو ته د سولي او سوکالۍ زېری شي

Naderkhan Katawazai

*******************************

سلام دکوچنی اختر مبارکی ټولو خپلوانو ملګرو هیواد والواو مسلمانانو ته وایم الله تعالی مو عبادتونه قبول کړه

Omar Bowra Zamani

****************************

S Zahid Khan

زما له طرمه ټولو مینه والو ته اختر ډیر ډیر مبارک شه.
الله مو ښاد او اباد لره.
ستا رور زاهد خان.

****************************

Riaz Hassan Yousafzai Gardiwall

د کوچنی اختر دمبارکۍ پیغام.
د کوچنی اختر د رارسیدو له امله ټولو افغانانو او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له تله د کوچنی نیکمرغه اختر مبارکی وړاندی کووم.
او دالله(ج)نه غواړم چی دا اختر د ټولو افغانانو د سولی او خوښۍ پیغام له ځان سره ولری
په اخر کی یو ځل بیا ټولو درنو هیوادوالو ته او په ځانګړی ډول خوږو او درنودوستانو او خپلی ټولی کورنی ته د زړه له تله د کوچنی نیکمرغه اختر مبارکی وایم
(((((((-(-(اختر مو مبارک شه)-)-))))))...
خو شاله،سوکاله،اباد،او دژوند په ټولو لارو چاروکی بریالی اوسی.
مننه ستاسی کشر ورور
ریاض حسن یوسفزي ګردیوال

****************************

Parwiz Sapy

په ما نورې روژې مه نیسئ شیخانو!
ما بیګا جانان لېدلی دی اختر دی .
هغوی چې پر فیسبوک راسره ملګري دي( اختر مو مبارک شه ! عیدتان مبارک ! ) هیله ده،چې نور دیو بل وژلو او سپکولو پر ځای یو بل منل دود کړو !
په مینه ستاسې ساپی

****************************

Ajmal Attak Yousafzay

اختر مو مبارک شه
درنو او خوږو ملګرو نيکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه , خدای تعالی مو ټول عبادات په خپل دربار کې قبول کړه او څښتن تعالی دې دا اختر د امن , سوکالۍ او ورورولۍ اختر کړي.

***************************

Elhammuddin Qiam

پدي پوھیږم چې ژړاده لورپه لورافغانه
اختراختردی مبارک دې شه غیورافغانه

خود اخترپه ورځ په ھغه چالعنت ووایه
چاچی راوړي دي جنګونه اوترورافغانه...
ا۰قیام

****************************

Shuja ul Mulk Jalala

د کوچنی اختر په ویاړ د قومی مشر ، سیاسی شخصیت او د کونړ پخوانی والی شجاع الملک (جلاله) د مبارکی پیغام .
د نیکمرغه کوچنی اختر د رارسیدو په ویاړ د نړی ټولو مسلمانانو او په ځانګړی ډول خپلو درنو زوریدلو او کړیدلو هیواد والو ته د زړه له تله مبارکی وایم او د خوښیو ډکی شیبی ورسره شریکه ووم خدای (ج) دی اوکړی چی د اختر رنګینی شیبی مو هیواد والو ته د تل لپاره د خوښیو دروازی بیرته او د غمونو دروازی اوتړی، په همدی هیله.
الحاج شجاع الملک جلاله

****************************

Alam Zeb Khalil

صبا اختر دې پرون سپوږمې نمر سره تللی وه او نن سحر ترې پاتی وه. موسم سم نه دې. په اسمان باندې وريځې دې. صبا اختر دې.. ټولو پښتنو ته دې وړکې اختر مبارک وې.

****************************

Mewa Gul Mangal

کوچنی اختــــــــــــــــر مو نیک مرغه او ورځې مو ګل ورینې
درنو هیواد والواو دلر اوبر ګرانوپښتنو کوچنی اختر مو نیک مرغه او ورځې مو ګل ورینې
د کوچنی اختر په مناسبت په کور دننه او دباندې ټولو هیوادوالو همدارانګه ټولو مسلمانانو وروڼو ته د زړه له کومی مبارکی وایم ، د لوی خدای( ج ) له دربار څخه په دی مبارکو ورځو کی د درستو افغانانو او مسلمانانو لپاره د خوښیو او خوشحالیو ځخه ډک د ارام ژوند هیله او ارزو...

