(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درمسال له خټى كتاب، لنډ نظر

[18.Aug.2015 - 18:04]

ليك:عبدالجباركاكړ

           په پښتو ژبه كښې دا وخت او مهال ډېر كتابونه چاپ كيږي چې ځموږ د ليكوالو شاعرانو روڼ اندو او په پښتو مئينو چې څومره ستاينه وشې بيا به هم لږه وي، خو ددې تر څنګ چې داخبره هم دهيرولو نه ده ، چې تر هغه وخته چې ځموږ وياړلي پښتو ژبي خپل ځائي او مقام نه وي ترلاسه كړي تر هغه وخته پښتو ژبه په مخ تګ نه شې كولي، د پښتو ځائي او مقام څه دي په هغه موږ ټول خبر او پوه يو،

ليكوال، شاعر او  روڼ انده  مسئوليت ترسره كړي دي، خو ستونځه ځموږ په سياست مدارانو كښې ده چې دوي خو سياست د پښتو او پښتون په نامه كوي خو چې و حكومتي څوكيو ته ورسيږي هر څه يې هير شې دايو اوږد بحث دي خو ځموږ د نن ورځي د ليك موخه د صوفي جمعه خان په كتاب د( درمسال له خټي) باندي ده.

            د پښتون د قامي غورځنګ سره تړلي هر سړي كه صوفي جمعه خان ليدلي نه دي خو دده د نوم سره به ارومرو اشناوي ، بيا هغه څوك چې  كابل ته ئې په هغه مهال تګ را تګ كړی، هغه خو د صوفي جمعه خان په كړ ووړوډېر ښه خبر دي او د دې سره يو ځائي پاته شوي دي.

ده چې كوم د درمسال له خټي كوم لوئي كتاب ليكلې دي په دي كښې ډېر څه دوي په ګوته كړي دي ، كه په غور او ځير باندي ولوستل شې نو د پښتنو د قامي مبارزي دنه بريالي كیدو عوامل به تر ډېره راڅرګنده شې، خو ددې تر څنګه صوفي جمعه خان د ډول ډول نيوكو څخه هم ځان نه شې ژغورلي چې تر ټولو لويه نيوكه دا كيدي شې، چې ده هغه وخت دا كتاب رامخ ته كړي او په هغه قومي كردار و يې خپل قلم را وړاندي كړي چې هغه دا وخت په دي نړۍ كښې شتون نه لري او ټوله ارواښاد شوي دي اسلام او پښتونولي كله هم چاته اجازه نه وركوي چې دوي په مړو پسي خبره وكړي پښتانه وائي چې مړ شو هغه پړشو څومره به ښه وي چې صوفي جمعه خان دا هر څه دمرحو مينو په ژوند كښې دهغه كتاب ليكلي وي او خپل ولس ته وړاندي كړي وي چې ددې به بې شميره ګټي دي خوار قام ته په زياته بيا و قامي غورځنګ ته رسيدلي وي او نن به دهغه خوار ولس د باندنيانو په باروتونه سوځل كيدي..؟ دارښتيا خبره ده چې ځموږ په قامي غورځنګ او مبارزه كښې ډېر لوئي دراړشته چې و برياليتوب ته نه رسيږي او پايله يې هميش وصفر ته دريږي ولس او قام ځاني او مالي سرشندني وركوي خو څه يې قام نه ترلاسه كوي او دا ټولي سرشندني په خاوري كښې خاوري شې بيله ددې چې د دهغه سرشندنو ميوه څو لوئي خيټي او لاس پوڅي خوري چې ددې بيلګي بې شميره ځموږ و مخ ته تېري شوي دي او دا خوار قام په سپره ډګار پاته شوي دي او ځورول شوي دي لكه نن چې په دي قام څنګه ناورين جوړدي.

            هغه څوك چې د ملي او قامي غورځنګ سره جفاكوي هغه دومره خائينان بايدونه بلل شې دهغه چاپه پرتله چې څوك په هر څه خبروي او د دوي تيروتني ورته څرګنده وي خو هغه و خپل قام ته نه په ګوته كوي جمعه خان چې په كومو مشرانو نيوكي او تورونه لګولي دي دده خبره اوس څه ځائي نه نيسي لكه وړاندي چې اشاره ورته وشوه نه د دوي مبارزه او مشرتوب منفي كيدي شې ځكه چې دوي ډېري خواري دي دا بيله خبره ده چې د دوي څخه تيروتني نه دي شوي چې لويه بيلګه يې د قام په شاتلل دي خو ددې مانا دانه ده چې په تاريخ كښې د دوي نوم په بدوټكو و ليكل شې هو بايد چې رڼ انده او رواو دهغو مشرانو تاريخ راوپلټني او قام ته وړاندي كړي چې چيري چيري تيروتني وشوي چې دهغه اوږده مبارزه په وارو وارو په صفر ودريده او دا هر څه د زمان او مكان په رڼا كښې وچيړل شي ځما په اند د يوه رڼ انده هم دهغه دنده جوړيږي دا نه چې قامي مبارزه او قامي مشرانو په تاريخ كښې سپك كړل شي چې ددي ګټه و دښمن ته رسيږي.

