(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پۍ او د پردېس اختر

[25.Jul.2015 - 08:23]

لطیف جان بابی
پۍ او د پردېس اختر (خوږې شيريني)
د اختر نمانځنه پۀ رشتيا چي پخپل وطن کښي د خپلؤ وگړؤ سره ډېره ښۀ مزه کوي خو د پردېس اختر خوند ډېر پيکه وي،کۀ څۀ هم ډيري کورنۍ کولچې او خوږې پۀ پردېسي کښي پخيږي چي هيڅکله يې خوند وطني کولچؤ تۀ نۀ پاتيږي.
د کندهار دوديزي(عنعنوي) کولچې او خوږې(شيرينۍ) چي د اختر لپاره بۀ پخېدلې ډېر ډولؤنه يې درلودل چي ځيني مي پياد دي چي کناتانؤ(قناتانؤ) بۀ پخولې او يا بۀ پۀ کورؤنؤ کښي جوړېدلې لکه د
د وروجؤ کولچې،مالگيني کولچې،ختايي کولچې،جوزي کولچې،کيکؤنه،
ميټايي،لډؤ،کريم رؤلؤنه،کجؤر،روغانۍ،پيلغوږي(گوش فيل)،روټؤنه،
الواوي(حلواگاني)،نخود،ماچې،بادامي نوکلؤنه(نقلؤنه)،نخودي نوکلؤنه،
چاکلېتؤنه،تشلمې،پلمېټؤنه،سندلؤنه،خمير سندلؤنه،پتاسې،شنې چاى،توري چاى،شيدې والا چاى/پۍ والا چاى(شيرچاى) د پېروي سره،وچي مېوې
لکۀ غوزؤنه(جوزؤنه)،بادامؤنه،زرغونۀکشميشؤنه،سرۀ کشميشؤنه
(مميزي)،ارتاوۍ،پلۍ،پيستې،جنغوزي،سنجتي،پېروى،پېرڼي،برپي،شاپېړه او داسي نور.
پۍ
پۍ(شيدې) د زړې پښتو ډېر لرغونى ويى(لغت) دئ چي ريښه يې پۀ پياله،پيمانه،پيستان(پۍ ستان،تى)،گلپي او داسي نورؤ سربېره پۀ پېروي،پېرڼي،برپي او شاپېړه کښي هم جوته او څرگنده ده.
پېروى :لومړنۍ برخه يې د زړې پښتو پۍ ده او ليکنه يې پۀ فېروي ناسمه ده.
پېرڼى(رڼې او پرڼي/گاټه او پنډي سوي پۍ/شيدې) چي د زړې پښتو د پۍ ريښه پکښي څرگنده ده.
برپي: چي دوهمه برخه يې پۍ ده ځکه يې ليکنه پۀ برفي اړينه نه ده.
شاپېړه: شا(غوره)+پۍ(شيدې)+پېړه(پنډه)
شاپېړه د پنډو سوو شيدو غوره او خورا خوندوره شيريني ده.
د کړکيښ(تاريخ) پۀ اوږدو کښي د پښتنو سروکار د توري سره ؤ، کلتوري او دوديزؤ(عنعنوي)چارؤ تۀ يې لږ شانته پاملرنه وه، ځکه پر نورؤ کسبؤنؤ سربېره تر اوسه پوري د کولچو، جلبيؤ او مټايييؤ دوکانؤنه نۀ ليدل کيږي چي خاوندان يا جوړوونکي دي پښتانۀ وي بلکي زياتره هيندوان او نور وگړي دا کسبونه مخته بيايي ځکه نو پېرني،برپي،شاپېړه پۀ (ف) کښل سويدي خو يوازي پېروى پاته دئ چي پۀ (ف) نۀ دئ ليکل سوى ،کېداى چي پۀ پېروي بۀ هم ډېر ژر د (ف) کالي واغوستل سي او ناپښتو ويى(لغت) بۀ وگڼل سي.

-
بېرته شاته