(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قافيې موسیقي

[08.Aug.2015 - 22:07]

لیک: پوهندوی لال پاچا ازمون

مضمون د شعر لکه پیکر دی
رنګین الفاظ یې رخت و زېور دی
ورته پکار دي دا دواړه توکه
پیکر که هر څو دلربا تر دی

دا د پښتو ژبې د پیاوړي او نازک خیال شاعر کاظم خان شيدا هغه سندریزه وینا ده چې د شعر ارزښت یې په کې څرګند کړی دی. په دې تعریف کې پر مضمون سرپیره د الفاظو په رنګینۍ حساب شوی دی، رنګین الفاظ رخت و زېور ګڼل شوي دي.

شعر د لفظونو سندریزه وینا ده، د شعر ښکلا په الفاظو کې نغښتې، شعر د خبرو هنر دی. په رنګینو الفاظو کې د مضمون وړاندې کول؛ د شعر د فکر و خیال عاطفي تړون دی. په الفاظو کې معنا نغښتې او موسقیت یې د غږونو یو ګډ اهنګین امتزاج دی.

لومړی راځو قافیې ته؛ قافیه ( د عربو په لغت کې وروسته،شا، څټ او ورپسې تلوونکي ته وايي او په اصطلاح کې هغه پوهنه ده چې د بیتونو د دورونو د پای د کلیمو له همغږیو څخه بحث کوي. یا په بله وینا د مصرع بیت د هرې مصرې اود غېرې مصرع د هر بیت د پای کلیمه چې شعر ورباندې ختمیږي او اعاده یې په ورپسې بیتونو کې لازمه وي قافیه بلل کیږي… هغه کلیمې چې د دورونو په پای کې لازمه هم اهنګي ولري د قافيې کلیمې یې بولي))(۲: ۹)

قافیه دنظم په خاصه او وروستۍ برخه کې دیو واحد یا څور توريو اهنګین تکرار دی.
قافیه معنوي او لفظي ښکلا لري، قافيه د وزن په برابرښت کې ونډه اخلي، د شعر داخلي او بهرنۍ موسیقي د قافیې او نورو توکو په راوړو بشپړيږي.

قافیه هم دمترنمو لفظونو لپاره یو پیکر دی، دشیدا دڅلوریزې پر مصداق قافیه دقافیه وال نظم رخت وزیور کې راځي، قافیه دنظم بهرنۍ موسېقي جوړوي.

قافیه دتوریو په اهنګین اوډون رامنځته کېږي، دغه اوډون یوه ځانګړې موسېقي رامنځته کوي. نو ځکه خو نیما یو شیج (( بې قافیې شعر بې هډوکیو سړی بولي))
(۳: ۸۲)
((مایا کوفسکي په دې عقیده دی چې قافیه باید دشعر تر ټولو کلماتو غښتلې او بنسټیزه وي، ځکه چې شعرونه یو له بله سره پیوندوي، پر همدې بنسټ هغه توکي چې قافیه رامنځته کوي، اړینه ده چې تر نورو توکیو چې دشعر په جوړښت کې کارېدلي، قوي وي، دی وايي له قافیې پرته شعر مات او زیانمنېږي.))(۲: ۸۴)

قافیه د تصویر په جوړولو اود یو چا ذهن ته د موضوع په تداعۍ کې ونډه اخلي. قافیه د شعر د رنګینۍ او خیال بافۍ جامه ده. قافیه پېژندونکو د قافیې همغږي په روي کې وینې اود دوی له نظره د قافيې نور توري هم د همدې همغږۍ په اواز تړل کیږي.

دلته دحمید بابا دغزل یو دوه بیته رااخلو چې قافیه یې دانځور جوړولو مرکزي برخه ده:
لکه څوک چې په چا توره نیم کښو کا
هسې سهم راکوي ستا مړوندونه
دحمید په څېر بلبل به پکې نه وای
که ګلزار نه وای په ښکلیو سربندونه

په دې بیتونو کې (ندونه،ندونه) همغږې برخه ده، دغې همغږې برخې دشعر موسېقي تړلې، او بل دا چې دقافیې له عیبه هم پاک دي، که مفردې بڼې ته واوړي نو هم همغږي لري، دې همغږۍ دشعر ژبه شاعرانه کړې او نوی انځورونه یې زېږولي، په لومړي بیت کې خبره په مړوندونه کې ده،مړوندونه له تورې سره تشبیه شوي دي، دې تشبیه یو حسي انځور رامنځته کړی دی. حسي کلمې په تېره قافیې دشعر نورو توریو ته حرکت او شور ورکوي.

په دویم بیت کې (سربندونه) دانځور جوړولو لپاره دیو حرکت لامل ګرځېدلی دی، دلته حمید له بلبل سره دهمدې سربندونه له امله تشبیه شوی دی.

قافیه د هر بیت اساس جوړوونکی توکی دی، د قافیې پر مدار په لفظونو کې تصویرونه څرګندیږي.

