(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچاخان بابا قائدانه صلاحيت

[17.Aug.2015 - 17:41]

یوه نفسیاتي جائره

لیک: محمد باسط ساپی

دا خان چې د خانانو ستاسو مينه کښې ملنګ ؤ

په ننګ يې تښتولی د دې خاورې نه پېرنګ دی

خان عبدالغفار خان د پښتنو د تاريخ يو عظيم قائد ؤ، ځکه ورته پښتنو د مينې نه د "باچاخان" او "فخر افغان" لقب ورکړی ؤ. په پښتونخوا کښې خلق د بابا نه مراد د باچاخان اخلي. په هندوستان کښې باچاخان د فرنټئير ګاندي په نوم يادېږي او په ډيلي کښې د باچاخان په نوم خان چوک هم شته. باچاخان په خپل ژوند کښې د برصغير نه بهر نۀ ؤ وتلی، ځکه زيات په برصغير کښې مشهور دی خو اوس پرې په يورپ او امريکه کښې هم فلمونه جوړېږي او هم پرې ريسرچ کېږي.

او ګورو چې "قيادت (Leadership) " مطلب څۀ دی. "قيادت" وائي د يو فرد په نورو باندې اثر". په نفسياتو (Psychology) کښې قيادت نه مراد "يو داسې عمل دی چې په کوم کښې د يوې غونډې (GROUP) کښې يو فرد د غونډې نورو کسانو باندې اثر غورځوي چې د غونډې مخصوص مقاصد حال کړی شي.

په دې حقله مونږ وئيلی شو چې باچاخان په خپلو خلقو او په اولس څومره اثر غورځولی ؤ. باچاخان بابا په ټولو پښتنو خپل اثر غورځولی ؤ. په پښتنو کښې يې د تعليم شعور پېدا کړو، په پښتون خوا کښې يې مدرسې پرانستې. بل طرف ته څۀ خلقو او اکثر تنګ نظرو ملايانو د دې جديد او دنياوي تعليم مخالفت هم کوو او خبره به يې کوله چې:

سبق د مدرسې وائي     

 دپاره د پېسې وائي

جنت کښې به يې ځائینۀ وي

 په دوزخ کښې به غوپې وهي

د دې نه علاوه باچاخان په اولني ځل په پښتنو کښې سياسي شعور پېدا کړو. د باچاخان نه وړاندې پښتنو جمهوريت، جلسه، احتجاج، ووټنګ، اليکشن، د عوامو حقوق او د رياست فرائض نۀ پېژندل. د باچاخان څنګ په څنګ خدائي خدمتګارو ډېرې قربانۍ ورکړې، څوک جلا وطن شو چې پکښې د بولي ووډ فنکار شاه رخ خان پلار تاج محمدخان هم شامل ؤ. چا پکښې جېلونه چې پکښې زمونږ د کورنۍ عبدالحي خان د رسمت مردان هم ؤ چې ٢٥ کاله يې په جېل کښې تېر کړل. (باچاخان ٢٣ کاله په جېل کښې ؤ) د ډېرو خلقو پکښې شهادت هم نصيب شو چې څنګه زما د ملګري نديم احمد ټکر (د پښتون کونسل غړی) په کلي کښې ٧٠ کسان پېرنګيانو شهيدان کړل چا چې ١٩٣٠ء کښې په ټکر تخت بهائي مردان کښې جلسه کوله.

په ټکر جنګ دی ګولۍ ورېږي

ونې پاڼې رژوينه په ټکر جنګ دی

د زلمو سره سره باچاخان په زنانؤ هم ډېر اثر کړی ؤ او زنانؤ به په جلسو کښې خدائي خدمتګارو له اوبۀ ورکولې او په ١٩٣٠ء د ټکر د جلسې نه پس چې په ګوجر ګړۍ مردان کښې يو احتجاجي جلوس روان ؤ "سواتي ابۍ" يو انګرېز پوليس افسر مرفي مړ کړی ؤ، چې کله پېرنګيانو په پر امن جلوس د فائر حکم ورکړو. 

کۀ د زلمو نه پوره نۀ شوه

فخر افغانه جينکۍ به دې ګټينه

خو نن سبا ريسرچ دا ثابټه کړې ده چې د قائد خپلو پېروکارو سره يو معاشرتي تعلق وي او معاشرتي تعلق کښې دواړه ډلې په يو بل اثر غورځوي. دغه شان قائد په پېروکارو او پېروکار په قائد اثر غورځوي چې څنګه جمهوري قائدين د عوامو په خوښه پاليسي جوړوي نو مونږ دا وئيلی شو پېروکار هم په خپل قائد ډېر اثر لري. اصل کښې باچاخان د خپل اولس د حالت نه متاثر شو او جدوجهد يې شروع کړو.

باچاخان يو کامياب مشر ؤ، کرک پيټرک او لوک چې امريکني ماهر نفسيات ؤ، د هغه د وېنا مطابق يو کامياب مشر کښې ٨ خصوصيات وي.

1- جذبه

2- ايمانداري

3- د مشروالي خواهش

4- خود اعتمادي

5- قابليت

6- تخليقي صلاحيت

7- لچک

8- ماهر ( په خپل کار کښې)

باچاخان کښې د قوم د خدمت جذبه هم وه، شخصيت يې بې داغ ؤ، خپل اولس ته د پوهې رڼا ورکولو او د خپل قوم د رهنمائۍ کولو خواهش يې هم ؤ. د پېرنګ خلاف د جنګېدو او ګتلو اعتماد هم ؤ، پښتنو ته جديد تعليم ورکولو قابليت يې هم ؤ، د عدم تشدد فلسفې بنياد يې هم کېښود، د باجوړ د قبائلو نه تر د کلکتې، بنګال پورې خپل پېغام رسولو لچک هم پکښې ؤ او د خلقو په زړۀ کښې د ځائی جوړولو مهارت يې هم لرلو.

