(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شمسو! ښکاریان معلوم وي

[23.Jul.2015 - 18:43]

نجیب عامر

 که د کونډې زوی سیریال مو کتلی وي، نو ښايي د « شادګل » دغه ډایلاګ به مو هم په یاد پاتې وي. ممنون مقصودي « شادګل » چې د کوم شمسو سره په سیریال کې دا خبره کوي، هغه  « مرتضا با اقرا » نومیږي. نوموړی دافغانستان د راډیو تلویزون او افغان فلم تکړه لوبغاړی دی چې د کونډې زوی سیریال ترڅنګ یې په ګڼ شمیر نورو سیریالونو ، تمثیلي پارچو او فلمونو کې هم په زړه پورې کار کړی دی. 

په انګلیسي ژبه کې وايي « دنیا یو کلی دی . » رښتیا وايي ، جنګونو د نورو افغانانو ترڅنګ د فلمونو لوبغاړي هم خواره واره کړل. که جنګونه او تحولات نه وای راغلي ښايي د کونډې زوی سیریال به لا هم پسې غزیدلی وای. همداسې په سلګونو نور هنري سیریالونه او فلمونه به هم جوړ شوي وای ، خو درېغه چې داسې ونه شول. جنګونو افغان نسلونه و ځورول او د کډوالیدو کیسه همداسې پرمخ لاړه

خبره مې د شمسو یا د مرتضا با اقرا نه پیل کړې وه ، بیرته ورته راګرځمه او دا هم درته وایمه چې  د دې بلاګ د لیکلو پلمه څنګه را پیدا شوه. دا څو ورځې کیږي چې په امریکا کې یم ، هغه بله ورځ د ځینو لیکوالو دوستانو عارف خزان ، منشي عبدالقیوم او شریف هیواد دوست سره په یو افغان رستورانت کې ناست وم ، چې با اقرا رستورانت ته راننوتلو . موږ هلته د ډوډۍ په انتظار وو ، او دی راغلی و چې وار له مخې په ټیليفون ارډر کړې ډوډۍ له ځانه سره ویسي. په ولاړه ولاړه مو ورسره خبرې وکړې. ډیره مینه یې راکړه. د ډیرو خبرو او مرکې وخت نه و ، خو بیا یې هم ښه او ګټور معلومات راسره شریک کړل. 

مرتضا با اقرا د دې باوجود چې مورنۍ ژبه یې پښتو نه ده ، خو نه یوازې دا چې په کونډې زوی سیریال کې ښایسته او روانه پښتو وايي بلکه په عادي ژوند کې هم په پښتو ژبه روانې خبرې کوي. 

د کونډې د زوی مرکزي لوبغاړی شادګل اوس زوړ شوی ، شمسو هم هغسې نه دی پاتې لکه چې تاسو د سکرین په پرده لیدلی و ؟ خو جذبه یې لا ځوانه ده ، د نورو هنري کارونو د ترسره کولو هوډ لري، خو اوس به څوک هغسې هنري سیریالونه جوړ کړي ؟ اوس خو د پښتو فلمونه او ډرامې د تاریخ د ستر زوال سره مخامخ دي. پته نه لګي چې دوی د چا په لمسون د پښتو سره دا ډول ستره جفا کوي ؟ 

مرتضا با اقرا وايي : په ۱۹۹۲ کال کې امریکا ته راغلی ، دلته د نورو افغانانو ترڅنګ په خوارۍ مزدورۍ بوخت دی. په منځ منځ کې یې په ځینو فلمونو کې هم کار کړی. هغه فلمونه چې د لته په امریکا کې د افغانانو له خوا جوړ شوي. د « Why » په نوم د یو افغان فلم یادونه یې وکړه چې ډایریکټر یې سعید اورکزی دی. نوموړی وايي دا مهال افغان فلم جوړونکي هم د ستر اقتصادي بحران سره مخامخ دي ، دوی د جیب په پیسو او په ډیرو لږو امکاناتو فلمونه جوړوي او د فلم ستورو ته د حق الزحمې د ورکولو توان نه لري. 

مر تضا با اقرا وايي دوه کاله وړاندې کابل ته تللی و ، هلته یې د ممنون مقصودي سره ولیدل. د ده په وینا هغه ورته وویل چې تکړه فلم جوړونکی واحد نظري د ځینو هنري پروژو لپاره ورسره لیدل غواړي، خو بیا دوی د ځینو بوختیاوو له وجې سره مخامخ نشول. 

په امریکا کې میشت افغان لیکوال ، شاعر او ژونالست عارف خزان ورته وویل : اوریدلې مې دي چې واحد نظري د کونډې د زوی د سیریال نوې برخې جوړول غواړي ، خو با اقرا  په دې خبره بې خبري ښکاره کړه او ویې ویل : د ممنون سره زما د امریکا شمېره شته ، که زه یې پکار یم ، نو ورک نه یم. 

د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور له اوسني وزیر عبدالباري جهاني او د ولسمشر د فرهنګي مشاور اسدالله غضنفر نه د هنر د مینه والو هیله کیږي چې د افغان فلم د ادارې د بیا ودانۍ لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

-
بېرته شاته