روي بیا د قافیې هغه توری دی چې د قافیې زړی جوړوي. د خوشحال بابا یو غزل دی:

(هغه مخ چې ښایسته د نندارو وي
چې یې وینې په هر چا پسې هو هو وي
د بلبلو د بلغاک نه درلګیر مه شه
هغه ځای چې رنګ د ګو وي ګفتګو وي
که هر څو ښایسته ډېر دي ګومان نه کړم
چې به بله ښایسته پاکیزه رو وي
…)(۲: ۲۶)

د دغه غزل د دورونو په پای کې د قافیې کلیمې نندارو، هو-هو،ګفتګو، رو رو او … دي. هماهنګه برخه یې یوازې ( و – o) یو خپلواک غږ او ساکن دی.
تر قافیې وروسته (وي) چې په تکراري بڼه راغلی ردیف بلل کیږي.
په دغه غزل کې قافیه او ردیف دواړه لفظونه او توري په اهنګین مزي تړي او هره بیت بشپړوي.
د قافیې کلیمې او ردیف د دې غزل موسیقي جوړوي.

وړاندې تر دې چې د قافيې موسیقي راوسپړو اړینه ده چې لومړی د قافيې او موسیقۍ په تړاو او هم په کلام کې د قافیې پر ارزښت او ګټو وغږیږو.

موسیقي د انسان د ذهن او زړه تارونه غږوي او د لوستونکي پر ذهن باندې یو سندریز اغیز ښیندي، په موزونو لفظونو او اهنګوالو غږونو پر اوډون د خلکو د رابللو یو لامل هم موسیقي ده. د کلام موسیقي د غږونو د امتزاج او کلیمو له ګډ اهنګین ترکیبه رامنځته کیږي. موسیقي د انسان په روان کې ده، توري او غږونه تړي، لنډې او اوږدې څپې، متجانس توري او غږونه سره یوځای کوي؛ د دغه یو ځای والي نه د شعر موسیقي رامنځ ته کیږي.

قافیه بیا پر یاد تعریف سربیره د تورو غږیز تړون او متجانسو کلیمو او غږونو یو اوډون دی.

په شعر کې داخلي او بهرنۍ موسیقي د لوستونکي او اوریدونکي پام ځانته را اړوي او پر هغه یو اغیز ښیندي، د شعر دا خلي موسیقي د شعر له معنوي او لفظي تصویرونو او اړخونو رامنځته کیږي. بهرنۍ موسیقي یې وزن، قافیه او ردیف جوړوي.

ردیف اوقافیه دواړه د شعر د موسیقۍ بشپړوونکي دي. قافیه د شعر د وزن او اهنګ په برابرولو او ردیف بیا د قافيې سره یوځای د نظم دهربیت په بشپړولو کې مرسته کوي.قافیه د نظم ټول توکي په یوه اهنګین مزي پیي.
د قافيي ګټې:

ـ د قافیې له برکته یو شعر ژر زده کولی شو.
ـ قافیه د نظم د شکل او فورم په رامنځته کولو کې برخه اخلي.
ـ د تورو اوکلیمو اهنګین ترکیب قافیه برابروي.

ـ تر روي وړاندې حرکت د قافيې موسیقي برابروي. منی ، ژمی دوې هم قافیه کلیمې دې، ګډ توری یا غږ یې (ی) دی، تر (ی) وړاندې د(مه او ژه) حرکت زور دی، دلته نه یوازې (ی) د دې دواړو کلیمو موسیقي برابره کړې، بلکې تر (ی) وړاندې حرکت د موسیقۍ په برابرولو کې زیاته ونډه اخیستې ده.

تر روي وړاندې د حرکت نه برابروالی نه همغږي رامنځته کوي، دې ته دقافیې په عیبونو کې داقوا عیب وايي، دغه نه همغږي د شعر موسیقي کمزورې کوي. لکه در واخلې دپسرلي صاحب په یو غزل کې چې یوه بیت يې له نورو سره دموسېقۍ برخه کمزورې کړې ده:

په خدای مې سپارم مسافرې اوښکې
زما له زړه څخه خبرې اوښکې
ستوري کرمه ګونډې لمر ورېبمه
زړه مې تړلی دی په هرې اوښکې
دتا پاسته زړه ته یې لار ونه کړه
ماوې سورۍ به کړي ډبرې اوښکې

پسرلیه نه شوه مسلمانه راته
ورته مې تویې کړې کافرې اوښکې

په دې غزل کې( مسافرې، خبرې، هرې، ډبرې، کافرې) دقافیې کلمې دي. اوښکې یې ردیف دی. همغږه برخه یې ( رې) ده، روي یې (ر) غږ دی، تر روي وړاندې دنورو توریو یا غږونو حرکت زور یافتحه ده، خو یوازي په( کافرې) کې فه روي وړاندې حرکت زیر یا کسره ده، دې غږ له نورو سره دموسېقۍ برخه کمزورې کړې ده، دلته ویناوال یا سندربول اړ دی چې په کافرې کلیمې کې تر روي وړاندې تور هم په فتحه یا زور ولولي.
په دې غزل کې دهر بیت قافیه دبیت سندریز شور او موسېقي له ردیف سره په پخلاینه او همغږۍ موسېقي برابروي، دقافیې همغږې برخه( رې) د دریف لومړۍ څپه( او) په حرکت او شور روالي.

