(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د د ډاکټر راجولي شاه خټک یاد غونډه

[05.Aug.2015 - 18:14]

د ډیوه سیمینار کې پوهانو د ډاکټر راجولي شاه خدمات ستائیلي

فاروق فراق

 په پیښور کې د ارواښاد پروفیسر ډاکټر راجولي شاه خټک په یاد کې د وائس اف امریکه ډیوه په تابیا د راجوړ شوي دغه سیمینار صدارت د پښتو د سوونو کتابونو مصنف ، مولف ، شاعر ادیب . نقاد اؤ محقق ښاغلي همیش خلیل کوله اؤ د کوربه چارې یې د ډیوه خبریال فاروق فراق اؤ پروفیسر اباسین یوسفزي سرته ورسولې.

ددغه سیمینار یوه ځانګړتیا دا وه چې په ډیره موده وروستو یې د پښتو د سر،سر لویو شاعرانو ،ادیبانو اؤ دانشورانو ته یو ځایې دکښیناستو موقعه په لاس ورکړه اؤ هغوئ که چرته د ارواښاد ډاکټر راجولي شاه خټک د علمي اؤ ادبي خدماتو په حواله خپل تاثرات د نظم اؤ نثر په شکل کې بیان کړل نو هلته یې پخپلو منځونو کې په بیلابیلو ادبي اؤ علمي موضوعاتو هم خپلو کې په غیر رسمي ډول په خلاص مټ خبرې وکړې.

 سیمینار ته ښاغلو همیش خلیل، ډاکټر یارمحمد مغموم، سلیم راز،رحمت شاه سائل، پروفیسر اباسین یوسفزي ، استاد محمد اصف صمیم،ډاکټر خادم حسین عامر، نورالبشر نوید، قیصر اپریدي ، ودود اشنغري، ډاکټر احمدعلي عاجز ، دپښتو اکیډمۍ ډائریکټر نصرالله وزیر اؤ د ډاکټر راجولي شاه خټک مشر زوئ انجنئیر یحی ولي خټک د ډاکټر راجولي شاه خټک په هکله خپل تاثرات د نظم اؤ نثر په ژبه کې څرکند کړل اؤ د مرحوم ډاکټر راجولي شاه خټک د ژبې اؤ ادب دپاره کړي خدمتونه یې وستائیل.

په شلمه اؤ یوویشتمه پیړۍ کې د پښتو ادب په نقادانو ، محقیقینو اؤ شاعرانوکې  وتلی شخصیت، د لوړ فکر څښتن شاعر، لیکوال اؤ محقق پروفیسر ډاکټر راج ولي شاه خټک د دتیرې میاشتې په شلمه نیټه  د زړه د دورې په وجه په حق رسیدلی ؤ .

مقررینو پخپلو وینا ګانو کې وویل چې ډاکټر راجولي شاه خټک په پښتو ادب کې نه یوازې غوره تخلیقي صلاحیتونه ښکاره کړي بلکې د تنقید، تحقق د لارې یې هم د پښتوادب ځولۍ ډکه کړې ده.

ددغه سیمینار په موقعه ډاکټر راجولي شاه خټک سره ډیر نزدې پاتې شوؤ ډاکټر یارمحمد مغموم ، پروفیسر اباسین یوسفزئ اؤ احمد علي عاجز د راجولي شاه خټک د شخصي ژوند د خوشګواره اړخونو په اړه خپلې خاطرې د محفل برخه والو سره شریکې کړې اؤ وئ وئیل ډاکټر راجولي شاه چې څومره دروند،سنجیده علمي شخصیت لرلو په عام ژوند کې ډیر ټوقي یا خوش مزاجه هم ؤ.

ددغو پوهانو د وینا ګانو نچوړ ددې نکتې څخه زیات تاویدو چې په موجوده سنګینو حالاتو کې چې پښتانه د هر طرفه د ستونزو اؤ تاوانونو سره مخ دي په دغسې حالاتو کې د ډاکټر راجولي شاه خټک په څیر د سترګورو دانشورانو مړینه نه یوازې د هغه د کورنۍ بلکې د ټولو پښتنو دپاره یو ستر تاوان دی .

د ټولو پښتنو دپاره د یوې متفقه املاء رائج کولو په لړ کې هم د ارواښاد هڅې وستائیل شوې اؤ ووئیلي شول چې کله ډاکټر راجولي شاه خټک د پښتو اکیدمۍ د ډائریکټر په توګه خپل خدمات ترسره کول په دغه موده کې یې ډیرې ستړې کړې وې چې د نړۍ ټول پښتانه په یوه ګډه املاء متفق کړي .

هغوئ د اکیډمۍ د لارې د پښتو ادب اؤ ژبې د ترویج دپاره هم د ډاکټر راجولي شاه خټک خدماتو ته زرینې پیرزوئنې وړاندې کړې  اؤ ډیوه راډیو ستائنه یې وکړه چې ددغسې لویې پښتون دانشور خدماتو ته یې د خراج وړاندې کولو په غرض دا سیمینار راجوړ کړو.

ډاکټر راج ولي شاه خټک چې د نوښار ضلعې په ډاگ اسماعیل خیلو کلې کې په ۲۴مه جنورۍ کال ١٩٥٢ کې د قدیم شاه په کور کې زیږیدلی ؤ ګڼ شمیر علمي،تنقیدي اؤ تحقیقي کتابونه یې د پښتو ادب ځولۍ ته پیرزو کړي دي اؤ ددې ترڅنګ یې د نوؤ لیکوالو په روزنه کې هم لویې لاس لرلو.

نوموړی د سترو شاعرانو امیرحمزه خان شینواري، غني خان، قلندر مومند اؤ اجمل خټک سره ډیر د نزدې نه پاتې شوی ؤ اؤ زیاتره وخت به یې د شلمې صدۍ ددغو عهد سازو شخصیاتو سره علمي اؤ تنقیدي بحثونه کول.

-
بېرته شاته