(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایران اوهند د افغانستان پر سر د...

[11.Aug.2015 - 17:33]

ایران او هند یو وار بیا د افغانستان پر سر د ۹۰ یمې لسیزې ايتلاف جوړوي

تاند- ایران او هند به د روانې اوونۍ په پای کې یو وار بیا د افغانستان پر سر د نوي یمې لسیزې په شان ايتلاف جوړ کړي.

د هند د کلکتې چاپ ټیلي ګراف ورځپاڼې د دوشنبې /اګست۱۰/ په ګټه کې لیکلي چې د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف ډیلي ته سفر کوي څو له هندي چارواکو سره د نړیوالو او سیمه ییزو مسلو په باب خبرې وکړي.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس دواړه خواوې به په خپلو خبرو کې له ډېرو کلونو غفلت وروسته د نوي یمې لسیزې اتحاد، احیا کړي.

په نوي یمه لسیزه کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال هند او ایران د طالبانو د رژیم پر خلاف د وسلو او پیسو په وسیله د شمال ټلوالې ملاتړ کاوه.

له کله چې په هند کې نریندرا مودي واک ته رسېدلی د ظریف په شان د ایران کوم جګپوړی چارواکی هند ته نه و تللی.

د ښاغلي ظریف درې ورځنی سفر د اګست په څوارلسمه /جمعه/ پیلېږي. دی به له هندي چارواکو سره پر دوو مهمو سیمه ییزو مسلو خبرې وکړي چې یوه یې د اسلامي دولت یا داعش ګواښ دی او بله په افغانستان کې د طالبانو بدلېدونکی وضعیت دی چې د هند او ایران یووالي او همږغۍ ته اړتیا لري.

ایران او هند په دې اندېښمن دي چې که طالبان د پاکستان په منځګړتوب د افغانستان له حکومت سره د سولې په خبرو کې موافقې ته ورسېدل، په افغانستان کې به د پاکستان نفوذ زیات شي او له کبله به یې د هند او ایران ګټې له خطر سره مخامخ شي.

http://www.taand.com/archives/53496

-
بېرته شاته