            د صوفي جمعه خان ډيري خبري رښتيا هم دي په كاردي چې په هغه غوروشې خو ډېري خبري او ليكنې يې غير منطقي غير حقيقي او د تاريخ او جغرافيه دمنطق څخه مبرادي دوي داهڅه كړي ده چې خپل ځاني او انفرادي نظر په بشپړه قام وتپي بلكې دوي داهڅه كړي ده چې پښتون په حيث د يو قام د منلو څخه ډه ډه وكړي دوي دا غير منطیقي خبره كوي  بيلګي په ډول دوي وائي چې تراوسه موږ دا پريكړه نه د كړي چې د ډيورنډ د كرښي ودي خواته پراته پښتانه په افغانستان ورګډ شي يا كه په هم دي پاكستان كښې پاته شي لومړۍ دا پوښتنه په صوفي جمعه ورغبرګوم چې دوي دا پوښتنه د چا څخه كوي او په كومو حالاتو او شرائيطو كښې كوي چې بشپړه پښتون د تيرو پنځه ديرش كلو څخه په يوه ناولده او جګړي كښې راګير دي او دده نسل كشي روانه ده بلې خواته يې دښمن د ناڅرګنده دي خو بيرته هم هر پښتون دا غواړي چې دوي سره يوشې او د يوه قام په حيث د سوكالي سولي او پرمختيا او د نړۍ والو سره څنګ په څنګ دورورولي ژوند وكړي ځكه چې پښتون يو لرغوني تاريخ لري خپله خاوره خپل دود او خپله پياوړي ژبه پښتو لري چې هم يې ژبه ده هم يې دود او نظام دي خو د بده مرغه نه يواځي د پښتون دوركيدوهڅي رواني دي ،بلكې ددوي د پښتو پښتونولي او د تاريخ د مینځ څخه د وړلو هڅي هم كيږي خو صوفي جمعه دي خواته د سره څخه د پامه غورځولي ده او ولس ته دا لارښودنه كړي ده چې دا د دوي په ګټه ده ددې سره سره چې دوي دا څرګنده ده چې پاچاهانو په خپل سرباندي داسي پريكړي نه شې كولي ځكه چې داسي پريكړه ولسونه هغه وخت كوي چې دوي په نارمل حالت كښې ژوند كوي چي داسې حالت دا وخت د پښتنو په برخه نه دي چې دوي غټي غټي پريكړي وكړي داسې هم د تاريخ په اوږدو كښې پښتانه او د پښتنو ټاټوبى د باندنيو يرغلګرو لخوا هر وخت تريرغل لاندي پاته شوي دي چې دوې دارامي په كښې واخلي او ځان ته يوه روښانه او ځلانده لاره غوره كړي خو دي پرتمین ولس هر وخت و هر يرغلګر ته غاښ ماتونكي ځواب وركړي دي سر يې وركړي دي خو سر يې چاته ټيټ كړي نه دي بې له  څو لاس پوڅو چې تل يې د نورو له پاره چوپړ وهلي دي خو پښتنو داسي لاس پوڅي هميش د خپلو ليكو څخه په شاكړي دي.

            لكه وړاندي چې وويل شول  د صوفي جمعه خان په كتاب كښې ځيني رښتياوي او حقيقتونه هم شته كه وهغه ته موږ پام واړه وو نو ګټه ځيني اخستي شو اوس وخت راغلي دي چې هر روڼ انده سياسي مبارز ليكوال او سياست مدار هغه ټولي ناخوالي خپل ولس ته ورپه ګوته كړي دي، ځموږ د مشرتابه د نشتوالي او كمزوري څخه موږ په دي نه يو توانيدلي چې خپله خوار او ځوريدلي ولس د دهغه روان ناورين څخه روژغورو دا هغه وخت كيدي شې چې دا ولس باسواده شې دوي ته رښتيا وويل شې او د دوي ته يوه نيغه لار وروښوول شې ځكه چې پښتون قام او ولس كله هم د خپلې خاوري سره غداري نه ده كړي خو مشرتابه هميش دوي د خپلو ګټو له پاره راپارولي دي چا د اسلام په نامه چا د پښتونولي په نامه او چا د قبيلي يا په بل نامه خو هيچا هم هغه رښتني مرام نه دي ورښوولي چې په هغه كښې د دوي ښه صباون نخښي وي او د صوفي جمعه خان په كتاب كښې په ډېرو ځايو كښې ورته اشاره شوي ده كه يوه خواته د نوموړي په كتاب كلكي نيوكي كيدي شې نو بلې خواته د ستايني ځايونه هم په كښې دي ولي چې دوي د يوه نوي بحث پېل كړي دي په كاردي چې و دهغه بحث ته دوام وركول شې بلكې وده وركول شې چې ددې لاري موږ يوه رښتني لاره غوره كوي شو بايد چې د دهغه تياريكو څخه راووځو او د رڼا په لټه كښې شو ولي چې نړۍ په ډېره چټكي سره مخ په وړاندي روانه ده كه موږ د نړۍ سره وږه په وږه تګ ونه كړي نو به شاته نور پاته شو ددې له پاره په كاردي چې د كركي په ځائي دروغي جوړي او دورورولي لاره واخلو او د بيځابه نيوكو په ځائي سمه لاره و خپل ولس ته ور په ګوته كړو د نورو په بيساكيوونه دريږو ولي ځموږ د ناخوالو لويه برخه ځموږ په نورو تكيه ده..

-
بېرته شاته