بهترینه قافیه هغه ده چې غږونه او توري سره همغږي وي، د قافیې تکرار د موضوع او تصویر بڼه بدلوي؛ خو ایطا عیب هم ګڼل کیږي.
(( هسې رنګه یې په دا دردانه غوږ شي
نه دې غوږ دچا په غږ شي نه دې غوږ شي

دحمید مومند دشاه ګدا مثنوي د( شاه په نوم دخسرو خط) تر سرلیک لاندې په دې بیت کې د(غوږ، غوږ) دقافیې کلمي دي او (شي،شي) یې ردیف دی چې دقافیې دکلمې دغه ډول کارول څرګنده ایطا ګڼل کېږي.))(۲: ۱۳۷)

په دې مطلع کې دلومړۍ مېسرې غوږ له دردانې سره دښایست یو انځور او په دویمه مېسره کې بیا دقافیې غوږ یوازې دنوم لپاره کارول شوی، په لومړۍ مېسره کې دردانه دغوږ او په دویمه کې غږ دغوږ ښایست او ارزښت ټاکي. په لومړۍ مېسره کې د(ې) او(ا) غږونو تکرار او په دویمه کې د(غ، ږ، ې، ي) تورویو تکرار دټول بیت موسېقي برابروي، دغه ټول غږونه او توري دکلام دموزنوالي لپاره دقافیې کلمې او ردیف سره په یوه موسیقال غږ تړي.

د قافیې په تکرار کې که تصویر او معنا نوې وي خو ښه، ګني موسیقي یې تکراري ده.

قافیه پر اورېدونکي د موضوع او تصویر د نوي والي په لحاظ داسې اغیز ښیندي چې اورېدونکی د همغږو تورو له لارې د راتلونکي بیت تصویر او معنا په تمه وي.

په ردیف وال نظم کی ردیف د بیت معنوي او تصویري برخه بشپړوي، اوږده ردیفونه هم د نظم یوه ځانګړې موسیقي برابروي، په دې برخه کې د استاد حمزه د غزل کمال وینئ. هغه د اوږدو ردیفونو او قافيې په پخلاینې سره د شعر یوه ځانګړې موسیقي برابروي.

ګوره چې خندا کوي په سترګو کې
کار د مسیحا کوي په سترګو کې
یو ته قهر بل ته مهر شاباسې
دا کوي هم دا کوي په سترګو کې
ای نظره نن یې تصور شو جوړ
څه شوې تماشه کوي په سترګو کې
اوښکو دې کافور کړه د هجران نشه
قدحه د صحبا کوي په سترګو کې

په دې غزل کې( خندا، مسیحا،دا،تماشا، صحبا، بیګا،ریښتیا،وینا،اشنا،ښکنځا) د قافيې کلیمې دي او (کوي په سترګو کې) یې ردیف دی.

د قافیې او ردیف تر منځ پخلاینه او تر هغې وړاندې د نورو کلیمو حرکت د قافیې له مخې یوه ځانګړې موسیقي جوړوي. که دغه قافیې وباسو او پر ځای یې نورې قافیې او کلیمې راوړو نو د شعر لفظي اومعنوي موسیقي دواړه ګډ وډه وي.

د دغه غزل د قافيې د وروستۍ برخې یا تورو غزېدا یوه ځانګړې موسیقي برابره کړې چې په همدې اوږدېدا ځان له ردیف سره همغږې کوي.

په دې قافیه کې (ا) چې روي دی ځان د ردیف سره همغږی کوي او د وینا موسیقي برابروي، تر روي وړاندې د تورو حرکت د ځینو نورو توروسره خپله موسیقي برابره وي. په همدې غزل کې ځینې مسجع او مقفی لفظونه لکه قهر او مهر او همدا رنګه په ځینو مصرو کې د تورو تکرار، لکه په لومړۍ مصره کې د اوږې یا(ې) او څرګندې یا(ي) تکرار، همداسې په دویم بیت کې دا کوې همدا کوې په کې د اوږدې (ې) تکرار په درېیم بیت کې هم د (ر)،(ې) او (ي) تکرار په ټوله کې د دغو تورو سیلابیز ورته والی د شعر موسیقي ټاکي.

همدارنګه د استاد حمزه په یوه بل غزل کې د اوږده ردیف او قافيې پخلاینې غزل ته یوه ځانګړې موسیقي ورکړې ده.

ټینګه په وعده نه شوې دا څه چل دی
کلکه پښتنه نه شوې دا څه چل دی

په دې غزل کې ( وعده، پښتنه،سره،ډیوه،ستنه،خوره) د قافیې توري دي چې دټولوهمغږې برخه یې (ه) ده. ( نه شوې دا څه چل دی)ردیف دی.

د قافیې معنوي او لفظي جوړښت د شعر تصویر اوموسیقي جوړه کړې ده، له وعدې سره د ټینګ صفت او بیا پر وعده د پښتنې درېدا هغه تصویر دی چې قافیه په کې ځان په مرکزي بڼه راڅرګندوي.

همدارنګه په نورو بیتونو کې د مصرع او نامصرع مصرې تر منځ تړون د قافیې له مخې شوی او د کلام لفظي موسیقي یې برابره کړې ده.

