(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قيصار: وسله وال مو ځوروي او ...

[24.Aug.2015 - 12:46]

د قيصار خلک: د ولسي پاڅون وسله وال مو ځوروي او کورونه لوټوي

ذبیح الله احساس 
 مزارشريف (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د فارياب د قيصار ولسوالۍ د ځينو کليو اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د روانو عملياتو په ترڅ کې د ولسي پاڅون په نوم د وسله والو له سخت او ناوړه چلند سره مخ دي.

دوی د عملياتو په ترڅ کې د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم تر قوماندې لاندې د ملي اردو او ملي پوليسو له چلنده خوښ دي خو وايي چې د ولسي پاڅون په نوم وسله والو يې کورونه سوځولي، چور کړي او موټرسايکلونه او نور کاري توکي يې ترې وړي دي.

ځيني بيا د دې ولسوالۍ په خواجه کندو سيمه کې د يادو وسله والو له خوا پر يوې نجلۍ د هغې د کورنۍ پر وړاندې د جنسي تېري کيسه هم کوي.

د قيصار ولسوال مني چې ځينو خلکو ورته د ولسي پاڅون د وسله والو له چلنده شکايت کړی خو د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان بيا دغه ډول ادعاوې ردوي.

بلخوا په ياده ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون د وسله والو مسوول وايي، که چېرې پر دغو وسله والو د خلکو شوې ادعاوې ثبوت شي؛ نو سزا به ورکړي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د فارياب په قيصار، المار، پښتون کوټ او غورماچ ولسواليو کې د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د افغان ځواکونو ګډ عمليات روان دي چې د ولسي پاڅون په نوم وسله وال هم ورسره مله دي.

په قيصار ولسوالۍ کې نن (د وږي ۲مه) د الماس په نوم د عملياتو د څلورمې لړۍ دويمه ورځ ده.

د قيصار ولسوالۍ د ځينو کليو اوسېدونکو له پژواک خبري اژانس سره د وږي په لومړۍ او ۲مه په ټيلېفوني اړيکو کې ادعاوې وکړې چې د دې ولسوالۍ په شاخ، نواباد، خواجه کندو، کونجک، چهارشنبې، اصحاب کف، فيض ناوه او قبچين سيمو کې چې ډېری يې پښتون مېشتې سيمې دي، د يادو عملياتو په ترڅ کې په کې د ولسي پاڅون  وسله والو له خوا لسګونه کورونه سوځول شوي، چور شوي او لسګونه موټرسايکلونه او نور قيمتي وسايل ترې په زور وړل شوي دي.

د دې ولسوالۍ د خواجه کندو سيمې اوسېدونکي او قومي مشر محمدالله کاکړ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قيصار ولسوالۍ په هر کلي کې چې عمليات شوي نو يادو وسله والو په کې چور کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې په نواباد کلي کې يې نږدې لسو کورونو ته اور اچول شوى او شاوخوا ۴۰ موټرسايکلونه له خلکو په زور بيول شوي دي.

همداراز په خواجه کندو سيمه کې همدومره کورونه چور شوي او له کوچغر سيمې کابو څلوېښت موټرسايکلونه له خلکو په زور بيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ پوهېږو چې دغه کار جنرال صېب دوستم نه دی کړی او نه د هغه په امر شوی، خو د ولسي پاڅون په نوم خلک همدې جنرال صېب د منطقې د امنيت لپاره وسله وال کړي؛ نو اوس دې وګوري چې دغه خلک له موږ سره څه کوي.))

د هغه په وينا، د عملياتو په ترڅ کې ملي اردو او ملي امنيت له عامو خلکو سره ښه چلند کوي خو د ولسي پاڅون وسله والو د جنسي تېري تر بريده پورې له خلکو سره ناوړه کړنې کړې دي.

محمد الله وويل چې د قيصار ولسوالۍ په خواجه کندو سيمه کې په يو کور کې د کورنۍ د غړو پر وړاندې پر يوې نجلۍ د جنسي تېري له کيسې څخه اوس ټول ولس خبر دی.