****************************

Naeem Gardiwal

سبا د کوچنی اختر لمړی ورځ ده د نړی ټ‌ولو مسلمانانو په خاصه توګه افغانانو ته دی مبارک وی.

****************************

Abdul Wahab Zaheer

درنو دوستانو!
د نيكمرغه كوجني اختر د را رسيدلو به مناسبت تولو دوستانو ته مباركي وايم او د خوشحاله، ارامه او سوكاله شيبو دوعاء درته كوم.
لوي الله ج دي ستاسو تولو عبادات به خبل دربار كي قبول كري.
او الله ج دي د روزي د مباركو ورخو به خاطر به افغانستان او اسلامي نري كي سوله، ارامي او سوكالي راولي.
د شه صحت به خاطر ستاسي د دوعاء به هيله!...
مننه
داكتر عبدالوهاب زهير

****************************

Jaber Manzar

اختر مو مبارک!
لمونځونه؛ روژې او عبادتونه مو قبول شه، په ګران هيواد کې د سولې او ارامۍ په هېله.

"منظر"

****************************

پښتو تلوېزيون.

ليوال صاحب او دبشتو تلويزون محترمو كاركونكو ته سلامونه او نيكى هيلى وراندى كوو .
د كوجنى داختر درارسيدو له أمله تأسى ته ستاسو كورنيو ته أوتول مسلمان ملت مباركى وراندى كوو خداى د وكرى اختر مو به كران هيواد افغانستان كى د ستونزو دختم ، روشانه راتلونكى او دايمى سولى سبب وكرزى . مننه
زرغونه حميد طوطاخيل د بكتيا ولايت د ولايتى شورا وكيله او داكتر عبدالحميد طوطاخيل

پښتو تلوېزيون

د پښتو تلويزيون ولسي مشر او خپلواک ملي سياستوال ښاغلى نور رحمان لېوال صيب په استازيتوب تاسې او ستاسې درنې کورنۍ او ټولو درنوهېوادوالو او ټول مسلمان امت ته د برکتونو ډک اختر غواړو.

****************************

Hamdullah Arbab

اختر
که سبا چیرته اختر وي نو مبارک مو شه!
خو
ګوره چې د خپل اولاد پوره څارنه وکړی او پلاستیکي ټوپکې/تمانچې/پټاقۍ درنه وا نخلي.
مننه

****************************

Azizi Wardak

درنو او زړه ته رانږدی دوستانو او دنړی ټولو مسلمانانو ته دمبارکی پیغام
اسلام عـــــــــــــــــــــــــــــــــــلیکم ورحمت الله وبرکاتو
دکوچني اختر دراسیدو له عمله تاسی او ستاسی درنو کورنیو ته دزړه دکومی مبارکی وایم الله ج دوکړي چي دا اخترمو مو دخوښیو ډک اختر وي او هغه کورني چي دزړه ټوټي یی دلاسه ورکړي زموږ هیر نه دی او ددوي سره په غم کی ځان شریک بولم الله ج د زړه صبر ورکړی او هغوی ته دې الله ج جنت الفردوس نصیب کړی آمین ثم آمین

عزیزی وردګ

****************************

Rohullah Samoon

د كمكې اختر په مناسبت د مشر همدرد د مبارکی پیغام!

مشر همدرد د حزب اسلامی افغانستان د یووالی شورا ټولو غړو ، زمونږ د ټولنی ‌‌‌‌‌‌ډینامیک جریان (ځوانانو) ، ټول افغان مجاهد او ویاړلی ولس او په ځانګړی توګه د نړی ټول مسلمه امت ته د نيکمرغه کمکي اختر د رارسيدو مبارکي وايي.

