(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که طالبان هوښیار وي

[03.Aug.2015 - 13:08]

لیک: جمال رحمن
ملي او انفرادي  ګټې د اختلاف او جګړو باعث کیږي چې د دین، ایډیالوژې، بشري حقوقو او ټولنیزو ارزښتونو نه ورته د مشروعیت له پاره کار اخستل کیږي. همدغه شان اسلامي ورورولي یوازې یو اخلاقی ارزښت دی، چې د عامو مسلمانانو په ذهنونو کې ځاۍ لري خو په عمل کې د سیاسی، اقتصادی او کلتوري ژوند په هیڅ برخه کې نه لیدل کیږی. ملي منافع هرچیرته د سیاسي، اقتصادي او کلتورې راکړې ورکړې، دوستۍ او دښنمۍ اساس او منبع دي. په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې د ایران او عراق د جګړې په وخت کې په ظاهر کې د نن پورې د دوه دښمنو هېوادونو، ایران او اسرائیلو ترمنځ پوځي همکاري به د ملي منافعو د اهمیت ترټولو ښه بېلګه وي.
 همدغه شان جګړه، اقتصادی او سیاسي انحصار د هوښیارو او په ځان بسیا ولسونوکار نه دي. دوۍ خپل اختلافات د خبرو، اقتصادی او کلتوري راکړې ورکړې او یوبل ته د درناوي له لارې حل کوي،  نه په کور دننه او نه په ګاونډ کې داسی شرایطو ته زمینه برابره وي چې د نظر اختلاف په بحران بدل شي. یوازې ناپوهه، وروسته پاتی، کمزوري او احساساتي ولسونه د دین، ایډیالوژۍ، بشري او مدني ارزښتونو د ښایسته او خوش اهنګه اصطلاحاتو نه په جوړ شویو دامونو کې نښلي، د بحرانونو او جګړو ښکار ګرځي. هر بامسؤلیته حکومت هڅه کوي چې ملي واکمني د ټولنې هنداره وي  او د ټولنې هر قشر په حقوقي او عملي لحاظ په دغه هنداره کې ځان و ویني. بامسؤلیته حکومت هیڅکله ددې زمینه نه برابره وي چې پراخې پرګنې د سیاسي او اقتصادی محرومیت احساس وکړي او اختلافات په بحرانونو بدل شي.  
هر انسان په خپله ټولنه کې ځان مصؤن، د ابرو او عزت نه برخه مند احساسوي. د هیڅ شخص او ډلې سیاسي او فزیکي مصؤنیت، ابرو او عزت په نورو ټولنو کې او د پردیو حکومتونو دسیوري لاندې یقیني نه دي. که چیرته دغه شان مصؤنیت ممکن هم وي هغه به مؤقتی، د خاصو اهدافو له پاره د یو لوړ سیاسي او اقتصادی قیمت په بدل کې به وي. کله چې اهداف براورده شي بیا دغه مصؤنیت نه یوازې له منځه ځي، بلکې که د کوربه هیواد ګټې ایجاب وکړي د سیاسی، اخلاقی، اقتصادی زجر او حتی د فزیکی نابودۍ سره مخ هم کیږي. دا چې د طالبانو مشر، ملا محمد عمر اخند او د حقاني شبکې بنسټ ایښودونکي مولوي جلال الدین حقاني په طبعی مرګ مړه شوي او که وژل شوي یو بل بحث دی خو د طالبانو د تحریک په لسګونو اغیزمنو شخصیتونو د پاکستان د اهدافو سره د مخالفت په وجه خپل ژوند له لاسه ورکړې او یا د دغه هېواد په زندانونو کې پراته دي. همدغه شان د ګوانتنامو زندان، د طالبانو د سر او حکومت په بیه د امریکا سره د پاکستان سوداګري د پورتنۍ ادعا ښه او څرګند ثبوت دی چې طالبان تری باید زده کړه وکړي.
طالبان باید په دی هم پوه شي چې دوۍ اوس په افغاني ټولنه کې د نفو‌ذ یوازې دوه وسیلې لري چې یوه یې د زور او وسلې کارول دي او بله یې په حکومتي ادارو کې پراخ اداري، فساد، ټولنیزه بی عدالتی، د دولتي مقاماتو سلیقوی چلند او د زورمندانو نادودې دي. دغه دواړه وسیلي د ولسی مشروعیت له پاره کفایت نه کوي او طالبان په ملي سطحه د حکومتولۍ او په نړیواله سطحه د مشروع راکړې ورکړې جوګه کولي نشي.
