(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننگرهار:د ارواښاد راج ولي شاه خټک یاد غونډه جوړه شوه

[24.Jul.2015 - 19:36]

ختیځ ادبي بهیر د خپلو ادبي هڅو په ترڅ کې د پښتو ادب د وتلي لیکوال، کره کتوونکي او څېړونکي ارواښاد داکتر راج ولي شاه خټک په یاد غونډه جوړه کړه، چې په کې له لرو برڅخه گڼو لیکوالو او فرهنگپانو برخه اخستې وه.

شاعر اولیکوال محمد داود وفا د ارواښاد راج ولي شاه خټک په اړه د خپلې وینا په یوه برخه کې نوموړی د پښتوادب سترخدمتگاروگاڼه.

شاعر او لیکوال بازمحمد عابد د هغه مړینه د یوې ژوندې اکاډومۍ تر خاورو لاندې کیدل وبلل.

لیکوالوله حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د ارواښاد خټک ناچاپ آثار چاپ او یوسترښوونیزمرکز د هغه په نوم کړي.

د ننگرهارمرستیال والي محمدحنیف گردیوال   وویل:

الله بښلي خټک د پښتو ټولنې مشري کړې او د نورو خدمتونو ترڅنگ یې د یادې ټولنې له لارې پښتون قام ته ډېرڅه په میراث پریښي.

 د ختیځ ادبي بهیرمشر ضیاالدین همت مل   وايي، له دې غونډې یې موخه ځوان نسل ته د راج ولي شاه خټک د شخصیت او آثارو په اړه معلومات ورکول او د هغه د خدمتونو ژوندي ساتل دي.

داکتر راج ولي شاه خټک په ۱۹۶۸کال کې د نوښار په ډاگ اسماعیل خېلو کې پیداشوی و. هغه لومړنۍ زدکړې پخپل کلي کې او وروسته د لوړو زدکړو له پاره پېښور ته تللی و.

ارواښاد راج ولي شاه گڼ کتابونه لیکلي، چې پښتو ادبي تحریکونه، پښتوژبه، د پښتو نوې املا اوسنگزار یې ډېرمشهوردي.

هغه له ۱۹۹۵ څخه تر۲۰۰۴کال پورې د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډومۍ د مشرپه توگه دنده هم ترسره کړې.

داکتر راج ولي شاه ختک د تېرې دوې شنبې په ورځ ( د چنگاښ۳۰) د زړه د ناروغۍ له کبله له دې نړۍ سترگې پټې کړې، چې د نوښار په ډاگ اسماعیل خېلو کې خارو ته وسپارل شو.

خبریال: رحمت الله زیارمل.

-
بېرته شاته