(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتو ناول او افسانه د یولسم سپټمبر اثرات

[27.Jul.2015 - 17:45]

ليک: عصمت الله زهیر

(د ښاغلي محب وزیر پر کتاب باندي د تبصرې نه د مطالعې، د شالید یا پس منظر په رڼا کي) ښاغلی محب وزیر یو مترقي او روښنفکره لیکوال دی، د پښتو ترقي پسند مصنفین بنو ښاخ یو محترک سیاسي غړی دی هم د باچاخان پوهنتون چارسدې استاد او (کاروان روان دی) ناول لیکلو وروسته د پښتو ناول په نړۍ کي یې ډېر زغرده ځان ته خپل یو ځانګړی شناخت پیدا کړو دا ځکه خو یې لیکني د یو مستند ماخذ په توګه لوستل کیږي. د همداسي مستندو تاریخي، سیاسي او ادبي ماخذونویوه ښه  بېلګه یې (په پښتو ناول او افسانه د یولسم سپټمبر اثرات) یا اغېزې دي، په خصوصي توګه د سیاسیاتو او ادبیاتو لوستونکو لپاره یې مطالعه بېخي ګټوره به وي. د ښاغلي محب وزیر د دې کتاب ارزښت یا اهمیت له دې جوت دی، چي د یولسم سپټمبر څخه وړاندي او تر هغه راوروسته هغه سیاسي او استعماري عوامل او ناروا لوبي، چي کله د عربي کلتوري یرغل (مذهب او مذهبي ډلي)  په شکل د پښتنو پر خاوره راڅرګندیږي او کله د مقدس جهاد، د طارق جمیل د فریبونو یا د ترهګرۍ په خلاف د ضرب عضب د لاري د پښتنو د نسل کشۍ لپاره لیدل کیږي: د کتاب په لومړي څپرکي کي پر دې بېخي په تفصیل سره خبره سوې ده، چي پردۍ ړندې جګړې د مذهب په نوم د پردیو پوځي مداخلتونو ته زمینه مساعده کړې ده، چي هدف یې د پښتنو خاوره، کلتور، جغرافیا او منطقه په مصیبت اړول او د جګړې ژبغړاندو لمبو ته غورځول وو: دا اوس په وزیرستان کي د شمله ورو پښتنو، مېرمنو او ماشومانو سره څه ونه سول او تر اوسه ورسره څه روان دي؟

په خپله خاوره پښتنو ته اردو ژبي رسنۍ او پنجابی سټبلشمنټ (IDPS) وایي، مطلب په خپله خاوره بې کوره سوي لاکن دا خو د خپلو کورونو (هم دې زورورو) بې کوره کړي دي نو دا څنګه (IDPS) سو؟ او بیرته څو درباري ملکان او د کرایې خانان ، خپلاسي قبایلي مشران راټول کړي، د کشمیر د نیولو لپاره یې تصویرونه تاو او بالا کوي: ولي د دوئ په نظر موږ پښتانه اجرتي یا د کرایې وژونکي یو؟ د کتاب په هم دغه څپرکي کي ښاغلي محب وزیر د اشتراکیت او پانګوالي د ټکراو له خیټي رازېږیدلو عواملو ساینسي، سیاسي او ادبي تجزیه یا څېړنه د سانټیفک اپروچ په اساس د پیښو د جزیاتوپه رڼا کي وړاندي کړې ده او خپل لوستونکي چیري هم تذبذب ته نه مخامخ کوي، نه کوم فکري ابهام یا کنفوژن رامنځ ته کوي ځکه ښاغلی محب وزیر خپله یو سپېڅلی فکري مبلیغ دی، نو له داسي چا د فکري سپېڅلتیا هیله کیږي، نه د فکري او نظریاتي ګمرایۍ. د کتاب د لیکوال فوکس د یولسم سپټمبر اثرات په پښتو ناول او لنډه کیسه باندي دی، خو د شلمي پېړۍ پیښي او د یوویشتمي پېړۍ د پیل سیاسي، اقتصادي، کلتوري، مذهبي او جنګي خونړي مهم واقعات د جزیاتو په توګه یادوي، په ډېره ساده او روانه ژبه د پیښو تحلیل کوي، هم یې د حل لاري په ګوته کوي. نو ځکه ویلای سو (پر پښتو ناول او افسانه د یولسم سپټمبر اثرات) په نوم کتاب د پښتون بیدار ځوان او لوستي کهول ته د را روانو سیاسي حالاتو په اړه پرېمانه سیاسي او ملي شعور ور بخښلی سي. د ښاغلي محب وزیر په دې کتاب کي د یولسم سپټمبر په شالید یا پس منظر کي، چي کوم ناولونه ښودل سوي دي، د هغو ناولونو حدبندي کي محب وزیر کمال دا کړی دی، چي دلته یې هم د پښتنو د یوه وحدت او یوه ملت ټکي ته جدي او ژوره پاملرنه کړې ده، د ناول لیکوال یې هیڅ په کوزه، په بهره پښتونخوا یا په لوی وطن سره ویشلي نه دي، ټول یې په یو ملت بللي او په یوه کاڼي (پښتون) یې تللي دي: د هر ناول شالید یا پس منظر د یولسم سپټمبر په تناظر کي تر بیانولو وروسته ښاغلي محب وزیر د هر ناول په اړه خپل نظر په اختصار، خو په زیاتو مدلللو ټکو کي وړاندي کړی دی او د هر ناول د فلاسفي مهم ټکي یې دومره هراړخیزه ا او جامع راسپړي، چي د یوه ساعت لپاره لوستونکي داسي وپاموي ګویا دا ناول یې لکه چي د مخه هم لوستی وي. د یولسم سپټمبر د پیښي وروسته پښتنو او پښتني خاوري ته په کلتوري، جغرافیایي، نفسیاتي یا اروایي او سیاسي توګه کلک تاوانونه ورسول سول، چي اغېزې به یې په راتلونکو وختونو کي هم په شدت سره احساسیږي: د پښتنو پرخاوره چي له دا تیرو څلورو لسیزو کوم غوبل او ناورین روان دی، له ډېرو شریکو ټکو یو شریک او روښان ټکی یې اقتصادي حرصمندي او قدرتي شتمنیو باندي قبضه ګري ده او د سرو زرو د مرغیو دا ځالي د پښتنو په خاوره کي شتون لري:

تر دې وړاندي به یې ویل روس را روان دی، تودو اوبو ته ځان را رسوي،دا تودې اوبه خو هم دغه ګوادر یې یادولو، چي اوس به ګوادر پورټ یا بندر څخه پر کوټه او کندهار منځنۍ اسیا ته لاري تیريږي، د پښتنو سیمي به د منځنۍ اسیا د دروازې ارزښت ولري، پښتانه به په اقتصادي توګه خوشاله په علمي توګه به لا مضبوط سي. نو که دا هرڅه وسو، د ټوپکسالارو ډلي او د مدرسو دا دومره ګڼه ګوڼه به بیا په څه مصروفه ساتي، اوس خو اخته دي مکتبونه، شفاخانې، سړکان، پلونه ورباندي الوزوي، د کار او د سر سړي یو، یو خو ورباندي وژني لکه څنګه چي د محب وزیر دې کتاب کي هم ګوته ورته نیولې سوې ده. دا ځکه د پښتنو پر خاوره عربی کلتور د مذهب په شکل د افیومو غوندي خوروي، خو دا ړنده جګړه د مذهب نه اقتصادي ده: د نړیوال استعمار سره، سره پنجابی سټبلشمنټ د مذهب رنګ ورکوي، لاکن دا ډېره روښانه خبره ده، چي د پښتنو اصل ستونزه غربت او  وروسته پاته والی ده، نه چي مذهب یې اساسي ستونزه ده: پنجابی سټبلشمنټ چي دا اوس په وزیرستان کي د ضرب عضب په نوم د شمله وروسره دا کومه ناولې لوبه روانه کړې ده، دې لوبه کي یې هم هغه ارمان نغښتی پروت دی، کوم چي دوی د افغانستان د پنځمي صوبې یا ایالت د ګرځولو ارمان درلود، ښاغلي محب وزیر یې دا اړخ ښه په ګوته کړی دی، تر دې وړاندي خو کوم بل چا ورباندي د لیکلو جرئت هم کولای نسو: زما په اند پنجابی سټبلشمنټ کله هم دا نه غواړي چي پښتون، سندهی یا بلوڅ دي د اسلام اباد په حکومت کي د برابر شراکت دار پاته سي. نو بیا هم پښتون ملت پال ګوندونه (دوه غټ ګوندونه) پارلماني مبارزې ته ارزښت ورکوي، د خپلواکۍ او ملي مبارزې اهداف یې مبهم غوندي سول، ډیورنډ کرښه او پښتونستان باندي خاموشي غوندي احساسیږي، نو ځکه د دریم سیاسي انقلابي قوت را منځ ته کېدو د اړتیا خبري اورېدل کیږي. کتاب په ډېرو روښانو ټکو دا جوتوي، چي څو پوري پاکستان په افغانستان کي د ناروا مداخلتونو لاس وانخلي، پاکستان به حتماً د تباهۍ سره هم دا ډول مخامخ وي لکه څنګه چي دا اوس دی.

-
بېرته شاته