افغان مجاهد ولس چې له دري لسیزو را په دې خوا د رنګارنګ ستونزو او کړاونو سره سره د روژې په مبارکه مياشت کې خپل عبادات ، صدقات او لوى رب العزت ته نيږدى کېدونکي غوره اعمال ترسره کړي، د خداى (ج) په لوى دربار کې ور...ته د قبلېدو لپاره لاس په دعا يم.

د دې کمکي اختر په شپو ورځو کې چې افغان ولس د هر اړخيزو ستونزو سره مخ دى په خپلو کې په پوره اخلاص ، صداقت، مينه، محبت او د خپلې اسلامي ورورگلوۍ له مخې يو بل ته مبارکي وايي.

الله (ج) ته په حرمینو کې لاس په دعا یم چې دا کمکى اختر مو په هیواد کې د روانو ستونزو ، جګړو ، ورور وژنو او د ناکاره نظام د اصلاح سبب شی.

په درناوی

الحاج جمعه خان همدرد

****************************

Khushal Khan Shinwari

سهیل جان او سیماجانہ ٹولو مسلمانانو ته دکوچنی اختر مبارکی وایی

****************************

Nisar Ahmad Ahmadi

روژياتيانو! د کوچني اختر مبارکي ومنئ. خپل سرتېري، وطن، اڼډيوالان او مسافر به دوعا کي ياد کړئ. زما مسافرو يارانو تاسو ته دي تر نورو ډېر مبارک وي.

ربه سوله!

****************************

Kamran Katawazi

تولو ملګرو ته دی کوچنی حکتر موبارکی وایم

****************************

Abdull Satar Saadat

لکه چې سبا اختر دی

تاسې ټولو ته دې مبارک وي.
رب مو خوشاله لره.

****************************

M Qadir Hijran

ټولو په ځانګړي ډول په زړه زخمي هېوادوالو ته د اختر مبارکي وایم الله پاک د د صبر پټۍ د ددوی په زخمي زړونو ولګوي ، رب العزته نور مو ګران هېواد ته تل پاتې سوله راولې .

****************************

Abdulwahab Sarter

سبا اختر دی چې شپه تېره شوه سحر شو آشنا
کـــــلکه بــــــه غېږه درکومه چې اخــــتر شو آشنا

****************************

Nazir Ahmad Momand

په عمومی توگه تولو مسلمانانو ته او په خصوصی توگه تولو ملگرو او دوستانو ته د کوچنی اختر( عیدالفطر ) د رارسیدو په مناسبت د زره له کومی مبارکی وایم . الله تعالی مو بریالی، شاد او آباد لره. عبادتونه مو د الله په دربار کی قبول شه.

****************************

Nazeer Sahaar

خپلو ټولو ملګرو او دوستانو ته د کمکي اختر مبارکي وایم.
که یوبل مو سره ونه لیدل، همدا فیسبوکي مبارکي مې ومنئ.
هیله من یم همدا اختر مو د سولې او نېکمرغۍ پیل شي.

****************************

Ebadullah Yousafzai

دوستانو دهلمند خلک واي سل % فیصده سبا دخیره اختر دی تاسي ټولوهیوادوالوته دزړه له کومی دکمکی اختر مبارکی وایم مبارک موشه

****************************

Aziz Khan Hotak

اختر مو بختور
اختر دې تاسو او ستاسو درنو او محترمو کورنيو ته مبارک وي.

****************************

Tajali Sabir

د مبارکی پیغام:
ټولو دوستانو ته د عید سعید الفطر د رارسیدو په مناسبت د مبارکی مراتب وړاندې کوم ، او د الله ج له لوی دربار څخه د ټولو عبادتونو د قبلیدو او په ګران هیواد افغانستان کې د دایمي سولي دعا کوم. امین یاربه ثم امین.

Ruhin Mir Nawaz

قدرمنودوستانو.
دنیکمرغه کوچنی اختردرارسیدوله کبله تاسواو ستاسودرنوکورنیوته دزړه له کومی مبارکي وایم.
دپاک الله له درباره هیله کوم چه نورزموږپه ویاړلی اوغم ځپلي هیوادکی دجنګونواورمړاوپه ځای یی دهمیشنی اوسراسری سولې لمن په هره خواخواره شی.

