(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنښتر دوديزه مشاعره جوړه شوه

[23.Aug.2015 - 05:10]

راپور : ساحل منګل
په دې مشاعره کې دپکتيا ولسواليو سربېره دکابل ،ننګرهار،لوګر،ميدان وردګ،خوست او يو شمېر نورو ولايتونو شاعرانو او اداب مينه والو پکې برخه اخيستې وه.

دغه مشاعره چې دپکتيا ولايت مقام او دپکتيا فرهنګيانو سره په ګډه جوړه شوې وه،دګردېز دنوي ښار دجرګو په تالار کې دجمعې په ورځ سهار په نهو بجو پيل ،چې دماسپيښين تر يوې بجې پورې ېې دوام وکړ.

دغونډې په پيل کې دقران کريم تلاوت او دافغانستان ملي سرود واورول شو،چې ورپسې دپکتيا والي نصرت ارسلامېلمنو ته دښه راغلاست تر څنګ  وينا وکړه او له هغوی څخه مننه ووکړه ،چې دلرې ولايتونو څخه دې مشاعرې ته راغلي او خلکو ته دسولې پيغام اوروي .

نوموړي وويل ،چې تر خپل وسه پورې به لاهم په راتلونکي کې داډول ادبي پرګرامونو ته دوام ورکوي .   .

 ورپسې داطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني پيغام واورول شو،په لېږل شوي پيغام کې دنښتر مشاعرې دلسمې کليزې مبارکي ويل شوې شوه او د داډول مشاعرو دارزښت په اړه ېې خبرې کړې وې .

په پيغام کې راغلي وو،چې شاعران او ليکوالان دخلکو او ټولنې په راويښولو کې ستره ونډه لري او په تېرو څوکلونو کې ېې دخپل ژبې او کلتور په بډاينه کې زيات کار کړی دی .

مشاعرې ته راغلو شاعرانو تر ډيره بريده هنري او دحالا تو سره سم دخلکو دويښوالي په تړاو شعرونه واورول،چې دخلکو دخوښي وړ وګرځېدل.

په مشاعره کې دغزلونو تر څنګ ،ترنم ،طنزي شعرونو اونورو برخو ته پکې ځای ورکړل شوی و ،چې غونډې ته ېې ښکلا وروبښله

-
بېرته شاته