(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درې ورځې دې ملي ماتم اعلان شي

[08.Aug.2015 - 21:12]

په ډيري خواشينۍ مو خبرترلاسه کړ چې د هیواد په پلازمینې کابل او د کابل په ګاونډ لوګر  ولایت کې د ورستېو  چاودنو له کبله لسګونه بې ګناه کسان شهیدان او ټپيان شوي دي.

انا لله وانا اليه راجعون

وړمه شپه او تېره شپه د کابل په بېلا بېلو برخو کې ځانمرګي  بریدونه او چاونې شوي چې دورستیو خپرو شویو معلوماتو له مخي  ۳۵ بي ګناه  افغانان شهیدان شوي او ۴۰۰ نور ټپيان شو یدي.

دغه راز د پنجشنبي په شنه ګهیځ د پل علم په زړه کې چاودنې درې بی ګناه کسان شهیدان کړل او تر ۲۴ زیات یې ټپیان کړی دي.

د لوګر د ځوانانو ټولنېزه اوکلتوري ټولنه په هره پيښه کې چې ملکې وګړو ته ورکې مرګ ژوبله رسېږي په کلکو ټکو غندې او له ښکېلو غاړو  غوښتنه کوو چې د بې ګناه انسانان وژنه نوره بس کړي.

له ولسمشره او د کابیني له غړیو غوښتنه کوو  چې له غم لیدلو کورنیو سره د خواخوږي له کبله په هیواد کې درې ورځي ملي ماتم اعلان کړي..

او په پاې کې د پېښو شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د عاجلي شفاء او دوستانو او اهل بيت ته يې د الله تعالی له درباره د زړه صبر غواړو. دلوګر د ځوانانو ټولنېزه او کلتوري ټولنې ټول غړي په دغه درانه غم کي له خپلو  هيوادوالو  او قربانيانو سره ځان شريک ګڼو او کورنيو ته يې د خپل تسليت مراتب وړاندي کوو.

 

دلوګردځوانانوټولنیزه اوکلتوری ټولنه

-
بېرته شاته