(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو بلبل درملنه غواړي

[23.Jul.2015 - 19:32]

د لوی افغانستان بلبل استاد خيال محمد د سختې ناروغۍ پر بستر پروت دی.

 استاد خيال محمد چې څه باندې نيمه پېړۍ يې د لوی افغانستان د هوجرو او دېرو بزم ګرم ساتلی، د اوږدې ناروغۍ له امله يې نور خوږ غږ په چوپېدو دی. راځئ چې ددې خوږ بلبل غږ خاموشۍ ته پرې نه ږدو.

 د افغانستان ملي تحريک او ژوندون ټلوېزيون پر ټولو لرو برو افغانانو غږ کوي چې ددې سوي لوي بلبل غږ چوپېدو ته پرې نه ږي، د هر افغان چې هر څه په وس پوره وي بايد د پښتو ددې ستر بلبل چې تر لس زرو زياتې خوږې، ملي، هېوادنۍ او مينه ناکې سندرې يې د پښتو سوي چمن ته وړاندې کړي، لاسنيوی وکړي.

 لومړنی شخص چې د استاد خيال محمد مرستې ته يې راودانګل د هېواد ملي او فرهنګپال شخصيت، د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو وزير ښاغلی محمد ګلاب منګل و چې په خپله نغدي مرسته يې د استاد خيال محمد د ناروغۍ درملنې ته راودانګل، د افغانستان ملي تحريک او ژوندون ټلوېزيون په داسې حال کې چې د ښاغلي ګلاب منګل له دې انساني مرستې څخه مننه کوي چې پر خپل وخت يې اقدام وکړ. نورو ټولو هېوادوالو څخه هم هيله کوي چې د استاد خيال محمد په درملنه کې خپله مرسته او لاسنيوی وکړي.

 ملي تحریک او ژوندون تلويزيون به ډير ژر د استاد خيال محمد د پوښتنې لپاره يو پلاوی پښتونخوا ته واستوي.

-
بېرته شاته