په لومړي بیت کې د (ه) تکرار د مطلع موسیقي جوړوي او همدارنګه په نورو مصرع مصرو کې له قافیې سره د نورو کلیمو د ( ه) په تکرار کې موسیقي جوړوي. دلته بیا پر قافیې سربېره د ردیف جمال اوکمال هم دادی چې هم یې دشعر ښکلا برابره کړې او هم یې دنظم موسېقۍ او وزن تړلی او بشپړ کړی دی.

قافیه د نظم بیروني موسیقي جوړوي، خو تر څنګ یې د داخلي موسیقۍ سره د کلیمو او لفظونو په برابرولو کې هم ځان همغږي کوي،قافیه د نظم په وروستي برخه کې د یوه واحد توري همغږي تکراروي.

قافیه د شعر د موسیقۍ په برابرولو کې څو توکي ساتي، لومړی د غږ شدت، هر څومره چې د غږ لړزه زیاته وي غږ قوي وي او دا د دې لامل کیږي چې د تورو تر منځ اوږدې فاصلې لرې کړي.

دویمه برخه د غږ او لړزې دوام دی، د غږ او لړزې په دوام کې د قافیې موسیقي ځان راښيي، درېیم زېر او بمي یا د غږ جګ والی او ټیټ والی دی. هره څومره چې د قافيي د تورو غږ او لړزاوې زیاتې وي غږ زير او که کم وي نو غږ بم وي.

وینګ یا ویل هم د موسیقۍ په برابرولو کې اهمیت لري، که قافیه د مېسرې د کلیمې غږونه د تراژیدۍ په رنګ ورنګوي وینا یې لړزوونکې او زړه راښکوونکې موسیقي ځانته غوره کوي او که چېرې مست حرکت په کې وي نو د کمیډۍ رنګ اخلی.

دا کوي همدا کوي په سترګو کې
یو خندونکی او زړه راښکوونکی حرکت دی.

که دوه غزلې یا قصیدې یا د نظم کوم بل فورم په یوه وزن وي خو قافیې یې سره بیلې وي، نو د ویلو پر مهال یې هم د موسیقۍ اغیز بیل وي، دغه اغیز هم د قافيې له اختلافه زیږي، چې هر یو ځانته ځانګړی اهنګ لری.

چې د نظر سره دې مل نه شومه
څه خوش قسمته وم چې غل نه شومه
قرار مې نشته په ګردش يمه زه
فلکه ستا په ژرنده دل نه شومه
حسنه بې شک چې دې بدل نشته
ته که بدلېږې زه بدل نه شومه
ورپسې تل شومه د اوښکې په رنګ
دُر د اشنا د زړه د تل نه شومه
تېر شوم له عشق حال سوال شومه اوس
څو ځله حل شومه خو حل نه شومه
که په ژوندون دې زما اور بل کړ
څه چې لوګی دې د وربل نه شومه
حمزه ځواني زما غزل اوخوړه
خامي مې دا ده چې غزل نه شومه

په همدې وزن او بحر کې دحمزه بابا یو بل غزل را اخلو:

لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي
وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي
دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې په زړه پاتې دي
سوال خو مې اورې خو ځواب نه کوې
لا په خوږو کې دې ترخه پاتې دي
ستا د هندکي باڼه که نېغ وي څه شی
لا څه شملې د پښتانه پاتې دي

ددې دواړو غزلونو وزن او بحر یو دی، خو ردیف او قافیې یې بېلې دي.دقافیې او ردیف بېلوالي ددواړو غزلو موسېقي او رنګ هم بدل کړی دی.

په لومړي غزل کې(غل، دل، بدل، تل، حل، وربل، غزل) په دویمه کې ( ګرېوانه، څه، زړه، ترخه، پښتانه) دقافیې کلمې دي، ( نه شومه) پاتې دي) ردیفونه دي.

دواړه غزلونه یولس څپیز دي، ددې غزلو تونیک جوړښت داسې دی چې پر هره څلورمه څپه خج لوېږي، دقافیې وروستۍ څپه دخج څپه ده. بل دا چې دلومړي غزل دقافیې وروستی توری(ل) لنډ ادا کېږي او د دویمې وروستی (ه) توری کش ویل کېږي، دغه د(ل) لنډ وینګ د(ه) په وینګ کې نه شته، بلکې (ه) زورکي یا واول تر (ل) کش ویل کېږي، ددې دواړو غزلو په وینګ کې غوږونه دقافیې بدلون او اهنګ ته څک وي، نو دې وینګ او دقافیې دهمغږو تورویو تکرار دهر غزل موسېقي برابره کړې ده.