اول به ماهرينو وئيل چې قايدين پېداشي وي چې ورته "نظريه عظيم انسان" وئيلی شي. باچاخان هم يو عظيم انسان ؤ. بيا پکې "خصوصياتي نظريه" راغله يعنې قائدين کښې د عام انسانانو نه بالاتر خوبيانې وي خو خصوصياتي نظريې کښې دا مسئله ده چې هر ليډر يو شان خصوصيات نۀ لري، څوک عوامي وي، څوک آمر وي، څوک جمهوري وي، څوک حاکمانه وي، څوک کاروباري وي او څوک انسان دوست وي.

جرمن معاشرتي سائنسدان ميکس ويبر د قائدينو درې قسمونه ښودلي دي:

1) روايتي

2) قانوني

3) کريشماتي

روايتي ليډر هغه وي چاته چې مشري په وراثت يا د رواياتو مطابق ملاؤ شي لکه څنګه چې پوپ، خان يا بادشاه. قانوني مشرانو کښې د حکومت، پوهنتون، تنظيم د ادارې مشر راځي. کريشماتي قائد هغه قائد وي چا چې د خپل شخصيت، قابليت او خصوصيات په وجه يې مشري حاصل کړې وي. اکثر يو ليډر د يو نه زيات اقسامو کښې راتلی شي خو باچاخان بې شک يو کريشماتي ليډر ؤ.

د کرک پټرک او لوک مطابق د ښۀ ليډرانو اثرات ډېر ښۀ ښکاري. د ماهرينو مطابق څۀ ليډران د خپل پېروکارو سره په تعلق څۀ ليډران د خپل پېروکارو سره په تعلق باندې توجه ورکوي او څۀ ليډران د کارونو سرته په رسېدو توجه ورکوي. اکثر ليډرانو کښې دواړه خوبيانې وي. باچاخان د پېروکارو هم ډېر خوښ ؤ، د انسانيت خدمت دپاره يې ډېر کارونه وکړل او پېروکارو يې هم په هره اشاره لبيک ووئيل.

د لېون مطابق ځنې قائدين آمرانه وي او ځنې غېر آمرانه يعنې څۀ هر څۀ په خپل حکم او خوښه کوي او څۀ د کار کولو طريقه د پېروکار يا کشرانو په خوښه پرېږدي. باچاخان خپلو خدائي خدمتګارو ته د عدم تشدد په فلسفه د ازادۍ جنګ کولو نصيحت کړی ؤ او په تاريخ کښې په وړومبي ځل پښتنو پر امن جدوجهد وکړو.

باچاخان يو داسې ليډر ؤ چې د چا د تحريک نه پښتون معاشره بدله شوه او سويلي اېشياء نه اېشياء او په ټولې دنيا يې خپل اثر وغورځوؤ. ماهرين وائي چې کرشماتي ليډر پېروکارو سره يو خاص تعلق پېدا کوي. ريسرچ نه داسې ښکاري چې د کرشماتي ليډرانو اثر د هغوي د خصوصياتو نه زيات د خلقو په رايې زيات انحصار کوي. په پښتون قوم ډېر ظلم کېدو ځکه هغوي د باچاخان په اواز راپاڅېدل. راجر براون وائي چې په يوه غونډه کښې يو قائد د غونډې نورو غړو نه زيات مشکلې فېصلې کوي. باچاخان د يو عام انسان نه سېوا مصيبتونه برداشت کړل.

د کيمرج ماهر نفسيات بيلز وائي چې د يو قائد قابليت د دريو خبرو نه معلومېږي:

1- د کار سرته رسولو صلاحيت

2- زيات نه زيات کارونه کول

3- په پېروکارو ګران

داسې انسان ته هغه "عظيم انسان" وئيلي دي. باچاخان به هر کار سرته رسولو، مسلسل جدوجهد به يې کولو او په پېروکارو ډېر ګران ؤ. ځکه باچاخان هم يو عظيم انسان ؤ.

چې کوم ليډر خپل معاشره کښې بدلون راولي هغۀ ته نفسياتو کښې Transformational Leader وائي. يقيناً باچاخان يو انقلابي ليډر ؤ. د ماهرينو مطابق داسې ليډران خپلو پېروکارو له يو خوب (Vission) ورکوي. باچاخان هم د برصغير خلقو له د ازادۍ خوب ورکړو. کونګر وائي چې داسې ليډران خپل پېروکارو ته د خپل تحريک مقصد (Framing) وښائي. د باچاخان د خدائي خدمتګارو مقصد د ازادۍ حصول، د خلقو خدمت او تعليم او شعور عام کول وو. ماهرين وائي چې داسې (Transformational Leader) ليډران خپل کرشماتي خصوصيات د خپلو خلقو او د ځان دواړو دپاره استعمالولی شي خو باچاخان ته خو مشرۍ صرف جېلونه ورکړل او دخپلو خلقو دپاره يې ډېر تکليفونه برداشت کړل. اخر کښې زۀ دا وئيلی شم چې باچاخان په رښتيا يو عظيم او قابل ستر مشر ؤ، چې ټول پښتانۀ پرې فخر کولی شي.

د هر سړي په در کښې ودرېدلی باچاخان

په سپينه ږيره جېل کښې سولېدلی باچاخان

(مياشتنۍ پښتون مجله، اګست ٢٠١١ء)

-
بېرته شاته