(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ته وژباړل شو

[27.Jul.2015 - 09:15]

د پټو توريو (پاسورډونو) د زېرمتون (ډېټابېس) نامتو پوستکالۍ (سافټوير) چې د کي پاس (KeePass) په نوم ياديږي د پښتو

خوږې ژبې ته و ژباړل شوه، تاسې اوس کولای چې دا پر مختللې پوستکالۍ په وړيا توگه په خپلو کمپيوټرونو کې نصب (انسټال)

کړئ او خپل ټول پټ توري په يوه ځای کې زېرمه او خوندي کړئ.

نن سبا تاسې اړ ياست چې گڼ شمېر پټ توري (پاسورډونه) په ياد ولرئ لکه، د برېښنالیک سیستم، بانکي سیستم او گڼو نورو

ويب پاڼو ته د ننوتلو لپاره بايد تاسې خپل کارن نومونه او پټ توري دننه کړئ او دومره ډېرو سیستمونو ته د ننوتلو لپاره گڼ شمېر

پټ توري په ياد لرل خورا ستونزمن کار وو، خو اوس مونږه و کړای شو چې دا کار ستاسې لپاره خورا اسانه کړو.

د پوستکالۍ (سافټوير) ترلاسه کولو لپاره دغه لاندې ويب پاڼې ته ور شئ:
http://keepass.info/download.html
د کي پاس د پښتو ژبې د ښکته (ډاونلوډ) کولو لپاره دغه لاندې پاڼې ته ور شئ:
http://keepass.info/translations.html

مصطفي سادات

-
بېرته شاته