دقافیې دموسېقۍ یوه بله ځانګړنه داده چې لوستونکی یا اورېدونکی دنظم اورېدو ته رابولي. دشعر په زده کړه او حافظې ته په سپارولو کې ستره ونډه اخلي، هغه کسان چې غواړي یوه موضوع حفظ کړي، له شعره کار اخلي، په شعر کې بیا هغه قافیې چې سندریز شور او یوه ښکلې موسېقي ولري، عیب یا کمزورتیا ونه لري، ژر زده کېدای شي، که موږ نظم واخلو په نثر یې واړوو، نو هغه راښکون چې موږ په موزون کلام کې لیده، هغه به په نثر کې وا نه ورو، دغه موزون والی، هماغه دقافیې موسېقیت دی چې زموږ غوږونه او حواس یې ځان ته بللي دي.
(( اروپایي څېړونکي او کره کتونکي په دې باور دي چې قافیه په اروپایي شعر کې دلومړي ځل لپاره کشیشانو( دمعبد مشران، په قران کریم کې دقسیس په نامه یاد شوي دي)په واسطه رامنځته شوه، لامل یې دا وچې دمسیحي لومړنیو کششانو احساس کړ چې قافیه له حافظې سره زیاته مرسته کوي، او حتی وايي ددې لپاره چې عبادت کوونکي وکولای شي دلاتین دشعر اوږدې قطعې دکلیسا مراسمو ته حفظ کړي نو له قافیې یې کار واخست.

دا تقریبا یوه مسلمه موضوع ده چې داروپایي شعر قافیه دکلیسا له شعرونو ریښه اخستې اودغه شعرونه لکه څنګه مو چې وویل دعوامو او دکلیسا دلمونځ کوونکیو دحفظ لپاره رامنځته شوي دي، کېدای شي دکشیشانو اختراع وي او یا دنورو ژبو له قافیو نه اقتباس وي…))(۲: ۸۵)

قافیه دمېسرو تر منځ یوغږیږ تړښت دی، مثلا دیوې مېسرې دقافیې دموسېقۍ غږ مو په غوږ کې دی دبلې انتظار باسو، همدارنګه دمېسرو ترمنځ دیووالي یا تړښت تر څنګ هر بیت یې دیو ځانګړي مفهوم پر بنسټ سره بېل کړي دي.

((افرین دې په ولول تورو سنبلو
چې یې ځای دپاسه ونیوه پ ګلو
ما چې ستا دشونډو می سره مزه کړل
مستغني شوم دجهان له واړو ملو
که په اصل پښتنه دکوهستان یې
دا دظلم خوی دې زده کړ له مغلو
مګر مور دې دختا دملک هوسۍ وه
چې دمښکو بوی دې درومي له کاکلو
زه په هومره تمنا کې دا به څه شي
چې ته هر کله په هومره تغافلو
دهر ګل ثنا صفت کا په زر ژبه
په دا باغ کې چې غوغا ده دبلبلو
دخوشحال په زړه یې هسې چارې وکړې
لکه باز چې زرکه یوسي په منګولو

دخوشحال خان دپورته غزل دبیتونو دقافیې کلمې په دې ډول دي: ( ملو، مغلو، کاکلو، تغافلو، بلبلو، او منګولو) چې (ل، ل) پکې روي او (و) یې وصل دی.))(۲: ۴۷)

ددغه غزل اهنګ او موسېقي په قافیه تړل شوې ده، (لو،لو) یې ترپایه هغه همغږي ده چې په تکراري بڼه دغزل موسېقي برابروي، او ټول غزل په همدې همغږۍ را ټول شوی دی. ددې ترڅنګ دهر بیت قافیه دیو نوي انځور او معنا زېږنده دی، دغزل هر بیت له قافیې اوبه څښي او معنا بشپړوي. دبېلګې په ډول دوه بیته را اخلو:

که په اصل پښتنه دکوهستان یې
دا دظلم خوی دې زده کړ له مغلو
دهر کل ثنا صفت کا په زر ژبه
په دا باغ کې چې غوغا ده دبلبلو
دخوشال په زړه یې هسې چارې وکړې
لکه باز چې زرکه یوسي په منګولو

په لومړي بیت کې دمغلو قافیه دشعر تصویر او معنا بشپړونکې ده، پښتو یاپښتنه او مغول دوه متضادې معنوي کلمې دي چې دشعرمعنوي، لفظي او تصویري اړخ یې بشپړ کړی دی.

په دویم بیت کې بلبل دشعر مرکزي کلمه ده چې په هرګل ثنا، غوغا ترې راخېژي او باغ په شور راولي. خبره دبلبل په شور کې ده.

په درېیم بیت کې منګول دبیت مرکزي کلمه ده، دباز او زرکې لپاره کارېدلې. باز او زرکه نور غړي هم لري خو دلته دمنګول راوړل دخوشال دزړه له وړلو سره اړیکه لري، نو دابیت هم دقافیې له برکته یو بېل معنوي او تصویري مفهوم او مانا ښندي.
په دې پورته دوو غزلو کې قافیې معنوي موسېقي هم ساتلې ده.
معنوي موسېقي: هغه موسېقي ده چې ژبني عناصر یا توکي یوله بله سره معنوي تسلسل یا ورته والی ولري. داخلي موسېقي یې بیا په مېسرو کې توریو تکرار ته وایه شی.
کله ناکله داسې هم کېږي چې په یوه بیت کې په ځانګړي تسلسل سره څو قافیې راځي، دغه دڅو یا غبرګو قافیو راوړل نظم لکه دبحر څپه څپه او په یوه ځانګړي اهنګ ویشي.
لکه درواخلې درحمان بابا دا غزل:
چې غرقاب شي تور مژګان په یم دزړه
نور خراب شي خانمان په نم دزړه
عبث وايي غم دزړه وبوالهوس ته
څه پوهېږي هلکان په غم دزړه

دا مکان چې دآسمان ځمکې تر میان دی
یو خلوت دی دا مکان سلم د زړه
…))(۲: ۶۲)

ددې غزل په دې څو بیتونو کې (مژګان او یم، خانمان او نم، هلکان او غم، امکان او سلم) دقافیې کلمې دي چې (ان او م) یې همغږې برخې دي، دغه همغږې برخې دغزل په یو شمېر نورو مېسرو کې هم له یوشمېر کلمو سره همغږي ساتي، چې دغو همغږیو یوه ځانګړې موسېقي رامنځته کړې ده.