Khyber Agha

د لر او بر تولو پشتنو او د نری تولو مسلمانانو ته د کوچنی اختر مبارکی وایم
اختر مو دیردیر مبارک شه

Iqbal Hussain Afkar

پښتنو مینه والو سلامونه او پیرزونی وړاندې کوم هیله من یم چی روژکې مبارکه میاشت به مو ښه تیره شوی وی.زه تاسو ټولو ته د واړه اختر مبارکی وایم او په دې نیکو ساعتونو کې لاس په دعا یم چی الله دې زمونږ په دې منطقه کې امنیت راورلیي

______________________-

Ibrahim Ghakhtalai

سلامونه او نیکی هیلی
د نیکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له کبله د نړۍ ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه د افغانستان متدین ولس او دفیسبوک درنو او خوژو ملگرو ته د زړه له کومي مبارکي وایم.
لوی څښتن جل جلاله دي پخپل فضل او کرم سره زموږ په هیواد کی د تل لپاره دسولی بیرغ ورپیژی تولو شهیدانو او مرو ته دی الله ج جنتونه ور په برخه کری او کورنیو ته یی لوی صبر غوارو ناروغانو ته دعاجلی اوبشپری روغتیا غوشتونکی یو. په درنشت

Allahmir Bahramzai

دکوچنی اختردمبارکی پیغام : زه هم دکوچنی اخترمبارکی ټولوته وړاندی کوم او دهرافغان په شان پاک رب ته سوال کوم چی دغه اختردسولی اونیکمرغی پیل اختروی چی ددی اخترسره سم دافغانانوهمیشنی ارمان چی سوله ده پوره شی

Safiullah Samoon

اختر مو مبارک عبادتونه موقبول
الله ج دی وکړی چی دا اختر مو د ګران وطن د پاره د سولی او نیکمرغی
انګیزی د ځان سره راوړی

Iqbal Azizi

نيكمرغه كوچني اختر مو مبارك شه،
د سوكاله، هوسا او پرمختللي افغانستان په هيله
محمد اقبال عزيزي

Marjan Azizi

السلام علیکم و رحمت الله تولو افعانانو ورونو خویندو کوندو یاتیمانو مسافرو او یارانو دوستانو ته د نیکمرعه کوچنی اختر مبارکی وراندی کوم خدای ج د زمونز فه وطن کی سوله آرامی راولی. سسسسسسسسسوللللللللللللهههههههههه غوارو سوله او سوکالی مو فه نصیب شه افعانانو.ستاسی ورور مرجان الله عزیزی

Samiullah Lemar

د فیسبوک په نړۍ کې میشتو ملګرو!
نیکمرغه کوچنی اختر مو بختور شه او هره شیبه مو د اخترشه:
په دې هیله، چې دغه کوچنی پیلیدونکی اختر مو په ټول هېواد کې د تل پاتې سولې پیلامه شي.
په درنښت تاسو ورور لمر