نوموړي زياته کړه: ((وړمه ورځ په خواجه کندو کلي کې د ولسي ځواک څلور وسله وال د الله داد کور ته ورغلي، دوه يې د پيرې لپاره درېدلي او دوه نور دننه کور ته ورننوتلي دي.

په کور کې يې د کور خاوند او د هغه مېرمن تړلي او له لور سره يې په بله کوټه کې جنسي تېری کړی دی.))

د هغه په وينا، د همدې جنسي تېري د پېښې په غبرګون د قيصار ولسوالۍ لسګونه سپين ږيري او مشران تېره ورځ د ولسوالۍ مرکز ته ولاړل چې غوښتل يې کابل ته د پېښې په تړاو ځان ورسوي.

خو محمد الله وويل چې د قيصار امنيه قوماندان نظام الدين دغه خلک ايسار کړل او د کابل له تګ څخه يې وګرځول.

د قيصار د کونجک سيمې اوسېدونکي عبدالکبير چې له تېرو څو ورځو له خپلې سيمې وتلی او په څنګ کليو کې د خپل ازبک انډيوال په کور کې دېره دی، وايي چې د عملياتو په اوږدو کې يې د کلي کورونه د ولسي ځواک وسله والو له خوا لوټ شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې ځينو کورونو ته ((مازدا موټر)) درول شوي او ټول سامانونه ترې وړل شوي دي.

د هغه په وينا، له خپل کوره لا پوره خبر نه دی چې سامانونه يې شته او که نه؛ خو د تره د زوی له کوره يې معلومات ترلاسه کړي چې يادو نا مسوولو وسله والو يې ټول توکي له ځان سره وړي دي.

عبدالکبير په خواجه کندو کلي کې پر يوې نجلۍ د هغې کورنۍ پر وړاندې د جنسي تېري د پېښې يادونه وکړه.

نوموړي د دې پخلی هم وکړ چې د قيصار امنيه قوماندان نظام الدين د جنسي تېري په غبرګون د پورته شوو سپين ږيرو، چې غوښتل يې دغه شکايت تر کابله ورسوي؛ مخنيوی هم کړی دی.

د قيصار د شاخ سيمې اوسېدونکي محمد پژواک ته وويل چې په څلوېښت زره افغانۍ يې موټر سايکل اخيستی و؛ خو د ولسي پاڅون وسله والو ترې په زوره يووړ.

ده زياته کړه چې کور ته يې ور ننوتل او د کور قالينې، خورجينې او سره زر يې ترې لوټ کړل.

هغه د اصحاب کهف کلي کيسه وکړه چې خلک ترې د کوچېدو په حال کې وو چې يادو وسله والو ورباندې ډزې وکړې او څلور عام وګړي يې ووژل.

محمد وويل چې د کور له لوټ کېدو وروسته د سيمې پرېښودو ته اړ شو چې له څو ورځو راهيسې د غورماچ ولسوالۍ لمړو کلي ته کډه شوی دی.

نوموړي چې په روانو عملياتو کې يې د ملي اردو له چلنده خوښي څرګندوله، زياته کړه چې بار بار يې خپلې ستونزې ورسره شريکې کړې؛ خو کومه نتيجه يې نه ده ورکړې.

د همدې سيمې بل اوسېدونکی ګل الرحمن ادعا کوي چې د ولسي پاڅون وسله والو يې لومړى کور چور کړی او بيا يې سوځولى دى.

ده پژواک ته وويل: ((زموږ په منطقه کې څوارلس کورونو ته اور اچول شوی، تاسو کولی شئ چې راشئ او له نږدې يې وګورئ، تشې کنډوالې پاتې دي، نور هېڅ هم نشته.))

د هغه په وينا، د سوځول شوو کورونو هېڅ غړی نه طالب دی او نه هم له طالب سره کار لري.

د قيصار ولسوالۍ د کوچغر سيمې اوسېدونکي هم ادعا کوي چې په دې سيمه کې د نورو غلاوو تر څنګ د خلکو له لاسونو ساعتونه هم خلاص شوي دي.