په قافیه وي جوړښت کې کله نا کله دیوه توري اوږد ادا کول هم ځانګړی موسېقي رامنځته کوی، په تېره هغه قافیه وي کلمې چې همغږې برخه یې په اوږده خپلواک غږ پیل شوې وي.

(( نا اشنا تر اشنا ښه یې نن او ګانده
لا په ښه زړه ته دچا سره مه خانده
که یې لوی دزړه په وینو لکه ګل کړې
هم هغه به په زړه در کا لښته تانده
چې تر سریې ځان لوګی کړې قربانېږې
دجفا په اور دې سوځي لکه سپانده
خپل پردي ته ځای دطمع پاتې نه شو
خدای دې نا کا څوک دخپلې چار درمانده
دعزت ترخو ته ځان نیولی نه شې
په خوږو پسې دمچ غوندې ګرځانده
بې اجله به یې خلاص له درده نه شې
دبد خوی سیاره په چا مه شه هړانده
دستم په ښکر دې غوڅ عبدالقادر کړ
په ظاهر صورت سړی په خوی یې دانده

دپورته غزل دددورونو په پای کې په ترتیب سره دقافیې کلمې دادي:( ګانده، خانده، تانده، سپانده، درمانده، ګرځانده، هړانده او دانده) چې هماهنګه برخه یې په اوږده خپلواک غږ (الف) پیل شوې ده، اوهمدایې ردف باله شي، ورپسې توری یې (ن) دی چې روي یې بولي( د) یې وصل او (ه) یې خروج دی. څنګه چې هماهنګه برخه یې په اوږده خپلواک غږ پیل شوې ده نو ځکه یې مردفه قافیه بولي.))(۲: ۶۹)

په دې غزل کې (انده ،انده) همغږې برخه ده چې د(ا) اوږد خپلواک غږ دقافیې موسیقي اوږده کړې او غږ په کې پورته ځي. له همدې(ا) سره په مېسرو کې نور(ا) هم تکرار شوي چې دغه تکرار او دیو شمېر نورو توریو یا غږونو تکرار دکلام موسېقي برابره کړې ده.

بل هغه قافیه چې له همغږې برخه یې غبرګ غږونه وي، دغه غبرګ غږونه هم یوه ځانګړې موسېقي رامنځته کوي. درحمان بابا په دې غزل کې لولو:

((سپین مخونه تور کودی شي په پیرۍ کې
سم قدونه کوږ لرګی شي په پیرۍ کې
لکه شمع دسحر افتاب دژمي
هم بې تاب وهم زېړی شي په پیرې کې
یو طرف ته یې سر رېږدي بل خوا درومي
خپل صورت تمام پردې شي په پیرۍ کې
دمرده و په حساب وي غزا وشوه
که څرګند لیده ژوندی شي په پیرۍ کې
مړ لاښه دی پس له مرګه بیا ژوندی شي
نشته دا چې څوک ځلمی شي په پیرۍ کې
که څووخوري لکه زهر نه هضمېږي
نه څه څښی نه څه خوړی شي په پیرۍ کې
دا ځواني ده چې څه اورې یا څه وینې
نه لیده نه اورېدی شی په پیرۍ کې
ای رحمانه! پیري هسې عاجزي ده
که رستم وي زړه پرې سوی شي په پیرۍ کې

دپورته غزل ددورونو په پای کې (کودی، لرګی، زېړی، پردی، ژوندی، ځلمی، خوړی، اورېدی، او سوی) دقافیې کلمې دي چې هماهنګه برخه یې د( ی- ay) غبرګغږ( دفتانګ) او ساکن دی.))(۲: ۳۳)

په دې غزل کې همدا غبرګغږونه تر پایه تکرارېږي، دغه تکرار موسېقي برابروي. ددې ترڅنګ یو شمېرنور تکراري غږونه هم شته چې له قافیې سره یې دشعر داخلي موسېقي ساتلې ده. لکه درواخلې( دپنځویاګانو، ک، ه او…) توري.

دقافیې په جوړښت کې دغږ جګ والی، ټيټوالی، او داهنګ زیرو بمي موزونې او منظومې وینا ته یوه ځانګړې موسېقي برابروي، دلته تر مانا وړاندې راښکون په لفظي جوړښت، موسېقۍ او اهنګ کې دی. ډېر ځله داسې کېږي چې دغه ډول جوړښت داورېدونکي یا لوستونکي پام له مانا نه زیات دوینا موسیقۍ ته اړوي.

