(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکټر راجولي شاه خټک اخري دیدار

[21.Jul.2015 - 20:44]

میافاروق فراق

دپښتو ژبې ستر دانشور،نقاد،محقق اؤ شاعر ډاکټر راج ولي شاه خټک چې دگل په ورځ دزړۀ ددورې له امله وفات شوى ؤ دخيبرپښتونخوا دنوښار پخپل پلرني کلي ډاگ اسماعيل خيل سيمه کې خاورو ته سپارل شوى دى.
دهغه دجنازې مراسمو کې دخيبرپښتونخوا صوبې دگټ گټ څخه شاعرانو، اديبانو،ليکوالو اؤ دهغه شاگردانو برخه اخستې وه ، خو ولې په دغه جنازه کې هيڅ يو لوړپوړى حکومتي يا سياسي مشر نۀ دى شريک شوى.
درې شپيته کلن پروفيسر ډاکټر راج ولي شاه خټک دپښتو اکيډيمۍ ډائريکټر پاتې شوى ؤ اؤ شاعرۍ، تحقيق اؤ تنقيد په ميدان کې دگڼو کتابونو خاوند ؤ.
دپښتو ادبي تحريکونه په موضوع يې دپي ايچ ډي ډگري هم ترلاسه کړې وه،دډاکټر راج ولي شاه خټک دماشوموالي اشنا اؤ لويې دانشور پروفيسر ډاکټر يارمحمد مغموم دهغه په مړينه خپلو تاثراتو کې وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې راج ولي شاه خټک دخپل دور يو ښه نقاد،محقق اؤشاعر ؤ.
هغه وويل نوموړى يو علمي شخصيت ؤ اؤ دتحقيق اؤ تنقيد د اصولو په رڼا کې يې پښتنو ته تحقيقي اؤ تنقيدي ليکل پريښي دي.
ډاکټر يارمحمد مغموم زياته کړه پښتو ادب ته دهغه په مړينه يو ستر زيان اوښتى دى.
پروفيسر ډاکټر راج ولي شاه خټک چې دادب سره سره يې دتعليم په ميدان کې هم زيات خدمات ترسره کړي وؤ دپاکستان حکومت ورته په غوره علمي اؤ ادبي خدمتونو تمغه امتياز ورکړې وه.
هغه دپښتو ديوې متفقه املا دپاره هم گټورې هڅې کړې وې.
دافغانستان لويې اديب اؤ نقاداستاذ محمد اصف صميم دډاکټر راج ولي شاه خټک په ناڅاپي مړينه دسخت خفگان څرگندونه کړې اؤ ډيوه ريډيو سره يې په خبرو کې وئيلي دي راج ولي شاه يو داسې شخصيت ؤ چې په مړينه يې يواځې خپل کور اؤ علاقه نۀ ده درديدلې بلکې ټول پښتون قام پرې ديو ستر اؤ بې بدله ليکوال څخه محروم شوى دى.
هغه وويل دعلم په ډگر کې چې پښتانۀ وروسته پاتې دي راج ولي شاه دغه خلا پوره کوله، خو ژوند ورسره وفا ونۀ کړه اؤپښتانۀ دهغه دمينه ناک اؤ علمي شخصيت څخه محروم شول.
ډاکټر راج ولي شاه خټک چې دخپلې ځوانۍ زيات وختونه يې داميرحمزه خان شينواري ، غني خان اؤ قلندر مومند په څير سترو عهد سازو شخصياتو سره تير کړي وؤ ديو درويشانه طبيعت مالک ؤ اؤ دپښتو په وده کې يې تل ستړې گاللې وې.
دپښتو ستر انقلابي شاعر رحمت شاه سائل ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل پښتنو ته چې به دادب اؤ علم په ميدان کې کومه مهمه مسئله پيدا شوه نو هغوي به يې دهواري دپاره ډاکټر راج ولي 
شاه خټک ته رجوع کوله.

-
بېرته شاته