(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بزګر پېښور

[22.Jul.2015 - 19:13]

د پېښور ښار جوماتونه او سر کاري امامان

لیک: م اشنا  (درېنۍ، شوال ٥/ ١٤٣٦ هـ ، جولايي، ٢١/ ٢٠١٥ ز)

قاري صيب نسلاً پښتون نه دی نيکۀ يې د انګرېز، هندو په ملي پوليسو کې څه نا څه ٩٥ کال پخوا هغه وخت د پېښور په بالا حصار کې دنده درلوده، د کورنۍ اصلي ځای پنجاب دی. له هماغه وخت راهيسې په پېښور کې اوسېږي چې اوس يې کورنۍ او مورنۍ ژبه پښتو شوې ده. په ٢٠٠٣ز کال کې د فضل رحمان او د قاضي حسېن په مشرۍ کې د مولايانو حکومت وو قاري صيب يې هم په کې له ځان سره نيولی وو. خو قاري صيب ورسره ونه چلېد او په ٢٠٠٥ز کال يې له حکومتي څوکۍ ودنګل. څوکۍ د قاري صېب خبره دومره پاور فل نه وه د کيسه خوانۍ په يوۀ جومات کې تشه سرکاري نوکري وه. د قاري صيب خبره ده چې په ښار کې دننه ټول جوماتونه سرکاري دي او امامان يې د اسلامي دين پر ځای د سرکار احکام عملي کوي.

 د قاري صيب او زموږ هوجره، جومات ګډ دي. روغ، رنځور تپوس ته مازيګر زموږ کورته راغلی وو. په بېټک کې زما په ګډون د قاري صيب څلور نور مقتديان هم  را سره ناست وۀ.  د هرې شخړې، کشالې، او د پېښور پر غمجنۍ مو د تورو چائيو پيالۍ تشه ولې. يوۀ مقتدي وويل قاري صيب اغه بله ورځ خو جماعت اسلامي والا بيا راوتي وۀ د فرانس جنډې ته يې اور ام واچو  او کيسه خانۍ بازارنه بيا چوک يادګار ته لاړل الته يې ام بيا ډېره سات د فرانس خلاف تقريرونه کول……

قاري صېب يې پرخبره پوه شو د مقتدي خبره يې په نيمه کې غوڅه کړه او وې ويل: دا دئ وايي چې فرانس ګستاخ رسول دی! اغه ورځ يو کس ماته وئيل چې يوټيوب ځکه بند دی چې په يوټيوب کې فرانس والا ګستاخ رسول فېلمونه اچولي دي. نو زما يو همداشان ستاسو په شان يو ملګری دی اغه راته ويل چې قاري صيب دا يوټيوب خو په مکه مکرمه کې ام شته، په مدينه منوره کې ام شته او کولاو دی، په کربلا کې کولاو دی، په نجف او بصره کې کولاو دی، په بېت المقدس کې ام کولاو دی. نو ما ورته وئيل چې يره ما خو خپله نه دي ليدلي چې فرانس والا په کې څه اچولي دي. دلته خلکو په کورنونو کې کېبلې لګولي دي، شپه او ورځ اغې ته ناست وي بې ادبه او بې اخلاقه فېلمونه ګوري سنېماګانې دي ناڅاګانې دي او ډمې دي دې خلاف يو چا جلوس ونه کۀ. ما ته وايي چې قاري صېب تۀ مخکې شه مونږه درپسې يي. ما ګوره دا خبر وسه پورحې چا ته نه ده کړې چې ما دا سرکاري جومات کې  امامتي ولې پرېښوده؟ او تاسو ام ګوره دې نه خبر نه يئ او نه ما چاته وسه پورې ويلي دي. خو وس يې تاسو ته وېما.

د محرم الحرام مياشت وه زه او يو څو نور عالمان  کابلۍ تاڼې والا وغوښتو دا د دو هزار پنج خبره ده. تاڼېدار مونږه ته ويل چې کيسه خانۍ به ٢ ورځې بنده وي. د محرم په ٩ او ١٠ ورځ  به تاسو ام لږ احتياط کوئ چې کمه خبره ونه کئ  چې دهشتګردي يا دماګه ونه شي. زمونږه سره يو عالېم ام په ګروپ کې وو. سپين ږيری وو مونږه اغه د خپل ګروپ مشر کو چې تاڼېدار سره به زمونږه د ټولو په نماينده خبرې وکي. اغۀ  تاڼېدار ته وويل چې تاڼېدار صېب دا شيعه ګان خو ټول يوه ټانګه خلک دي. دې يوې ټانګې د پاره تاسو وس ټوله کيسه خانۍ دوه ورځې بندوئ دا کار خو د اسلام خلاف دی دی. خو دا چې تاسو د خلکو کاروبارونم تبا کوئ  دا خو بيا ډېر لوی ظلم دی په دې خلکو. ښه به دا وي چې دا يوه ټانګه خلک چېته بل طرف ته بوځئ او يا ورله چېته هال مال ونيسئ الته په کې ځان وهي او که بل وهي، وهي دې.

دې خبرې سره تاڼېدار سور شو او په غوسه کې وويل: ما تاسو دې د پاره نه يئ راغوښتي چې ما ته وويوئ چې دې خلکو سره څه وکو او څه ونه کو! ما دې دپاره راغوښتي يئ چې په  جوماتونو کې به دا بکواس نه کوئ چې دا د اسلام خلاف دی او اغه د اسلام خلاف دی. که چا ويلي وۀ ما نه به  بيا ګيله نه کئي. او دا به وېوئ چې بازار به بند وي او بس!

چنګاښ، ٣٠/ ١٣٩٤ ل

______

ولې د بزګر پېښور ؟

درنو لوستونکو په ٢٠١٣زکال کې د نومبر پر دويمه نېټه مې له ګران ورور محمد طارق بزګر سره له پېښوره  ټليفوني خبرې کولی. ګران ورور چې د ټول افغان ولس د زورېدو او کړېدو له لاسه کړېږي له ما سره يې په خبرو کې د پېښور د اوسنۍ غمجنې فضا په اړه خبرې وکړې. ما چې کله د ليکنو لړۍ پېلوله همدا نوم د بزګر پېښور مې خوښ شو، غواړم د دې لرغوني ښار د ژوند خوږې ترخې شېبې همدې سر ليک لاندې وليکم.

  مننه – م اشنا

-
بېرته شاته