(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادبی خبر

[06.Aug.2015 - 12:11]

اقبال حسين  افکار
د پښتو ادبی سوسایټۍ اسلام اباد غونډه د اګست په 3 نیټه د ګل په ورځ مازیګر 6 بجې د اکادمی ادبیات پاکستان په لیکوال کور کې وشوه مشری ښاغلی محمود احمد وکړه او میلمه شاعر ښاغلې بهادر خان ګلشن خټک په دې موقعه مشر میلمه وو نظامت اقبال حسین افکار تر سره کړ.ښاغلی خورشید ابن لبید د قران پاک تلاوت او نعت شریف نه غونډه شروع کړه افکار د خیام یوسفزی او غنی خټک د کتابونو د مخ کتنې دستورې لړ کې د ملګرو د مرستې ملا تړ مننه وکړه په خصوصیت سره د طیب خان. سردار یوسفزی. رفعت خټک. او احساس خټک هڅې مرسته ملاتړ د قدر وړ ستاینی جوګه دی.افکار ووییل چی دې تیرو ورځو کې د پښتو قد اور شخصیت ډاکټر راج ولی شاه خټک صیب ارواښاد شو ډاکټر صیب چی څنګ په ظاهری صورت ښایسته وو.وغه رنګ د هغه باطن هم سپین سپیځلی وو چید هغه باطنی ښکلا د هغه په په نثری تحقیقی او تخلیقی اثارو کې ځلنده و.هغه د پیشه ورانه صداقت خاوند وو هغه د خپلې خاورې حلالی بچې وو چرته یی هم. په پښتو پښتونولی کمپرو مایز نه وو کړې.د ارواښاد ډاکټر راجولی شاه کمې به تر ډیر وخته احساسیږی په دې موقعه افکار د هغه یو غزل هم واورول.ښاغلی غنی خټک ووییل د راج ولی شاه سره زما یو تعلق د لیکوال وو او بل د کلی والۍ خو بیا هم زه د هغه ډیر نیزدې نه یم پاتې ولې دا یو حقیقت دې چی هغه د کار سړې وو او کار یی کړې وو.غنی خټک صیب په دې موقعه یو قرار داد وړاندې کړو چی ورکې د خیبر پښتون خوا د حکومت او تعلیم وزارت نه غوښتنه شوې وه چی د ډاګ بیسود هایی سکول دې د ډاکټر راج ولی شاه د نوم سره منسوب کړی ټولو ملګرو قرار داد په یو خوله منظور کړو.
دویمه ناسته دویمه ناسته کې ښاغلی طیب خان خپله افسانه تنقیدد کره کتنی دپاره وړاندې کړه شاغلی طیب چی لنډه کیسه واوروله نو دمشر په اجازه ننګلیال یوسفزی ووییل د ښاغلی جزبه د قدر وړ ده دا موضوع هم زړه راښکونکی ته خو هغه ددې لیک نه نه چی ذه ورته افسانه نشم وویلی یو عام اخلاقی لیک دې.دې کې نه خو پلاټ شته نه سسپنس نه منظر نګاری ښاغلی لیکوال ښکاری چی د افسانې مطالعه یی نیشته.ښاغلی خان کریم ووییل چی نه داسی نه ده دې افسانه منظر نګاری هم شته او کردارونه او خیال هم شته.وقار علی شاه هم د ښاغلی طیب هڅه وستاییله.خان کرحیم خان مجروح په لیک کې د 
املا غلطۍ په ګوته کړې 
Iqbal Hussain Afkar

-
بېرته شاته