(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د(روسیه ۲۴) تلویزون سره د ولسمشر اشرف غني مرکه

[30.Jul.2015 - 17:31]

د روسیې له ( روسیه ۲۴) ټلویزیوني چینل سره دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مرکې پښتو متن

د روسیې د اوفای په ښارکې د بریکس او د شانګهای د همکاریو د سازمان د مشرانو د غونډې په څنډه کې د روسیې له ټلویزیون ( روسیه ۲۴) چینل سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د مرکې پښتو متن: (افغان سباوون)

خبریال: جلالتمآب جمهور رئیس سهار مو پخیر! ښاغلی جمهور رئیس، افغانستان په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د شانګهای په سازمان کې د ناظر غړیتوب ترلاسه کړ چې له هغه مهال وروسته دغه هېواد د دغه سازمان په فعالیتونو کې ګډون کړی دی. افغانستان په کومو ځانګړو برخوکې د دغه سازمان همکاریو ته لېوال دی؟

ولسمشر: له مرکې څخه مو مننه، د روسیې د ټول ملت سهار دې پخیر وي. ځای لري چې د شانګهای د همکاریو د سازمان او د بریکس د ډېرو ارزښت لرونکو ناستو د کوربه توب له امله د روسیې له جمهور رئیس څخه مننه وکړم. د شانګهای د همکاریو سازمان یو لید لوری لري چې هغه د اروپا ـ آسیا د قارې ترمنځ د اقتصادي اړیکو رامنځته کول دي. هغه څه چې افغانستان لا ډېر علاقه مند کوي هغه دا دي چې زموږ هېواد به په دغه لید لوري کې د سوداګرۍ، ترانزیت او د پانګونې د څلور لارې رول ولوبوي.

موږ د جنوبي ، مرکزي او لویدیځې او جنوبي آسیا ترمنځ په ډېر مهم موقعیت کې قرار لرو او له چین سره ګډه پوله لرو. له دې امله موږ د اتصال یوه آرماني نقطه یو چې موږ ته فوق العاده ارزښت لري. د شانګهای د همکاریو سازمان دې نتیجې ته و رسېد چې امنیتي ستونزې حل کېدونکې دي.

روسیه او چین چې سترې نا مشخصې او تر شخړې لاندې سرحدي پولې لري ، وې کولای شول چې امنیتي ستونزې مهار کړي او د پرمختګ پوړیو ته ورسېږي. له دې امله ، امنیتي موضوع موږ ته ډېر ارزښت لري، ځکه زموږ سیمه د ترهګرۍ، نشه یي توکو او افراطیت له اړخه له ګواښونو سره مخامخ ده ـ هغه ګواښونه چې هیڅ هېواد په یوازیتوب سره نه شي کولای له هغو سره مبارزه وکړي. په عین حال کې زموږ سیمه  د بېلابېلو فرهنګونو لرونکې پراخه سیمه ده. افغان ځوانان تقریبا د شانګهای د همکاریو سازمان په ټولو غړو هېوادونو کې د علم په زده کړه بوخت او خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکوي. د دغو ځوانان هریو کولای شي په کوربه هېواد کې د افغانستان ډېر ښه استازیتوب وکړي. حتی کله چې هغوی هېواد ته راستنیږي، کولای شي زموږ ترمنځ د هغو هېوادونو د ښه نیت سفیران و اوسي. ځکه نو دغه درې ساحې زموږ لپار د اهمیت وړ او حیاتي دي.

سوکالي، چې هغې ته رسېدل زموږ د سیمې موخه ده ، تل  د فقر له اړه ګواښل کېږي، زموږ سیمه لا اوس هم له یو پراخ فقر سره مخامخ ده او لازمه او ضروري ده ترڅو پر هغې بریالي شو ترڅو چې په دغو ټولنو کې ملتونه وکولای شي واکمني وکړي.

پوښتنه: آیا افغانستان پلان لري چې د دغه سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي؟

ځواب: هو موږ د لازمو او مقدماتي کارونو د ترسره کولو په پړاو کې قرار لرو. د غړو هېوادونو له ټولو مشرانو سره لازمه همغږي شتون لري، داچې په دې برخه کې د هغوی ملاتړ له ځان سره لرو، خوښ یو.