یو شور یې دشهرت وشوم ورپېښ په پېښور
حمزه مې په خاموشه هدیرو کې لټاوه

د حمزه بابا په دې بیت کې د( ش)(ې)(ښ)(و) تکرار بیت ته یوه ځانګړې موسېقي او سندریز شور بښلی دی، که موږ ددې بیت یوه کلمه هم وخوځو یا وړاندې وروسته یې کړو، نو هغه دغږ جګوالی ټيټوالی او زیروبمي چې دکلمو په دې تړښت کې ده، هغه به له منځه لاړ شي، او دخاوشه هدیرو شور به له شرنګه غورځېدلی وي، (هدیرو) په دې بیت کې دغزل له نورو بیتونو سره قافیه جوړوي. په دې بیت کې دکلام له معنوي اړخه داوېدونکي یا لوستونکي زیات پام دوینا موسېقي ته اوړي.

دلته دانسان ذهن ته دموسېقۍ په باب هغه روایت تداعي کېږي چې: ((موسېقي هغه هېئت دی چې د حرکاتو او سکناتو د ترتیب او په عدد او مقدار کې د تناسب د نظام تابع وي ، چې نفس د دې هیئت له ادراک څخه مخصوص خوند اخلي چې هغه ته ذوق وايي او که موضوع یې د تورو حرکات او سکنات وي ، نو هغه ته شعر وايي …

ځیني عقیده لري چې موسېقي د الوتونکو مرغانو له غږونو څخه منځته راغلې او انسانانو هغه تقلید کړې ده او په ورو ورو یې د اغېزې او تاثر څخه په زړه پورې غږونه او اهنګونه منځته راغلي دي …

پوهان وايي چې انسان ښکلي هنرونه له حیواناتو څخه په تقلید حاصل کړي دي او موسېقي یې د مرغانو له اواز څخه زده کړې ده ، دا خبره ډېره پرځای ده او موږ نن د چینایانو په موسېقۍ کې د مرغانو اوازونو ډېر ښکلي تقلیدونه لیدلی شو ، له چینايي سندرغاړي سره چې سازونه ملګري وي ، نو سړی داسې خیال کوي لکه په یو لوی ځنګل کې چې د مرغانو شخول وي . عربان وايي چې حیوانات هم له موسېقۍ څخه خوند اخلي او اوښ په دې برخه کې یو حساس حیوان دی چې د زنګولي تر اواز لاندې په مزلونو نه ستړی کېږي .

هندوان وايي : ماران موسېقۍ ته په مستۍ راځي ، خو باید وویل شي څنګه چې موسېقي په لومړی سرکې مذهبي او عقیدوي جنبه درلوده ، ځکه نو په لومړي سر کې د موسېقۍ پیدايښت ارباب الانواعو ته منسوب ګڼل کېده . یونانیانو خپل یو رب النوع چې ( اپولین ) یا ( اپولون ) نومېده د موسېقۍ او هنر د رب النوع د خدایانو د کمان لرونکي د رڼا د خدای د پېش ګويۍ د خدای په توګه او نامه سره پرستش کاوه او ستاینه یې کوله .

وايي چې اپولین د ښکلي بدن پیاوړو او متناسبو غړو او هوارو سینې څښتن و چې په ښکلې څېره کې یې د ویښتو هیڅ نښه نه لیدل کېده ، د هغه تندی پراخ او زلفې یې بمبلې وې ، چې کله به یې ترشاه اچولې او کله به یې حلقې خوړلې ، د هغه صورت تقریباً هر کله لوڅ لغړ څرګندېده ، خو کله چې به اپولین د موسېقۍ د رب النوع په توګ تجلي کوله ، نو اوږدې او چین لرونکې جامې به یې پرځان او ګوتې په یې د چنګ په تارونو ايښودلې وې …

اپلاتون په خپل کتاب جمهوریت کې د خپل استاد سقراط له قوله وايي: زما په ګومان د شعر او موسېقۍ په وسیلې د روح پالنه د تربیې یو عمده رکن دی او له هغه له دې کبله چې وزن او اهنګ د هغه لطافت سره چې لري یې پر روح ژوره اغېزه لري او له دې امله هر هغه څوک چې له دغه شان تربیې څخه پوره برخمن شوی وي ، هغه د لطیفې طبعې خاوند وي ، اپلاتون د اهنګ لپاره درې اجزا ټاکلي : کلیمات ، اهنګ او وزن …
د زبور په مقدس کتاب کې چې د مزامیرو مجموعه ده ، موسيقي وهلو او غږولو نسبت حضرت داود ته ورکړل شوی ، ویل کېږي چې داود ډېر سحرناک اواز لرلو ، هسې چې کله به یې مزامیر لوستل نو د هوا مرغان به هم دده د غږ اورېدو ته پر زمکه کېناستل ، همدا وجه ده چې د پښتو نومیالی ادیب خوشال خان خټک په اسلام کې د موسېقۍ د مشروعیت سبب هم همدا بولي ، نوموړی په خپل دستارنامه نومي کتاب کې چې په پښتو په زړه پوري نثر یې په ۱۰۷۶هـ ق لیکلی دی ، په دې باب داسې وايي : هغه به څرنګ سړی وي چې په سرود یې حالت حاصل نه شي ، هغه چې پرې انکار کا ، هومره فکر خو دې وکا چې د داود پېغمبر سوت معجزه وه او که نه ، که سرود بد وای ، معجزه به د داود پېغبر نه وای …

کومه افسانه چې د موسېقۍ د پیدایښت په باب په هندي کتابونو کې راغلې ده ، هغه هم پردې شاهدي وايي چې اریایان ځانته د موسېقۍ د جوړښت ماهران وو ، په دې افسانه کې وايي چې کله رام د سیتا په فراق کې اواره شو او مخ یې پر غرو او ځنګلونو ونیوه ، نو سرګردانه به ګرځېده .