 دا چې طالبان په خپل عمل او نظر کې څومره آزاد دي او یا په دوۍ باندی د پاکستاني پوځ، استخباراتو او ملکي حکومت د نفوذ کچه څومره ده، د لته د بحث موضوع نه ده. خو د جګړې او په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ترڅنګ نور ټکي هم شته چې په افغاني ټولنه کې د طالبانو شهرت ته صدمه رسوي او دوې ته د پاکستان د اهدافو د وسیلې بڼه ورکوي. په کوټه کې د طالبانو د مشرتابه او د قوماندی مرکز، د طالبانو په لیکو کې د پنجابیانو،عربو، د مرکزي اسیا د اتباعو موجودیت، د افغانستان نه د پاکستان ناروا غوښتنې، په دغه هېواد پورې زموږ د اقتصاد د تړلو هڅې، د طالبانو په لاس زموږ د اقتصادی او بنسټیزو جوړښتونو تخریب، افغانستان ته د پاکستان له خوا د مستعمرې او یا د پنځم ایالت په سترګه کتل، د تنظیمي جګړو په وخت کې د افغانستان د ملي اردو د منځه وړل، د علم او زده کړو نه د خلکو او په تیره بیا د پښتنو بی برخی کول، د دیورند هاغاړې ته د پښتنو او بلوڅو سره تعصبی چلند، د افغانستان او افغانو په هکله د اغیزمنو پاکستاني شخصیتونو لکه جنرال مشرف، جنرال درانی، حمید ګل، مولانا فضل الرحمان، جنرال بابر د کرکی او کینې نه ډکې تحقیرامیزه څرګندونې د افغانانو ملي غرور زخمي کوي او د طالبانو مشروعیت له سوال سره مخ کوي.
لنډه دا چې ټول طالبان افغانان نه دي خو ددوۍ یوه لویه برخه ددې خاورې بچیان دي چې د دین، قوم او یا احساساتو او یا هم په تیرو کلونو کې د حکومت د ناسم چلند او زورمندانو له ظلم په وجه د پردیو په تیره د پاکستان په دام کې لویدلې. کیدي شي ډیر طالبان د پاکستان په نیت پوه وي خو د خلاصون لار ورته معلومه نه وي. خو که اراده موجوده وي د حل لارې پیدا کیږي. د خلاصون یوه لار بېرته هېواد ته راستنیدل دي که هغه د حکومت سره په مخالفت کې هم وي. که طالبان د جنګ په ځاۍ سیاسیت ته مخه کړي دغه کار به له یوې خوا په د وۍ باندې د پاکستان نفوذ کم کړي او له بلې خوا به د خلکو ستونزو ته پاملرنه، په حکومت باندی جوړونکي انتقاد او ملي ګټو ته تعهد ددوۍ مشروعیت ته لار خلاصه کړي. همدغه شان د افغانستان حکومت سیاسی او مدني بنسټونه هم باید ملکي ژوند ته د طالبانو د راستنېدو سره مرسته وکړي ترڅو دجنګ اور ختم شي.
طبعي ده چې پاکستان به بیا هم هڅه وکړي چې د طالبانو ټول کړه وڅاري او د اي اس ای د ټاکلې لارې نه د انحراف په صورت کې ددوۍ اغیزمن شخصیتونه د منځه یوسي. خو اوس طالبانو ته هم په ملي او هم په سیمه ییزه او نړیواله سطحه د بېرته راستنیدو او په قانوني سیاست کې د برخه اخیستو موقع برابره شوې. دوۍ باید له دی موقع نه اعظمی استفاده وکړي. بېرته د راستنیدو په صورت کې به  د یوې خوا د پاکستان د مستقیم کنترول او تهدید نه خلاص شی او د بلې خوا به دننه د سیاست په ډګر کې ددوۍ د مانور ساحه پراخه شي. نو که طالبان هوښیار وي باید لومړې د قانوني سیاست ته د ور ننوتلو له پاره د هري ممکني وسیلې نه کار واخلې او د جنګ او وینو تویولو په ځاۍ د خلکو زړونو ته د لار پیدا کولو په لټه کې شي. یوازې زور او وسله د مشروعیت وسیله نه شي کېدې. 

-
بېرته شاته