پوښتنه: د همکارۍ کوم حالت چې اوس مهال د روسیې او افغانستان ترمنځ موجود دی هغه څه ډول ارزوئ؟

ځواب: زموږ ترمنځ همکاري ښه ده. په افغانستان کې د روسیې یو شمېر پروژې دي چې د هغو کار پخوا پیل شوی و او اوس یې کار د بشپړېدو په حال کې دی. د شوروي اتحاد په وخت کې په کابل کې یو فرهنګي مرکز جوړ شوی و چې وروسته بیا ویجاړ شو، اوس د هغه د بیا جوړونې کار مخ پر خلاصېدو دی. د روسي او افغاني شرکتونو ترمنځ یو شمېر پانګونې هم  وجود لري چې همکارۍ هم په دې برخه کې ترسره شوي دي. خو له شک پرته کیدلای شي چې له دې ډېر نور کارونه هم ترسره شي. د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري موږ ته د اهمیت وړ ده. روسیه د افغانستان څلورم ستر سوداګریز شریک ګڼل کېږي. افغانستان ته د دغه هېواد صادرات په کال کې له یو میلیارد ډالرو څخه زیات دي، خو روسیې ته د افغانستان صادرات په یو ډېر ټیټ حد کې قرار لري. ځکه نو بیا هم ټینګار کوم  موږ هڅه کوو چې خپلې دوه اړخیزې سودا ګریزې اړیکې لا ډېرې پراخې کړو.

پوښتنه:  مګر په وروستیو کې کلونوکې د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري او اقتصادي اړیکې په نوسان کې دي. ستاسو په آند دواړه لوري باید د دغو اړیکو د ښه والي لپاره  څه ډول اقدامات ترسره کړي؟

ځواب:  هغه څه چې موږ یې باید ترسره کړو دا دي چې د یو شمېر بیخ بنسټیزو پروژو د شتون په اړه د سیمه ایز ملاتړ د ډاډ ترلاسه کول دي. افغانستان تر ډېره په خپلو بیخ بنسټیزو برخوکې پانګونې ته اړتیا لري، ځکه چې د اوسپنې پټلۍ په نشتون کې مرکزي آسیا او اروپا او جنوبي آسیا او په همدې ډول لویدیځه آسیا نه شي کولای له یو بل سره وصل شي. دا هغه ساحې دي چې په ځانګړي ډول موږ هغه نوي پراختیایي بانک ته اړتیا لرو چې بریکس جوړ کړی دی. موږ کولای شو چې ګډې پانګونې تامین کړو. افغانستان یو بډای هېواد دی، یوازې ۱،۳ حصې زموږ طبیعي ثروت درې تریلیونه  ډالره اټکل شوی دی. روسیه په دې برخه کې کافي تجربه لري، ځکه چې دغه هېواد په تېرو لسیزو کې په افغانستان کې مقدماتي سروې ګانې ترسره کړي دي. ښه دا نو یوه بله برخه ده. خو په دواړو هېوادونو کې پانګونې او د پانګې اچونې په لاره کې له دواړو خواوو څخه  د پرتو خنډونو لرې کول، کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ  په سوداګرۍ کې د کتنې وړ زیاتوالی راولي.

پوښتنه : ممکنه ده چې د یو شمېر اړوندو پروژو نومونه واخلئ؟

ځواب : ښه نو، د سالنګ تونل چې زموږ په هېواد کې ډېر مهم تونل ګڼل کېږي، او د افغانستان شمال د هغه له جنوب سره وصلوي. سالنګ د بحر له سطحې څخه درې زره درې سوه متره ارتفاع لري. دغه تونل اوس مهال ښه حالت نه لري او ویجاړ شوی دی. د سالنګ د تونل بدیل یوه پراختیایي ډېره مهمه پروژه ده. د هغو لولو احیا کول چې پخوا د وخت له شوروي اتحاد سره وصلې وې، کولای شي په سیمه کې د سوداګرۍ د شبکې یوه پراخه برخه و اوسي. د ترکمنستان ګاز چې پاکستان او هندوستان ته لېږدول کېږي، هم یو ډېر ښه فرصت دی چې په پام کې ده ډېر ژر ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان په ګډه پر هغه کار وکړي.