یو وخت له یو ځنګله څخه تېرېده چې ګوري پورته له یوې ونې څخه بلې ونې ته بیزو ټوپ وهلو او غورځېدو په حال کې څیرې شوې ده ، ددې کولمې له یوې ونې څخه بلې ونې کې بندې دي او باد چې پرې لګېږي ، نو یو غمجن اواز ترې پورته کېږي ، دې اواز د رام د زړه سوز څو چنده کړ او وروسته یې دا کولمې را واخیستلې او هغه یې ددو لرګیو په سرو وتړلې ، بیا یې په ګوتو هغه وښورولې او اواز یې پورته کړ چې د موسېقۍ پیدایښت او په موسېقۍ کې د تار رواج له همدغه ځایه منځته راغی …

په دغو مالوماتو او تعریفونو کې مو دا ولوستل چې موسېقي د کلیمو او ژبنیو ترکیبونو یو اهنګین اوډون دی ، هغه غږونه چې د انسان له ستوني را وځي ، یوخاص رېتم لري .))(۱: ۵۷)

دنظم مېسرې دلفظونو لپاره یو تار یا لړ دی چې لفظونه پرې پر یو ځانګړي رېتم یا اهنګ اوډل کېږي، دغه اوډونه دوینګ پر مهال دتوریو پر تکرار موسېقي جوړوي، لفظونه او په هغوي کې انځورونه پر ویلو خاص حرکت مومي. دغه حرکت یو سندریز شور اوکیف پیدا کوي چې پر لوستونکي یا اورېدونکي اغېز کوي او دهغه ذوق راپاروي.

په قافیه کې همغږې برخه دنظم موسېقي تر پایه تړي او دلوستونکي یا اورېدونکي پام او فکر شیندلو ته نه پرېږدي. غوږونه یې اورېدو ته څک وي.

قافیه ذهن ته موضوع راولي، که زموږ ذهن په نظم کې پر یوې قافیې موضوع راټوله کړه نو شاعرانه ذهن ته سمدستي دبلې قافیې په تداعي، نوې موضوع راځي. دا کار په طبیعي بڼه په لفظونو باندې یو ښکلی اهنګین تصویر رامنځته کوي، خو هغوي چې دشعر تر لیکلو وړاندې قافیې لېست کړي وي، وینا یې دشعر خوند و رنګ نه لري.

دقافیې موسیقي دتورو ترمنځ یو غږیز ترکیب یا یووالی او معنوي بېلوالی ساتي. لکه دکتاب او رباب په قافیوي کلمو کې (اب) همغږې برخه ده، دغه برخه په نظم تر پایه یوه موسېقي او دتورویو ترمنځ همغږي ساتي خو ددواړو کلمو معنوي بېلښت هم ساتي.

قافیه پر خپل ځانګړي رېتیم یا موسېقۍ دشاعر تخييل راټولوي او په لفظونو کې یې رانغاړي، د تودور دو بانویل(Theodorde Banville) په وینا (( قافیه هغه زرین مېخ دی چې د شاعرانو تخیلات تثبیتوي)) (۳: ۲۰۰)

پایله:

په دې لیکنه کې دقافیې موسېقي سپړل شوې ده او دا په ډاګه شوه چې قافیه دنظم دموسېقۍ په برابرولو کې لویه ونډه اخلي، دقافیې همغږې برخه او تر همغږې برخې وړاندې دتوریو حرکات او ددوی تکرار دنظم موسېقي برابروي.

قافیه دوزن په څېر دنظم بهرنۍ او هم معنوي موسېقي برابروي.
قافیه په نظم کې دتورویو ترمنځ ګډ اهنګین امتزاج دی چې په بیت کې دمعنا، وزن، او انځور بشپړولو دنده لري.
قافیه نظم ته رواني بښي.
قافیه په پیغام رسولو، دیو شعر په زده کولو او حافظې ته په سپارلو کې مهمه ونډه اخلي.
قافیه دشعر هغه مرکزي برخه ده چې نور توري پردې راڅرخي او هغوی ته یو شور او حرکت ورکوي.

ماخذونه:

۱: ازمون، لعل پاچا.(ناچاپ). پښتو فولکلوري ادبیات
۲: حقپال، محمداجان.( ۱۳۹۱). قافیه پوهنه.دلوړو زده کړو وزارت. کابل پوهنتون چاپخونه
۳: شفیع کدکني، دکترمحمد رضا.( ۱۳۹۱). موسېقي شعر. کتاب گزیده. تهران

-
بېرته شاته