(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ازادې مدرسې

[30.Jul.2015 - 17:40]

فخر افغان خان عبدالغفار خان

نوټ:  دَ پښتنو ستر مشر او محسن خان عبدالغفار خان په لسم اپرېل کال ١٩١٠عيسوي کښې په خپل کلي اتمانزو کښې دَ يوې ازادې مدرسې بنياد ايښے ؤ.  دَ لسم اپرېل په مناسبت مونږ دَ هغوي دَ کتاب "زما ژوند او جدوجهد" نه دَ دغې مدرسې جوړولو حال هم دَ باچا خان په خپلو لفظونو کښې لوستونکو ته وړاندې کوو. (اداره)  

زۀ په مشن سکول کښې دَ خپل هېډ ماسټر وګرم او دَ هغۀ دَ ورور ډاکټر وګرم نه ډېر متاثر شوے وم. دَ هغوى قربانو را باندې ډېر اثر کړے ؤ. زما هم دا خيال پېدا شوے ؤ چې دَ دې قام او وطن خدمت مې وکړې. په دغو ورځو کښې زمونږ دَ قام دَ جهالت په وجه ډېر بد حالت ؤ. نۀ دَ حکومت له خوا څۀ انتظام ؤ او نۀ دَ قام له خوا دَ تعليم کولو څۀ انتظام  ؤ او کۀ په کوم کلي کښې به پرائمري سکول ؤ هغې ته هم ملايانو څوک نۀ پرېښودل، نو ما غوښتل چې دَ پښتنو دَ بچو دَ تعليم دپاره په ملک کښې دَ اسلامي مدرسې جوړولو کوشش وکړم او خپل ژوند به په دې خدمت کښې تېروم. په ١٩١٠ ع کښې ما او مولوي عبدالعزيز صاحب يوه مدرسه په اتمانزو کښې جوړه کړه او دَ نورو مدرسو جوړولو دپاره مو دَ نورو علاقو دورې شروع کړې، دَ خلقو توجه مو دَ علم طرف ته کړه  او دَ پښتنو په زړونو کښې مو دَ علم دَ ضرورت احساس پېدا کړو او دغه شان مو ورو ورو په مختلفو علاقو کښې دَ مدرسو جوړول شروع کړل او په لږ وخت کښې مو ډېرې مدرسې جوړې کړې. زمونږ کلي ته نزدې دَ مفتي اباد نه خلق راغلل چې تۀ راشه مونږ دلته يوه مدرسه جوړوو، زۀ لاړم خلق مې را ټول کړل، دَ علم دَ ښېګړو په باره کښې مې ورته خبرې کولې. په دې کښې يو مُلا راغے چترالے مُلا (چترال زمونږ دَ اتمانزو دَ کلي په مېره کښې يوه بانډه وه)  به ئې ورته وئيل، دَ دۀ سره ټوپک هم ؤ اوکتابونه هم ورسره وو. مونږ صلاح مشوره کوله، خبرې مو کولې ملا صاحب پاڅېد او وې وئيل چې زۀ دا تعليم چې عبدالغفار خان شروع کړے دے، نۀ منم او نۀ دا تعليم دے او  په دې مدرسو کښې چې کوم کتابونه لوستلے شي نو په هغې کښې دې چې: (ايک کتا بهونکتا هے)) يعنې يو سپے غاپي او به بل کتاب کښې ليکلي چې(A big fig)  يعنې يو غټ اينځر. دا څۀ دي؟ دا علم دے؟

 نو زۀ راغلے يم دَ دۀ سره فېصله کول غواړم  چې په کتاب راسره فېصله کوي کۀ په ټوپک؟ ما ورته ووئيل چې تۀ ښۀ پوهـېږې چې زۀ دَ ټوپک کار نۀ کوم او دغلته چې تۀ اتمانزو ته ځې، هلته زما يو تربور دے چې محمد خان ئې نوم دے،  هغۀ ته دَ ټوپک نوم واخله نو پخپل ځان به پوه شې چې تۀ څومره سړے ئې، ملا صا حب علم خدائے او رسول په مونږ مسلمانانو فرض کړے دے او چې تاسو خلق دَ دې انګرېزي مدرسو نه منع کوئ نو پکار دي چې هغو له پخپله خو دَ تعليم انتظام وکړئ نو چې تاسو هم ورله څۀ انتظام نۀ کوئ او مونږ هم دَ دوى دَ خدمت نه منع کوئ نو دَ دې قام دې خدائے مل شي.