د اوبو مدیریت هم د ډېر اهمیت لرونکی دی . موږ به په زرګونو مواصلاتي سړکونه جوړ کړو. دا یوازې هغه بېلګې وې چې بیان مې کړې ، له دې پورته نور هم ډېر فرصتونه په لاس کې لرو.

پوښتنه: ستاسو په نظر په کومه برخه کې همکاري ډیر اهمیت لري، د امنیت او که د نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې؟

ځواب: د نشه یي توکو قاچاق څلور عنصره لري ، تولید، پروسس، انتقال او مصرف. روسیه  د نشه یي توکو د مصرف کوونکو له سترو قربانیانو څخه ده. له بده مرغه د دغې پدیدې له امله مړینه له ټولې  اروپا څخه په روسیه کې زیاته ده . له دې امله دا هغه موضوع ده چې روسیه د هغې په اړه ځانګړې علاقه مندي لري. له هغه ځایه چې جرمي اقتصاد د نشه یي توکو له تولید او پروسس څخه ګټه اخلي، او موږ له دې اړخه زیان وینو، او له بلې خوا په دغو توکو زموږ د ځوانانو د روږدې کېدولو، په ځانګړي ډول هغوی چې له مهاجرت څخه راستنیږي، له ستونزې سره مخامخ یو. له دې امله یوې داسې ستراتیژۍ ته اړتیا ده چې مصرف کوونکي هېوادونه، هغه هېوادونه چې د قاچاق او ترانزیت په تګلوري کې قرار لري او د نشه یي توکو تولیدونکي او پروسس کوونکي هېوادونه  له یو بل سره د ګډې همکارۍ لارې په ګډ اقدام لاس پورې کړي.دغه ګواښ د زراعت له پراختیا او د اقتصادي سوکالۍ له تامین پرته له منځه نه شي تللی. ځکه د مثال په ډول د کارګر مزد د ورځې ۴ ډالره دی، خو د نشه یي توکو قاچاق کوونکي د دغو توکو د فصل پر مهال کارګرانو ته د ورځې ۱۶ ډالره ورکوي. موږ دې ته اړتیا لرو چې د خپلو خلکو د ژوند کچه لوړه کړو او یوه منځنۍ طبقه رامنځته کړو. افغانستان او روسیه په دې برخه کې له یو ګډ ګواښ سره مخامخ دي او زه هیله لرم چې زموږ ترمنځ همکارۍ له پخوا لا زیاتې پراخې  شي.

پوښتنه: په پام کې ده چې تاسو نن له جمهور رئیس پوتین سره وګورئ. د دغې کتنې په اجندا کې کومې موضوع ګانې شاملې دي؟

ځواب: سیمه ایزې همکارۍ، دوه اړخیزې همکارۍ او نړیوالې همکارۍ. افغانستان د نړیوال او سیمه ایز تروریزم پر هدف بدل شوی دی. ترهګري، روسیه، چین او هند ګواښي. موږ له تروریزم  سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ولاړ یو او د نورو هېوادونو په استازیتوب له دغې پدیدې سره جنګېږو. خو لازمه ده چې ټول د دغه ګواښ د بعدونو په درک سره له یو بل سره همکار و اوسي.

په عین حال کې افغانستان دا فرصت لري چې د سیمې د هېوادونو په یو ډیر بریالي او سوکاله هېواد بدل شي. هیله لرم چې همکارۍ یوازې له ګواښونو سره د مبارزې په لاره کې نه، بلکې له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې هم  ترسره شي.

