(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پخوا اونن (۳مه برخه)

[23.Jul.2015 - 19:38]

لطیف جان بابي

پخوا او نن پرتلييزه پډى(کتاب)دئ چي پخوا او نن پکښي پرتله سوي دي او زياتره واگيزه(سياسي)بڼه لري.(درېيمه برخه) وگورئ دا څو بېلگي: پخوا به افغانانو په ښراوو کښى ويل چي ږيره دي کله سۀ خو نن چټه پټه ږيره خرول موډ روز گرځېدلى دئ.پخوا به افغانانو په هر ځاى کښي پخپلو پگړيو ناز او وياړ کاوۀ خو نن په عربي هيوادونو کښي پر بې نېکره اوږدو عربي جامو سربېره چلتارونه تړى.پخوا به افغانانو د خوشال خان خټک او د احمد شاه سره بابا او د ميرويس خان سره د نيکۀ نومونه يادول خو نن د محمد علي جناح سره... قايد اعظم وايي.پخوا به افغانانو د افغانولۍ(پښتونولۍ) هڅي کولې خو نن د اوزبکولۍ،تاجکولۍ او هزاره ولۍ ډلي او ټپلي مخ پر زياتېدو دي.پخوا به سترو سترو جنگياليو ليري او نژدې هيوادونه ونيول او د برلين غوندي دېوالونه به يې ونړول نو د مارشاليو نښمې(لقبونه) به ور کړل سو خو نن گردېز او کابل شاولي خان د څو ډنگرو سقاويانو څخه ونيول مارشال سؤ او فهيم د امريکايانو او نړيوالو تر بمباريو لاندي خپل د وطن پلازمېنه کابل ونيوئ او مارشال فهيم سؤ.پخوا به افغانانو د بي بي حليمې،نازوانا،زرعونې ادې،بي بي زينبو او ملالۍ د ننگ او مېړاني خبري کولې خو نن د مډاني او هيمامالني په ستاينو بانډارونه تاوده وي.پخوا به انگرېزانو د ملايانو ملاتړ کاوۀ او د ښوونځيو پرانيستل او د ښځو دباندي راوتنگ يې غيري اسلامي گڼل خو نن ملايان ترټي او د ښوونځيو پر پرانيستون او د ښځو پر آزادۍ ټينگار کوي.پخوا به اسلامپالو ويل چي مرگ پر شرق او پر غرب خو نن د شرق او غرب په خورا پرېوانو پيسو کښي د دواړو د اوږده ژوندانۀ د بقا دعاوي کوي.پخوا به په پښتو ږو او لوړه کېدله خو نن پر ولله بالله سربېره سم بالله هم دود موندلى دئ.پخوا به سابونان(صابونان)د روسيې،اروپا او ايران څخه افغانستان ته راوړل کېدل خو د توپکيانو پر مهال د افغانانو د هديرو هډوکي پاکستان ته په ډيرو لږو پيسو يووړل سول او هلته صابونان ځيني جوړ سول او بيرته په ډيره گرانه بيه افغانستان ته راولېږل سول.پخوا به د افغانستان څلور خواوو ته هيندوستان،ايران،روسيه او چين پراتۀ ول خو نن د روسيانو د يرغل په وړاندي د ميليونو افغانانو ويني توى سولې، د روسيې څخه ١٥ ريپبليکونه جلا سول او پر پاکستان سربېره،اوزبکستان،تاجکستان او ترکمنستان زموږ گاونډيان سول او د افغانانو خپله پايڅه پخپلو کورنيو شخړو کښي بنده پاته سوله.پخوا به د ځان هينداره خپل مناړ(وجدان) گڼل کېدئ او چي څۀ به تر خوله راووتل هغه به کېدل خو نن په خوله يو څۀ ويل کيږي او په زړۀ کښي نور څۀ کيږي.پخوا به د صلحي راوستلو لپاره ويني توى سولې او ککرياني به ور ته خاوري سولې خو نن افغانان د پرله پسې ناآراميو دوام په جنگونو کښي لټوي.پخوا به لومړى گوته و خپل ځان ته نيول کېدله خو نن افعانان د پرديانو د لاسوهني څخه بوغاري وهي بلکي خپل تر منځ د روغي جوړي خبري په رشتيانۍ توگه نه سره کوي.پخوا به ورېښتان په مستو،هگيو او پخسولۍ(گل سرشوى) باندي پرېولل کېدل خو نن د سلگونو ډولونو شامپوگانو څخه کار اخيستل کيږي.پخوا به يې افغانستان د آسيا زړۀ بالۀ خو نن د هر نړيوال زبرځواک(super power) د وروستۍ ساختني هديره بلل کيږي.پخوا به يې ويل چي د افغانانو قهرماني و نړيوال ساړۀ جنگ ته د پاى ټکى کښېښود خو نن وايي چي افغانان خپله د خپلمنځيو جنگونو قربانيان سول.

-
بېرته شاته