(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمحمود سعید میرمن او اولادونه

[28.Jul.2015 - 19:20]

د ځوان لیکوال ، مدني او سیاسي مبارز انجنیر محمود سعید ټوله کورنۍ (مېرمن، څلور تنکي ، تنکي ماشومان ـ  يو زوی او درې لوڼې) پرون د ۲۰۱۵ ع کال د جولاې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه ددوه نۍ (ګل/ دوشنبې ) په ورځ د ماښام پر مهال ،د کابل په خوشال مېنه کې د ګازو ډبې د چاودنې له کبله په شهادت رسېدلي وو، نن  سهار د درېنۍ (سه شنتبې) په ورځ  د پنځه واړه شهیدانو جنازې د میدان وردک ولایت د چک ولسوالۍ په امبوخاک سیمه کې خاورو ته وسپارل شوې.

مونږ  د ښاغلي  محمود سعید سره په دغه دروند او دردناک  غم کې  شريک یو.  شهیدانو  ته د لوې خدای ج  له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوو او ښاغلي  محمود سعید ته د زړه صبر  او زغم غواړو.

په درناوي

-
بېرته شاته