د يادې سيمې اوسېدونکي سيداجان پژواک ته وويل چې د ولسي پاڅون وسله والو د دوی له کلي ۲۷موټرسايکلونه، ۳۰ موبايلونه او زيات شمېر ساعتونه چې شمېر يې ورته نه دی معلوم، د خلکو له لاسونه خلاص کړي او وړي يې دي.

نوموړي زياته کړه چې له ده يې هم موټرسايکل بيولى دی.

د يادو سيمو ډېری اوسېدونکو چې له پژواک سره يې اړيکې نيولې، د ملي اردو او ملي امنيت له کړنو خوښ دي، خو د جنرال دوستم تر رهبرۍ لاندې د ولسي پاڅون له وسله والو په ځانګړې توګه د نظام الدين او شمال په نومونو د قوماندانانو له چلنده يې شکايت کړى دى.

دوی ويل چې د همدغو خلکو پر مټ او تشويق د ولسي پاڅون وسله والو د خلکو له وهلو ټکولو، غلاوو، د کورونو له لوټلو او سوځولو څخه مخ نه دی ګرځولی.

د قيصار د چهارشنبې کلي اوسېدونکي فيض الله پژواک ته وويل چې له نظام الدين سره تړاو لرونکو دوو وسله والو يې له کوره دوه موټرسايکلونه او دوه موبايلونه وړي دي.

نوموړي زياته کړه: ((يو موټرسايکل رانه د رشيد لنګ په نوم او بل رانه حيدر قوماندان په زور باندې بوتلل، کله چې مې قوماندانۍ ته شکايت وکړ؛ نو راته يې کړه چې کور ته پسې ورشه بېرته يې درکوي؛ زه يې چې کله کور ته ورغلم، ويې نيولم او ښه يې وډبولم.))

هغه له دولته غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره بايد د سيمې د زورواکو مخه ونيول شي او قانون ته وسپارل شي.

پژواک چې کله د قيصار له امنيه قوماندان نظام الدين سره دغه پېښې شريکې کړې؛ په تنده لهجه يې ځواب راکړ: ((تاسو خبريالان هرې مسئلې ته لمن وهئ.))

کله چې نوموړي ته د رشيد لنګ او حيدر قوماندان نومونه واخيستل شول چې د عامو خلکو له کورونو يې غلاوې کړې دي، ويې ويل: ((ښه يې کړي، ستا څه کار نشته، هر څه چې کوي ويې دې کړي.))

خو د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی ته هم د خيزش مردمي په نوم له وسله والو څخه عامو خلکو شکايتونه کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې دغه موضوع تر څېړنې لاندې ده.

د هغه په وينا، که هر چا له عامو خلکو سره بد چلند کړی وي؛ نو پوښتنه به ترې وشي.

خو د ولايتي شورا وکيل رحمت الله ترکستاني چې د جنرال دوستم له نږدې کسانو ګڼل کېږي او په قيصار ولسوالۍ کې د خيزش مردمي وسله والو د جبهي مسووليت لري، دغه ټولې څرګندونې بې بنسټه وبللې.

نوموړي دغه ادعاوې د ای اءس ای او د پاکستان د جاسوسانو منفي تبليغات وګڼل چې غواړي د افغان ځواکونو کړنې تر شک لاندې راولي او په دې توګه له وسله والو طالبانو سره مرسته وکړي.

د هغه په وينا، هر چا ته چې د ولسي پاڅون وسله والو کوم زيان اړولی وي؛ نو له ده سره دې په اړيکه کې شي، تاوان يې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، څو ورځې وړاندې د ولسمشر مرستيال جنرال دوستم چې په فارياب کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د روانو عملياتو رهبري کوي، په غورماچ ولسوالۍ کې د پښتنو له قومي مشرانو سره په خبرو کې وويل چې که د هر چا له کوره يو اورلګيت هم بې ځايه شو؛ نو په بدل کې ورته سل ډبيه نور ورکوي.

په پورته راپور کې د عامو خلکو ټول کارېدلي نومونه مستعار دي چې اصلي نومونه له پژواک سره د خلکو د وېري له امله خوندي دي.

-
بېرته شاته