Latif Yad

مه راځه اختره !
ای اختره زموږ کلي ته مه راځه !
دلته خوشالیو کډه کړې ده
دلته خوشالۍ نشته غمونه دي
دلته عذابونه، کړاوونه دي...
دلته مو کوروران دی په بمونو کې
دلته مو بچیان لیت پیت په وینو کې
دلته یتیمان شور او فریاد کوي
میندې او پلرونه داد فریاد کوي
دلته په هر کور کې ژړاګانې دي
دلته په هر کور کې چغې ساندې دي
دلته څوک بې پلاره،څوک بې زویه د ي
دلته څوک بې وروره، څوک بې موره دي
دلته جنازې دي، کفنونه دي
دلته ادیرې دي اوقبرونه دي
دلته د چا لاس، دچا پښه نشته
دلته دچا سر،دچا تنه نشته
دلته دمرګو سوداګر راج کوي
دلته دپردو نوکر تاراج کوي
دلته د هماکې دي او چاودنې دي
دلته داغیارو لمسونې دي
دلته ورور دبل ورور قاتل شوی دی
دلته یو هابیل بل قابیل شوی دی
نو ای اختره!
زموږ کلی ته مه راځه !
دلته خوشالیو کډه کړې ده
دلته خوشالۍ نشته غمونه دي
دلته عذابونه ،کړاوونه دي
(یاد)
دلته مو کوروران دی په بمونو کې
دلته مو بچیان لیت پیت په وینو کې
دلته یتیمان شور او فریاد کوي
میندې او پلرونه داد فریاد کوي
دلته په هر کور کې ژړاګانې دي
دلته په هر کور کې چغې ساندې دي
دلته څوک بې پلاره،څوک بې زویه د ي
دلته څوک بې وروره، څوک بې موره دي
دلته جنازې دي، کفنونه دي
دلته ادیرې دي اوقبرونه دي
دلته د چا لاس، دچا پښه نشته
دلته دچا سر،دچا تنه نشته
دلته دمرګو سوداګر راج کوي
دلته دپردو نوکر تاراج کوي
دلته د هماکې دي او چاودنې دي
دلته داغیارو لمسونې دي
دلته ورور دبل ورور قاتل شوی دی
دلته یو هابیل بل قابیل شوی دی
نو ای اختره!
زموږ کلی ته مه راځه !
دلته خوشالیو کډه کړې ده
دلته خوشالۍ نشته غمونه دي
دلته عذابونه ،کړاوونه دي
(یاد)

Abdulhameed Jalili

د کوچنی نیکمرغه اختر مبارکی ټولو ملګرو ته وړاندی کوم. الله تعالی دی زمونږ هیوادوال او د نړی مسلمانان په همیشنی خوشحالیو ونازوی.
تقبل الله منا و منکم صالح الاعمال کل عام و انتم بخیر:

یا رب لا یأتی فجر یوم العید علی أی بیت من بیوت المسلمین الا و قد ملأته فرحا و سعادتا و فککت کرب أهله و یسرت لهم أمرهم و شفیت مریضهم و فرجت همهم و أذهبت حزنهم و رزقتهم من من حیث لا یعلمون.

سيدمرجان هڅاند

څوک چې زما دا پوسټ ویني، زما له اړخه دې ورته اختر مبارک وي.

Akhtar Gul Paktin

ګرانو هیوادوالو او په ځانګړی ډول د فیسبوک خوږو ملګرو ته د کمکی اختر په را رسیدو سره سم د زړه له تله درته اختر مبارکی وایم خدای دی وکړی چی یو نیکمرغه او د سولی په فضاء کی یو سولیز اختر ولری په همدی هیله

په ما نوری روژی مه نیسی شیخانو
ما پرون جانان لیدلی دی اخـــتر دی

Khyber Agha

په سلامونه اونیکوهــیلومــوهرکلی کوم.پـــس له ســـلامـه ګرانو تاسو اوســـتاسی قدرمــــنی اوباعزتـه کورنی ته دګوچنی اخـــــترمـــبارکی وړاندی کوم اودسپیڅلی رب دعظیم دربارنه درته دګناهونودمغفیرت اودعباداتودقبــولی غوښنه کوم الله تعالٰی دی وکړی چی دغه ګوچنی آخـــــترزمونږاوســـتاسی او دګران اوباعزته افغانـستان لپاره یو دخوشحالی سولــی مــینی محــبت او دشرافت آخــــتر و اوسی آخــــــترمو بخـــتورشه روژه موقــبولی شه.

Nisar Ahmad Ahmadi

افغان سرتېري خپلو هېوادوالو ته د اختر مبارکي وايي.

Ajmal Hodman

د سترې محکمې له اعلان سره سم سبا جمعه د اختر ورځ ده ټولو هېوادوالو ته دې مبارک وي. په هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ په هیله،
رب دې زموږ عبادتونه قبول کړي او خدای ج دې له دې وروسته په هېواد کې امن او ورور ولي راولي

درنو اوجگړه ځپلوپتمنو هيوادوالوو!

