(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حیات الله عتیق هم سترګي پټي کړې

[06.Aug.2015 - 14:13]

لیک :.رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه

ویل کېږي چي دروژې مبارکي دپاي په شپوکښي دپښتوژبي ادیب، شاعر،لیکوال ،ژورنالسټ اویوسترښوونکي حیات الله عتیق هم له دې پاتي نړۍ څخه سترګي پټي کړې اودلوې سفرپه لورروان شو.مرګ خوحق دی له دې څخه څوک ډډه نه شي کولاي.خوخبره داده چي یوداسي ادیب چي دشپږکتابونوڅښتن دی ژورنالسټ دی اودتعلیم په څانکه کښي یې خپله وظیفه ترسره کوله په حق ورسېدای.خوهډوڅوک پې خبرهم نه شو.ارواښادحیات الله عتیق په م جون 1962ء عیسوي کال کښي دسهیلي پښتونخواپه چمن ښارګوټي کښي دآغامحمداڅکزي عشیزي په کورکښي سترګي پرانستلې.لومړۍ زدهکړې هم هلته کړي دي.اوراښادلکه څنګه چي مخکښي وویل شوچي دتعلیم په څانګه کښي یې خپله وظېفه دیومعلم په توګه ترسره کوله.دخپلي شاعري پېل یې له 1978ء عیسوي کال څخه کړی دی.ارواښاد دشاعري اودژورنالسټي دوره تراوس دمه دوام درلوده.په دې موده کښي ارواښادډیرڅه لیکلي دي.دشاعري کولوترڅنګ یې په ښه توګه په پښتواواردوژبو کښي نثرهم لیکلي دی. ارواښادخپلي لیکني دسهیلي پښتونخواپه ځاي ورځپاڼواومجلوکښي خپرولې.دارواښادټوله ژوند53کاله وو.په دې ژوندکښي یې اووه دېرش کاله دپښتوژبي خدمت اوشاعري ته ورکړی وو.په دې ټوله موده کښي ارواښادشپږکتابونه خپاره کړل.لومړۍ شعري ټولګه یې دژوندملګری په کال نولس سوه دوه نیوي عیسوي کال کښي خپره سوې ده.بیایې دویمه شعري ټولګه ناقراره زړه یې په نولس سواته نیوي عیسوي کال کښي خپره کړې ده.دریمه شعري ټولګه بې وزرومرغه یې په دوه زره یوعیسوی کال کښي ترچهاپ وتلې ده.هم دغه رازیې پله پسې نوري شعري ټولګي الوتې مینه،ستاسترګي اودهمت غریې ترچهاپ وتلې ده.دارواښادپه شعري ټولګه یوه لنډه غوندي سریزه ماهم دبل ملګري په نوم لیکلې ده.هغه په دې چي دارواښاددغه خوښه وه چي زماهغه ملګری چي دارواښادهم ملګری وو.سریزه به لیکي خوهغه یوژورنالسټ ووهغه دشعراوشاعري څخه هیڅ تړون نه وو.

دپښتوادب په ډګراراواښاد ځانته یولوړمقام لري.اوراښاددادب په ډګرپه هره خوایې خپل آس په تیزي سره زغلولی دی.هغه که دنظم اوکه دنثرډګردی.اوراښادخپل لوړفکراوخیال به ښه توګه دشعرپه ژبه بیان کړی دی.اوراښادځانته خپله لاره غوره کړې ده.لوې څښتن دې ارواښادلري.یوه ورځ په بلوڅۍ اکیډمي کښي دارواښاددشعري ټولګه دهمت غرمخ کتنه وه ماداخبره وکړه چي دشعري ټولګۍ نوم خوانقلابي دی خوپه شعري ټولګۍ کښي انقلابي شعرونه نشته.اوراښادخویوډیرساده انسان وونوپه هم دې خبره لږغوندي رانه خفه شو.دایې فکرووچي دپروندهلک زماپه شعرونونیوکه کوې.(زه خولاتراوسه دومره لوې ادیب یانقادنه یم چي دهغه چادشعرونوجاج واخلم اوخامي یې ګوته کړم کوم څوک چي زمادپلار په شان وي اوزماله پلاره پنځه کاله کشروي.)کله چي دارواښادنوبت شونوویل یې چي ارماني په مانیوکه وکړه زماپه خیال زماشعري ټولګه یې نه ده لوستلې زماداشعرهم په شعري ټولګه کښي شته :

بلادې باندي سي پرنوروډیروژبوباندي

عتیق کومه مدام فخرپه عظمت دپښتو

ارواښادپه دې نه ووخبرچي ستاسترګي اودهمت غرپه حقله ماډیرڅه لیکلي دي.

داورښادشاعري ساده غوندي ده اودمیني ډکه شاعري ده .ارواښادیوڅوشعرونه دلته رانقل کوم :.

