(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په میا افتخار حسین د ځانمرګي برید پلان شنډ

[18.Aug.2015 - 17:22]

میا فاروق فراق

د نومیالي پښتون قام پرست مشر اؤ دعوامي نیشنل پارټۍ د مرکزي سترسکتر میا افتخار حسین د وژنې په اړه د ترهګرو ډلو هڅې نورې چټک شوي اؤ په پیښور کې استخباراتي ادارو دعوه کړې چې د یوې خودکش حملې د لارې د میا افتخار حسین د وژلو پلان یې ناکام کړی دی.

میا افتخار حسین وایي هغه خپل ژوند ته د پیښو ګواښونو په حواله بیا بیا یاد دهاني وکړه خو نور که هغه ته هره چاره پیښیږي خو غواړي چې پښتانه د هغه په ژوند خبر وي چې څوک یې وژل غواړي اؤ د څه دپاره ؟

استخباراتي سرچینو د نهې په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته وئیلي د میا افتخار حسین ژوند ته د پیښو ګواښونو په اساس یې د کلکې څارنې وروستو د نوښار سیمې څخه یو خودکش بمبار محمد خالد چې په عمر مشهور دی اؤ د هغه همکار عثمان درې اوونۍ وړاندې نیولي دي.

سرچینې وایي ددغه ځان وژونکې څخه یې خودکش جیکټ اؤ نور مواد هم ترلاسه کړي اؤ د پلتڼو په مهال دغو ترهګرو منلې ده چې دمیا افتخار حسین د وژلو دپاره ورانکارو یوه دیرش کسیزه ډله جوړه کړې ده.

سرچینې دعوه لري چې ددغه دیرش کسیزې ډلې د جملې څخه یې 23 ترهګر نیولي اؤ د 7ؤ نورو د نیولو هڅې کوي.

کله چې ډیوه ویب پاڼې د میا افتخار حسین ژوند ته د پیښو ګواښونو په اړه د هغه څخه پوښتنه وکړه نو وئ وئیل"هو د تیرې څه مودې راهسې ماته کیدونکو ګواښونو کې یو ځل بیا اضافه شوې ده اؤ حتی اوس ترهګر لمحې شماري چې کله به یې به ما وس بر کیږي"

هغه وویل د وړوکي اختر نه دوه ورځې وړاندې هم ترهګر پبو سیمه کې دهغه کور ته ورغلي اؤ د ځایې دجاج اخستو څخه وروستو یې پوښتنې کړي چې ایا د اختر په موقعه به میا افتخار حسین دلته راځې که نه ؟

هغه وویل له دې وروستو هم څو څو کرته ترهګرو د هغه د وژنې پلانونه جوړکړي چې استخباراتي ادارې پرې هم خبردي.

په میا افتخار له دې وړاندې هم څو ځله ځان وژونکي بریدونه شوي چې هغه ترې بچ وتلی اؤ په کال 2010ء کې کله چې میا افتخار حسین په خیبر پښتونخوا کې د اطلاعاتو د وزیر په توګه ذمه وارۍ ترسره کولې نامعلومو ترهګرو د هغه یک یو ځلمی زوئ میا راشد حسین ویشتلی اؤ وژلی ؤ.

دخپل زوئ د وژل کیدو نه وروستو میا افتخار حسین وئیلي وؤ هغه دخپل زوئ خون بخښلو ته تیار دی خو ترهګر دې د قام نور بچي نه وژني.

میا افتخار حسین وویل" اوس دا د چا نه پټ پناه خبره نه ده چې ترهګر ما پسې لګیدلي دي  اؤ غواړي چې لکه د بشیر بلور مې له مینځه یوسي خو زه غواړم چې زما په ژوند لږ تر لږه پښتانه زما ایف ایي ار د ځان سره درج کړي چې سبا ورته د حقائقو دومره علم وي چې چا د څه دپاره ووژلو ؟"

کله چې میا افتخار حسین نه پوښتنه وشوه چې هغه د ترهګرو په وړاندې خپل دریځ نرمولو ته تیار دی ؟ نو وئ وئیل"زما دریځ زما شخصي دریځ نه دی ، زما د قام دریځ دی، زما د قام ډیرې وینې توئ شوې اؤ هغوئ امن ته ضرورت لري که دا خبره حقیقت نه لري نو خلک دې ماته وایي چې زه په غلطه یم"

هغه وویل د مرګ یوه ورځ مقرر ده اؤ زه له دغې ویرې د خپل قام د ژوند د سوال نه لاس نه شم اخستی خو هغه قوتونه چې پښتانه بچي هیڅ بیڅه وژني باید نور په دوئ رحم وکړي اؤ د انسان وژنې نه دې د محبت لوري ته راو ګرځي.

 

-
بېرته شاته