(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر راج ولي شاه خټک پر مړینه

[20.Jul.2015 - 19:45]

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې  د پښتو ژبې  پیاوړی لیکوال، شاعر او د پښتو عصري ادب وتلی سړیتوب (شخصیت)، څیړونکی او نقاد  ښاغلی ډاکټر راج ولي شاه خټک  نن د روان دوه زره پنځلسم کاال دجولاې په شلمه نېټه  د گل  ( دوشنبې ) په ورځ د زړه د دریدو له امله  لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي کړي

انا لله و انا اليه راجعون

ډاکټر راج ولي شاه د خپلې کورنۍ سره سوات نه بیرته را روان وو چې ملاکنډ سره پرې په زړه دوره راغله او ساه يي ورکړه. 

ډاکټر راج ولي شاه د نوښار ضلعې په ډاگ اسماعیل خیلو کلې کې په کال ١٩٥٢ کې د قدیم شاه په کور کې زیږیدلی وو او زده کړې ئې په پیښور کې تر سره کړې وې.

ډاکټر راج ولي شاه خټک د پیښور  پوهنتون(یونیورسټۍ) نه د ایم ای ډگري ترلاسه کړه او بیا د پښتو اکیډیمۍ مشر په توگه يي  دنده ترسره کړې.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دارواښاد ډاکټر راج ولي شاه خټک په بی وخته او ناڅاپی مړینه  د زړه له تله خواشیني څرګندوي او داراواښاد مړینه پښتون ولس ته  نه جبران کیدونکی زیان بولي او د ارواښاد ډاکتر راج ولي شاه خټک درنې کورنۍ، خپلوانو ، دوستانو او ملګرو سره په دغه دروند غم کې ځان  شريک ګڼي. ارواښاد ته د لوې خدای ج  له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوي.

روح دی ښاد وي .

په درناوي

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
---------------------

ډاکتر راج ولی شاه خټک 1952نه تر2015پوري
رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه
راج ولي شاه خټکدتحصیل نوښاردچراټ په سیمه ډاګ اسماعیل نومي کلي کښي په کال1952کښي سترګي پرانستلي دي.لومړۍ زدهکړې هم له هغه کلي څخه کړي دي بي اې اوپښتوادبیات کښي یې ایم اې ډګري دپښېورپوهنتون نه ترلاسه کړې ده.هسي خودساینس لوستونکی ووخوپه کال 1972کښي لاره بدله کړه اودپښتوادب دکاروان لمن یې ونیوله.دفن اوادب یې استاذان ارواښادعبدالغني خان،ارواښادحمزه باباشینواری اوارواښادقلندرمومنددی چي ډیرڅه یې تیرنه زده کړي دي اوارواښادحمزه باباخوسره یې روحاني تړون وو.دکال1979 نه پښتواکیډیمی پېښورکښي دتحقیق کارته ملاتړلې ده.هم هلته نه یې دپي ایچ ډي ډګري واخستله.په ادبي میدان کښي په نظم اونثردواړوکښي ښه پوهه لري خوپه شاعري کښي یې زیات ترد طبعي میدان غزل دی.په غزل کښي تصوف رومان اوحسن سره تعلق لري.غزل یې داستعارو، کنایواوتشبیهاتویوه ښکلې هینداره ده.راج ولي شاه په پښتوادب کښي ځانته خپله مقام لري ډیره موده ارواښاددپښتواکیډیمي پېښورمشرپاته سوی.ارواښادپرون له دې پاتي نړۍ نه لاس واخیستی اروادې ښادوي.
څوک په لاروکښي ازغي کري نیک نام شي
څوک بیاتابیادسروګلونووکړي بدنام شي
دادعدل کوم اندازدی لږمي پوهـ کړه
چي زلفي چاته ټال اوچاته دام شي
څوک یودوه قدمه واخلي ترتادرشي
دچالښې په مزل مات شي ناکام شي
نه پوهېږم پښتنه بې باکه مینه
داشنابه وړاندي ولي احترام شی
مستي هغه خودکیف رنګ یې جدادی
سړیتوب کله حمزه کله خیام شي
بیاپه تمه دوصال مي واوري پریوځي
چي داستادکلي غرونوته مي پام شي
هرطلب له یوامیده پیداکېږي
کوم امیددی چي داستادطلب نام شي
دولي سدابهارخودسره فکره
سپرلی نه دی چي دشپوورځوغلام شي
  

-
بېرته شاته