وچاته ګل وچاته خاریم عتیق

دچادزړه دمیني یاریم عتیق

څوک مي مني اواحترام مي کوي

وچاته  سوراوردانګاریم عتیق

دنړۍ ښکلوفریاددعتیق واورۍ

کړی راپاکي اوښکي زمادناقرارزړه

ستادپاره مي اشناالوتې مینه

کړه تصنیف په مینه ماالوتې مینه

ددښمن پرسریې بیاسوراوروربل کړی

چي یې ولیده نن داالوتې مینه

ځانته پېرځانته فقیراوځانته خان یم

ځانته کلی ځانته ښارځانته جهان یم

فرعانیان دزمانې دي راته ګرځي

زه ددوي لاره کښي خنډدوي ته طوفان یم

دهرچاکه قصدراکېږي باک یې نه کړم

زه عتیق خودخوږمنوزړودرمان یم

دهمت دغره پرسردرته ولاړیم

بې همته ترمنزله نه رسېږي

بایدهرانسان پخپله همت وکړي

همت ګرته توري خاوري سرزرکېږي

زه عتیق منصورغوندي خبره پوره صفاکوم

په داسبب نن زماحیات الله ګزاره ګرانه ده

دزړه یوه خوامي دزړه سره ستایادونېولې

دابله خوامي دزړه ډیرسختودردونېولې

چي زه عتیق دي په ژوندون یم کباب کړی په اور

نوخودزماحیات الله سینه داغونېولې

یومودین یومومذهب دی خواخترجداجدا

دلته هریودخپل سردی هرخودسرجداجدا

زه حیات الله عتیق یم دې نړۍ ته فکروړی

هم موخان هم موغریب هم مورهبرجداجدا

لکه څنګه چي ارواښادپه خپل پورتني یوشعرکښي ویل دی چي دزړه دابله خومي سختودردونېولې ده داحقیقت دی چي ارواښادله ډیري مودې راهیسي دزړه په رنځ اخته وو.کله چي دارواښاددرملنه کېدلاې شوه نوهغه وخت نه حکومت مرسته ورسره وکړه اونه دتعلیم څانګي .په دې حقله ارواښادیووخت وخبري غونډي ته هم ویناوکړه.په پاکستان کښي داستوردی چي کوم دولتي مامورپه رنځ اخته شي نودهغه درملنه به ددولت هغه څانګه کوي په کومه څانګه کښي چي هغه انسان خپله وظېفه ترسره کوې.خودلته هم ارواښادسره نارواچلن وشوو.کله چي په سهیلي پښتونخوااوبلوچستان کښي دپښتونخواګوندپه حکومت کښي برخوال شونودارواښاددغه ارمان یې هم ورپوره کړو.دارواښادله مرګه څوورځي وړاندي دپښتونخواګوندیومرکزي مخکښ ایالتي وزیرنواب ایازخان جوګیزی وارواښادته دمالي مرستي دپاره یولکهـ کالداروچیک ورکړی.

زماغوندي دغسي نورهم لیکوالان،شاعران اوادیبان په نه دې خبرنه شوچي حیات الله عتیق کله په حق ورسېدی.خویوه ورځ په اردوورځپاڼه کښي کښي دیوادیب لیکنه وه چي حیات الله عتیق په حق رسېدلی دی.خوهغه ادیب ته یې هم دمرګ نېټه نه وه څرګنده ده. دیوادیب دغه شان مرګ چي هڅوک هم ترخبرنه سي دادپښتوژبي زیان دی.پکارخوداووچي دپښتون آبادشاعرانواولیکوالانوپښتانه په دې خبرکړي وو.هسي خویې هره ساعت په سوشل میډیاپه منډوترنډولګیاوي خونه یم خبرچي داخبریې ولي نه دی خپورکړی.زه خوپه خپله په دې حقله دپښتون آبادشاعران اولیکوالان ملامت بولم چي دارواښادپه مرګ پټه خوله پاته شوي دي.بایدچي دغه لیکوالانواوشاعرانوپه سوشل میډیادارواښاددمرګ خبرخپورکړی وایه.دازموږدپاره ډیردشرم خبره ده چي دیوغیرپښتون لیکوال دلیکني وروسته موږپه دې خبرېږوچي دپښتوژبي یوادیب په حق رسېدلی دی.زه په خپله دارواښادپه مرګ ډیرخفه یم.ځکه چي ارواښادله سره په سهارمجله کښي یوځاي کارکوای.اوډیرمینه ناکه انسان وو.پکاردی چي دسهارمجلې مدیرجهانزیب خان اڅکزی دارواښادپه یادکښي یوه غونډه جوړه کړي.اودغه شان دي دپښتون آبادادبي تنظیمونه دي هم دارواښادپه حقله خپلي غونډي جوړي کړي.اوارواښادته دي دپیرزویني ګلونه وړاندي کړي.لوې څښتن دي دارواښادارواښادلري.

 

 

-
بېرته شاته