(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د«ستوري» مجلې 12مه ګڼه چاپ او پر لیکه شوه

[12.Aug.2015 - 18:39]

«ستوري» مجله د خاص کونړد ادبي او کولتوري ټولنې  خپرونه ده ،چې د پښتنو د ټاټوبي د قلم د خاوندانو  پوهنیزې ، په زړه پورې  او ارزښتناکې لیکنی، مرکی او شعرونه پکې ځای شوي دي .

د مجلې دسرلیکنې په یوه برخه  کې  لولو :

خوشاله یو چې د یوڅه ځنډ وروسته په دې و توانیدلو،چې د خپل خپرنیز بهیر لړۍ یو ځل بیا پیل کړو او «ستوري» مجله تر تاسو درورسوو.

داچې ستوري مجله تر لږځنډ وروسته خپریږي، نو په دغه موده کې په ګران هیواد افغانستان کې یو لړ مهم بدلونونه رامینځته  شوي، دلومړي ځل له پاره واک په سوله ایزه او ډیموکراټیکه توګه له یوه ټاکلي ولسمشر نه بل ټاکلي ولسمشر ته ولیږدید او په هیواد کې د ولسواکۍ بنسټ لا پوخ  شو.

لکه څنګه چې تاسو ته جوته ده ، چې کونړ د افغانستان په ختیځ کې  د ډیورنډ کرښې دې خوا پروت ولایت دی ، نو د دې ولایت ارزښت د نورو په پرتله لږ ډیر دی.

نو له همدې امله مونږ له افغان ولسمشر نه غوښتنه کوو، چې کونړ ولایت کې دې  سولې،امن،  زده کړې او لومړنیو روغتیایي اړتیاو ته پاملرنه وکړي.

 دغه راز د حرفوي (مسلکي/ کسبي)، هنري او عصري ټیکنالوژۍ داسې انسټیټونونه او پوهنیزي (علمي)ادارې دې رامینځ ته  کړی شي، څو د ولایت ځوانان پکې زده کړې پر مخ بوځي، هنر زده کړي او خپل ورځني ژوند ته اوږه ورکړي.

له دې لارې به نه یواځې ځوانان له هنر او ټیکنالوژۍ سره بلد(اشنا) شوي وي، بلکې ګران هیواد به د پرمختګ پر لار روان شي او د جنګ د ټغر د ټولولو په برخه کې به هم مرسته وکړي.

په دې هیله چې ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني د ټول افغانستان ، د ختیځو ولایتونو او په ځانګړې توګه د کونړ ستونزې په پام کې ونیسي او د حل لپاره یې لازم ګامونه پورته کړي.

د ودان، باثباته او سوله ییز افغانستان په هیله  

ستوري مجلې د لوستلو لپاره لاندې لینک ته ټک ورکړۍ

http://kabirstori.com/StoriMagazine/Stori_Magazine_12th_Issue/Stori_Magazine_12th.pdf

 خپلي ليکني ، نيوکي او وړانديزونه  د بریښنا لیک له لارې او یا د مجلې  مسئول  مدیر په پته راوليږي

په درناوي.

د ستوري مجلې مسئول مدیر : عرفان الله کوټوال
د تنر کلي ـ طلائي بانډه
د خاص کونړ ولسوالي
د کونړ ولايت / افغانستان

-
بېرته شاته