پښتون يو ژوندے قوم دے دَ قوميت او قربانۍ ماده هم په کښې شته خو راويښول غواړي. قومونه خو تش په کُف و چُف نۀ رابېداريږي، دَ قومونو دَ ژوندي کولو او بېدارولو دپاره داسې کسان پکار دي چې بې غرضه وي، ديانت دار وي، اېماندار وي او دَ خدائے دپاره دَ خپل قام خدمت ته تيار وي چې داسې کسان په کوم قوم کښې پېدا شي نو دَ هغوى په کوششونو هغه قام کښې مينه، محبت، همدردي، وروري او عزيزولي پېدا شي. هغه قام اباد شي مونږ بې همتو او خودغرضو خانانو، ملايانو او باباګانو تيارې ته کښېنولي يُو ځکه خو زمونږ دَ قام دا حال شو. کۀ چرې دا کارونه په تش کُف او چُف، وظيفو او دعاګانو کېدلے شوے نو زمونږه خپل رسول(ص) به دومره کړاوونه ولې کول، دومره قربانۍ  به ئې ولې ورکولې، تکليفونه او مصيبتونه به ئې ولې تېرول خو دَ جومات په ګُټ کښې به ناست وے، دعا به ئې کوله، دَ هغوي په شان دعا دَ چا کېدے شوه؟ کار به کېدۀ، قام به ابادېدۀ خو خبره دا ده چې بې عمله دعا دَ خدائے په نزد نۀ قبليږي.  په دې کښې دَ پښتنو څۀ ګناه ده؟ دوى ته چې هر چا جونګه جاړه اچولې ده، دوى ورته را ټول شوي دي، شکرانې ئې ورکړې دې. دَ هغوى په مخ کښې ئې منډې وهلې دي. خدمتونه ئې ورله کړي دي، ملکانې او سېرې ئې ورکړې دي. تر دې چې خوېندې لوڼه ئې هم ورکړې دي خو هغوى دا بدبختان په هغه دين هم نۀ دي پوه کړي. هغوى دا ګمان کوۀ چې دا زمونږ دَ دين او دنيا نجات دهنده دي خو دَ دوى سره نۀ دَ دين غم ؤ او نۀ دَ قام، هغوى سره خپل غم ؤ، هر څۀ ئې خپل ځان ته کړي دي. قام، وطن او دين ته ئې هېڅ نۀ دي کړي.