Khairullah Gardiwal

اختر مو مبارک شه

سعيد زابلی

نيكمرغه كوچنی اختر مو مبارك شه، روژې، تراويح او ټول عبادتونه مو د لوى خداى په دربار كې قبول شه.
او الله پاك دې زموږ په وطن كې تلپاتې ‫#‏سوله او ارامي راولي، امين ثم امين
او راكړى فيسبوكي غاړې

< دا آزاد شعر مې له نن څخه څه د پاسه دیرش کاله مخکې لیکلی دی، خو له هغې نیټې او له هغه وخت نه اوسنیو حالاتو سره ښه اړخ لګوي. هماغه اختر ته چې ما دا شعر لیکلی بیا او بیا او بیا راغلی دی. ما بیا له ځان سره و ویل: دا هم اختر، بیا هم اختر، ته به غواړې که به یې نه غواړې، دی به را روان وي، ستا له زړه نه او ستا له ټپونو نه به وینې څاڅي، خو دی به ور در ته را وهي چې دغه یم راغلم. د یو یار دا خبره مې څو ځلې ورته په ټیټ آواز هم ویلې او په لوړ آواز هم: «زه کور کې نه یمه، ور مه راوهئ!» خو دی بیا هم را روان وي. ته او اولاد به دې، ته او کلیوال به دې، ته او وطنوال به دې، په نس وږي په تن لوڅ په زړه غمجن، د ټوپک د شپیلۍ د ماتیدو په هیله شیبې په ګوتو شمیرې، خو دی دا پنځه دیرش کاله کیږي چې په وینو لړلی را روان وي او وايي: دا یمه، راغلمه، اختر یمه، که مې څوک غواړئ، که نه غواړئ، زه راغلی یمه!!! څو دیرش کاله مخکې هم زما ځواب ورته همدا و او اوس هم همدا دی: اختر مبارکي چې ته نه ېې خوښي نه شته خلک وږي رنځوران دي او د جنګ لمبو کې سوځي زه به څنګه او په کوم مخ څه له پاره په کوم ویاړ به چا ته ورشم ور ته وایم چې: اختر دې مبارک شه!؟ د ۱۳۶۳ کال د د سنبلې پنځه لسمه کابــــل، افغانستان (مروره مځکه،۵۵ مخ) پوهندوی آصف بهاند دادی روژه هم پای ته رسېږی او اختر پیلېږي ، دمسلمانانو اختر مانا داچې خلک به خوښي کوي ، خو له بده مرغه دافغانستان خلکوته له ډېر کلونو راهیسې هسې اختر چې دوې یې په ريښتنې توګه ونمانځي شتون نه درلود. له کله نه چې په افغانستان کې کمونستی کودتاه وشوه له همغې ورځې دهیواد دخلکو بدمرغۍ په ستره کچه پېل شوې. مهاجرتونه پیل شول، زموږ هېوادوال یو شمېریې زندانونو ته واستول شول، یوشمېر یې په شهادت ورسېدل ، څه معیوب شول او څه هم دخپلو خپلوانو په وير کېناستل ، دغو بدمرغیو نه یواځې داچې نیغ په نیغه زموږ خلکو ته جسمی او رواني زیانونه وروسول ، بلکې زموږ کورونه او کلې او اقتصادي او فرهنګي بنسټونه یې هم را وران کړل . له همغه وخته تراوسه پورې زموږ خلکو په ریښتنې زړه او خوښې سره بیا دخپلو خوښیو ورځې ونه نمانځلې. په نړۍ که چې څومره جګړې شوي ، او په هرهیواد کې چې څومره بدمرغۍ راغلي خو بیا یې پای موندلی دی، مګر دا دافغانستان ستونزې دادي وروسته له دومره اوږدې مودې هم پای نه مومي . داسې ویل کیږي چې دافغانستان جګړې او ستونزې دنړۍ دمعاصر تاریخ د اوږدې جګړې په توګه ارزول شوی چې لاهم دوام لري. دا څرګنده ده چې ستونزې په خپله پای نه مومي بلکې یو حرکت او یوه یون ته اړتیا لري ، نو دافغانستان خلک باید ددغه حرکت