پوښتنه: داسې خبرونه شته چې په دې وروستیو کې د طالبانو او د افغانستان د دولت ترمنځ مذاکرې پیل شوې دي. ستاسو په نظر دغه مذاکرې به بریا له ځان سره ولري، په هغه صورت کې چې ستاسو ځواب مثبت وي، په څومره وخت کې به تاسو موافقې ته ورسېږئ؟

ځواب: ښه نو باید ووایم چې دا لومړی ځل دي چې  د تېرو ۱۴ کلونو په جریان کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ او نیغ په نیغه مذاکرې ترسره کېږي، نو په رواني لحاظ یو ډېر مهم پړاو دی. موږ په دغه ناسته کې درې موخې تعقیبولې، لومړی، د بلې غونډې په اړه موافقه چې د هغې په اړه موافقه وشوه چې د جولای په ۱۳مه به جوړه شي. دویم، د هغو عمده موضوع ګانو ټاکل چې هغو ته په ګډه او یا په یو اړخیز ډول رسیده ګي وشي، پر دغه هدف هم بریالي شولو. او درېیم، د اعتماد جوړونې لپاره اقدامات وو، په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي را کمول ځکه چې موږ افغانان په ټولو خواوو کې قرباني ورکوو او د افغانستان د جمهور رئیس په توګه دا زما مسوولیت دی چې دغې وینې تویونې ته د پای ټکی کېږدم. د سولې موافقې خپل تګلوری طی کوي، هیله لرم چې دغه بهیر په چټکۍ سره ترسره شي. زموږ موخه تل پاتې سولې ته رسېدل دي، هغه سوله چې د افغانستان امنیت او د سیمې ثبات په هغې کې تضمین شي.

پوښتنه: ستاسو په نظر اسلامي دولت [ داعش] به نړۍ ته یو ستر ګواښ وي؟

ځواب: یو مهم ګواښ دی. لوی او یا واړه  نور ګواښونه هم په خپل څنګ کې لري. ځکه چې له القاعدې څخه یو ډېر متفاوت سازمان دی، ځکه نو یو مهم ګواښ ګڼل کېږي. د تېرو ۱۴ کلونو په جریان کې ، د تروریزم بڼې بدلون موندلی دی، قساوت ور اضافه شوی دی، لا ډېر منظم او بډای شوی دی. ډېر تمرکز یې پر ویجاړتیا دی، نه یوازې د ورانۍ لپاره، بلکې د ډار او وحشت رامنځته کول او د خلکو د روحیې ماته ول یې هدف دی. موږ د ترهګرۍ له دغو تکتیکونو څخه خبر یو  او هغه مو تر خپلې څارنې لاندې نیولي دي، خو بیا هم ټینګار کوم لازمه ده چې سیمه  له ترهګرۍ څخه یو ګډ درک ولري.

تروریزم په چټکۍ، په قساوت او بې رحمۍ سره په حرکت کې دی، په داسې حال کې چې د هغه پر وړاندې د دولتونو ځواب تیت او پرک، سست او تدریجي دی. نو لازمه ده چې په دې برخه کې یو انډول رامنځته شي، د ترهګرۍ پر وړاندې  زموږ د ځواب ورکولو ډول باید بدلون ومومي، له تروریزم څخه یو واحد درک باید زموږ په منځ کې رامنځته شي، بیا یوه ګډه  عملي کڼلاره جوړه شي، په هغې پسې د دغې پدیدې د له منځه وړلو پلان عملي کړو.

د تروریزم له منځه وړل د یو هېواد او یا یو حکومت له توان څخه لرې ده. خو په ګډه به موږ د دغې پدیدې د نابودۍ لپاره هم سرچینې او هم توان ولرو.موږ باید د دغې ستونزې د حل لپاره ګډ درک او ګډه سیاسي اراده ولرو.

پوښتنه: آیا کولای شئ چې د دغه ګواښ پر وړاندې مقابله وکړئ؟

ځواب: هو، ځکه چې نړۍ له یو ستر ګواښ سره مخامخ ده او موږ د حکومتونو او یا هم د خلکو د حفاظت کوونکو بنسټونو په توګه باید پر دغو ګواښونو بریالي شو او هغه وخت کولای شو چې خپل هدف ته و رسېږو چې له سیالۍ څخه لاس واخلو او له یو بل سره همکاري وکړو او هغو وړو موضوع ګانو ته چې زموږ د انشعاب یا بېلتون سبب کېږي، پاملرنه ونه کړو، په هغو سترو موضوع ګانو تمرکز وکړو چې موږ یو بل ته نږدې کوي، موږ کولای شو چې د دغه ګواښ پر وړاندې یوه واحده لیکه جوړه کړو.

مننه له تاسو، اوچن پریانتو 

-
بېرته شاته