(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوستم اوعطا د پښتنود قتل عام په درشل کې

[29.Jul.2015 - 17:49]

 

په شمال کې دوستم اوعطا د پښتنود قتل عام په درشل کې دي

لیک: الهام شفق

له بده مرغه د اوسني حکومت وجود د هیواد د څو دیرش کلنو غمیزو له هغو لوبغاړو جوړ دی چې  دلکونواوزرګونوانسانانوپه وینویې لاسونه سره دي.دوستم اوعطا چې د پښتنوپه نسل وژنه کې پراخې تجربې لري هغه څوکلن ویده خوني حس یي بیا راژوندی شویدی چې په موقته توګه یې دلیلي دښتې اوقلعه جنګي دځوانانوپه وینوخړوب کړی وو، همدا ګړۍ چې زه لیکنه کوم د فاریاب، سرپل اوجوزجان په کلیواوبانډوکې ګلم جم ملیشي دپښتنوپه وژنه، ځورونه اوبې کوره کولولګیا دي، پښتانه له خپلوکورونووباسي او جایدادونه یی دوستمي ملیشي غصبوي اوپرې دطالب ټاپه لګول کیږي کنه پدې ولایتونوکې پښتانه طالبان نه بلکه ازبکستانیان اوپخپله محلي ازبکان چې ډیری یې بیا هم دوستمۍ ملیشي دي دطالبانوپه نامه جنګیږي ترڅودپښتنودوژنې لپاره پخپل اند جوازترلاسه کړي .

پدې ولایتونوکې دوستمي ملایان هغومسیحي پادریانوته ورته دي چي د صلیبي جګړوپه مهال یې دمسلمان امت دنسل وژني فتواګانې ورکولې، نن هم کټ مټ هماغسي دوستمي ملایانوپښتانه واجب القتل ګڼلي دي، نه جمهورریس اونه بل چارواکی سرپرې ګرځوي. له بده مرغه دوستم د اشرف غني ترڅنګ ناست دی اودپښتنودقتل عام اعلان کوي خوجمهورریس هغې اتومات نانځکې ته ورته دی چې دکوک ترخلاصیدوپورې کارکوي اووروسته بیا دریږي، جمهورریس که لږهم په هغوخلکوچې دی یی د ولسمشرۍ په تخت کښیناوه زړه سوځوي نوله خوني دوستم نه دې وپوښتې چې څنګه په ۱۵ورځوکې شمال آ راموي مالومه خبره ده چې پښتانه ټول وژني اوخپل حلقه بګوش ملیشه دپښتنوپه ځمکواوجایدادونونازوي، زه په ټولوپښتنو لیکوالو، میډیا ګانو، سیاسیونو اومشرانوغږ کوم چې د شمال پښتانه دټولوژنې له جدي ګواښ سره مخ دي ژرترژره دې زموږ مشران له اشرف غني اودوستم سره کښیني اوپدې دې یی پوه کړي چې دشمال پښتون زموږد وجود یوه ټوټه ده اوهرراز تیری به په ټولوپښتنودتیري په معنی وي اوکه داسې نه کوي نو دشمال پښتانه مجبوردي چې دژوندي پاتې کیدولپاره یا دطالب اویا د داعش لمن ونیسي ، اوزه یوځل بیا دهمدې لیکنې له لارې په ټولوپښتون مشرانواووکیلانوغږکوم چي خپل آوازدي پورته کړي کنه خدای مکړه یوه لوي ناورین ته دې سترګې په لارواوسي . 

-
بېرته شاته