زمونږ دَ سکولونو مخالفت ملايانو شروع کړو او وئيل به ئې چې په دې کښې اردو وئيل کېږي. اردو يوه بهانه وه ګني  دَ جماعتونو نه زمونږ په سکولونو کښې ديني تعليم هم زيات ؤ او په ښه طريقه هم ؤ او بل ورسره ديني تربيت ؤ. دوى دَ مونځ معنٰى چا ته ښودلې نۀ ده او مونږ په زرګونو بچو ته دَ مونځ معنې ور زده کړې دي. خبره دا وه چې دا زمونږ مخالفين چې وو دَ دوى خو په اسلام څۀ کار نۀ ؤ ګني  اسلام خو علم په نر او ښځه فرض کړے ؤ او دا ئې وئيلي دي چې په علم پسې ان تر چېنه لاړ شئ.  چين کښې خو منيه، خلاصه او دَ عربي علم نۀ ؤ، دَ اسلام خو دَ علم دَ حاصلولو غرض ؤ،کۀ دا ملايان رښتيا په علم مئين وي نو دوى به زمونږ ملاتړ کړے وے. دوى خو دا فکر کوۀ کۀ پښتنو کښې علم او پوهـه راشي زمونږ دکان به سوړ شي او دې ته ئې فکر نۀ کوۀ  کۀ په پښتون قوم کښې علم راشي، قام به ترقي وکړي او چې قام ترقي وکړي مونږ به هم ترقي وکړو. دوى خو دَ قوم نه جدا نۀ دي دَ دوى نه بيا لا خانان ښۀ وو ځکه کۀ په قام کښې پوهـه راتلله نو خانۍ ته ئې هم نقصان رسېدۀ خو خانانو مخالفت خو لا پرېږده چې وې نۀ کړو بلکې زمونږ ډېر امداد ئې هم کړے دے. مونږ به ملايانو ته ډېره تسلي ورکوله چې کۀ دا قام ترقي وکړي تاسو به هم ترقي وکړئ خو دَ هغوى په دماغ کښې دا نۀ راتله چې ګوندې پښتون قام او ورسره مونږ ترقي کولے شُو. دوى دومره دَ تيارخورۍ او بېکارۍ عادت شوي وو چې دَ جدوجهد ماده په کښې پاتې شوې نۀ وه. (زما په ياد دي چې يوه ورځ په سېواګرام کښې دَ ګاندهي جي سره ډېر خلق را جمع شوي وو. دَ پراتنا نه پس هغۀ خلقو ته دا خبره وکړه، دا نن چې مونږ غلامان يُو او دَ ذلت ژوند تېروو، دا ځکه چې مونږ ډېره لويه ناشکري کړې ده او دَ خدائے په نزد ناشکرې ډېر لوئے جرم دے، مونږ ځکه په مصيبت مبتلا يُو چې خدائے لاس او پښې راکړي دي او مونږ ورنه کار نۀ اخلو او زمونږ مذهبې ډله يعنې برهمنانان تيار خوارۀ او بېکاره شوي دي. دَ دې نعمت دَ کفران په وجه دَ خدائے له طرفه په مونږ دا لعنت نازل شوے دے، په ګيتا کښې ئې راوړي دي چې څوک کار نۀ کوي او خوراک کوي هغه غل دے.)

په دغه وخت کښې قام دَ ملايانو او باباګانو په جال کښې ګېر ؤ او دَ هغوى دَ اثر لاندې دَ بل چا اثر ئې لا نۀ ؤ منلے او يو قام هله دَ چا اثر قبلوي  چې اثر والا په کښې پېدا شي. کله چې ملايانو زمونږ دَ مدرسو مخالفت شروع کړو نو دَ خپلو مدرسو دپاره مونږ دَ ترنګزو حاجي صاحب سرپرست وټاکۀ نو په دې طريقه مونږ څۀ نا څۀ دَ ملايانو دَ تخريب نه بچ شُو. دَ حاجي صاحب په وجه مونږ ته په دې کار کښې ډېره کاميابي حاصله شوه. حاجي صاحب يو مصلح بزرګ ؤ او دَ نورو باباګانو غوندې نۀ ؤ، دا ئې لوئے صفت ؤ چې دَ نورو باباګانو غوندې چا ډائرېکټ يا ان ډائرېکټ په بيه نۀ شو اخستلے، پېرنګے په دې کار کښې ډېر استاذ ؤ، هغۀ دَ مسلمانانو دَ راګېرولو دپاره مسلمانان ساتلي وو، هېڅ ملا او بابا ترې بچ کېدے نۀ شُو، دغه يو حاجي صاحب ترې خدائے ساتلے ؤ. زمونږ دَ مدرسو په مخالفت کښې هم دَ پېرنګيانو لاس ؤ کۀ څۀ هم دَ ملايانو په کښې خپل غرضونه هم وو.

(اووۀ ورځنے پښتون، ٨ اپرېل ٢٠١١ء)

-
بېرته شاته