لپاره په ټینګه یون پیل کړي څوچې یې بدمرغۍ پای ومومي. یوه ښه زمینه چې برابره شوې هغه دسولې نوي خبرې دي چې دملي یووالي حکومت په نوښت پیل شوي دي ، دبېلابېلو هیوادونو په ګډون چې دسولې په اړوند خبرې کې شوي ، دادی په وروستیو کې د پاکستان هیواد داسلام آباد په ښارکې دافغان دولت داستازو او مخالفینو داستازو ترمنځ نیغ په نیغه په هېواد کې دسولې په اړوند خبرې شوي او دواړو لورو ژمنه کړې چې دغو خبرو ته به وروسته له اختره دوام ورکوي. دخبرو په اړوند هم کورنئ او هم نړېوال غبرګون مثبت اټکل کېږي او دپاکستاني مقاماتو وروستۍ څرګندونې دا جوتوي چې دغه هیواد هم اوس دې ته راضي شوی چې دافغانستان دسولې په بهیر کې مرسته وکړي. وروستۍ خبرې ترنورو خبرو ځکه هم یو څه امیدوارونکی او له هیلو ډکې دي چې په لومړي ځل ددولت دوسله والو مخالفینو استازي له افغان دولت سره حاضر شوي چې مخامخ خبرو ته کیني او له نیکه مرغه چې ددغو خبرو پایله هم دشنونکو له لوري مثبته ارزول شوې ده . په دې اړوند د ملګرو ملتونو دامنیت شورا ، د سپینې ماڼۍ ، دناټو سازمان څرګندونې دا جوتوي چې په دې برخه کې به نړیوال ملاتړ هم دوام ومومي، او په مذاکراتو کې دناظر په توګه د امریکایی او چینایی استازو ګډون خپله ددې خبرو دښو پایلو لپاره یو شین څراغ دي چې کیدای شي افغانانو ته ددوی دهیواد داوږدې کشالې په ختیمدو کې انشاالله مرسته وکړي. سره له دې چې زموږ دهیواد دښمنان او یو شمېر کړۍ نه غواړي په افغانستان کې سوله کراری او داسې نظام چې په هغه کې دافغانستان دخلکو او دهیواد ګټې نغښتې وي پلی شی، خو دا دهیواد دخلکو دنده ده چې پرېنږدي دهیواد دښمنان خپلې دغې موخې ته لاسرسی ومومي. زموږ دهیواد ریښتیینی اختر به هم په ريښتیا سره هغه وخت وي چې په هیواد کې زموږ ټول هیوادوال سره څنګ ترڅنګ راټول وي ، بهرنیان زموږ په هېواد کې مداخله ونه کړي او زموږ د واکدارانو په څېر له موږ سره مخامخ نه وي بلکې واک زموږ دخپلو خلکو وي ، او هغه نظام چې دافغانانو غوښتنه ددوی کلتور او دین یې ایجابوي او ملي ګټې په کې تامين وي په هیواد کې پلی شي . په دې هیله چې ددې تېرې مبارکې روژې له برکته اوهم دخلکو دعبادتونو او دعاګانو له برکته زموږ په هیواد کې بشپړه سوله تأمین وي او موږ دپرمختګونو پرلوراو چت ګامونه واخلو او هم له نورو سره دسیالیو جوګه شو. حقیق اختره راشې په خوښې خوښې هرکله راشې راوړې له ځان سره خوښې په هر کور کلې راشې خو زه دې دا ځلې د تیر په شان لمانځلی نشم اختره لاړ شه بیا دې خوښه چی هر کله راځې ما ته یادیږې په اختر کې د مور سره لاسونه... نشته خوشبو یې د نکروزو نو بیا ولې راځی ؟ اوس یې یادونه لا تازه دې په انګړ کې زمونږ اوس لږ ایسار شه ځه وخت تیر شې بیا به هله راشې نجیبه احمدزۍ ******************* script type="text/javascript" src="//ajax.cloudflare.com/cdn-cgi/nexp/dok3v=73806ac11c/apps1.min.js"> -
بېرته شاته