(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بڼوال څه غواړي ؟

[25.Aug.2015 - 17:02]

بڼوال څه غواړي وزارت څه کوي؟

لیک: توریالی ملیار

افغانستان یو کرنیز هيواد دی چي بڼوال او بزګران یې د بڼوالۍ او کر کیلې په ډګر کې مرستو او لار ښوونو ته سخته اړتیا لري، که د مرستو توان نه وي نو د لارښوونو په مرسته بڼوال او بزګران کولی شي خپل محصولات، تر یوې اندازې معیاري کړي، خو دغه معلومات چیرته پيدا کړي، په ولایتونو کې اړوندې ادارې پرې له سره خبرې هم نه دي، له بده بخته کرنه وزارت هم تر ډیره په سیاسي ډنډ کې ځان هسک او ټيټ کوي، د دې لپاره چې مسوولو ارګانونو او ډونرانو ته خپل فعالیتونه وښيي نو په نمایشي او کلیشه يي ډول، هلته دا کوو او دلته دا کوو وخت تیروي- دلته د بېلګې په ډول د کرنې وزارت چې په کرنیز دولتي سکټور کې تر ټولو بااعتباره او ستره سرچینه د رسمي سایټ په برخه کې دغه فعالیتونه موندلی شي:
o د کرنې جلالت مئاب وزیر
• د وزیر صاحب ویبلاګ
• د وزیر صاحب عکسونه
• د وزیر صاحب بیانیې
• د وزیر صاحب سفرونه

o د وزارت مقامات
• مالي او اداري مرستیال (یوازې پيژندنه)
• تخنیکي مرستیال (یوازې پيژندنه)
• د اوبو سیسټم مرستیال (یوازې پيژندنه)

o د هوا حالات- (تر نن خواوشا درې نیمې میاشتې مخکې) (2015/05/17)
o له وزارت سره مرستندویه ادارې
o د پروګرامونو پلې کوونکې موسسې
o خبرونه:
• د استقلال ورځې په ویاړ د وزیر صاحب پیغام.
• د افغانستان زعفران د نړۍ په کچه ډير ښه خوند لري.
• ده سبز کې یو لښتی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
• وزیر صاحب د وزارت په باغ کې په کروندو وګرځېد.
• معین صاحب د بادغیس د پستې ونې له الوتکې په دوربین کې ولیدې.
• سرپل ولایت کې د ویالې یوه دروازه جوړه شوه.
• د غواګانو د یو لوی اخور د جوړولو پټۍ پرې شوه.
• د شاتو مچیو د یوه نوي ډول، صندوق له ایټالیا څخه د کابل هوايي ډګر ته په خیر را ورسېد.
پورتنۍ خبرې او دې ته ورته نور بزګرانو او بڼوالو ته په درد لګېږي؟؟ هغوی یې په مرسته کومه ستونزه هوارولی شي؟ له خپل کښته دډيرې ګټې کومې لارښوونې ورته کولی شي؟ د دوی د ځمکو په حاصلاتو کې کو مثبت بدلون راوستلی شي؟ (نه) خو که بڼوال وپوښتي:
• د نیالګیو د قوریو تخم کرلو مناسب وخت کوم دی؟
• څه ډول باید وکرل شي؟
• د قوریو نیالګي څه ډول او په کوم وخت کې پيوند شي؟
• د میوولرونکو ونو د بیلا بیلو ناروغیو لپاره کوم- کوم درمل پکار دي او څه ډول باید ورکړل شي؟
• د ونو او نیالګیو شاخبوري باید څه ډول وشي کوم وخت یې مناسب دی، ونه پکې باید څومره لوړه جوړه شي؟
• په کومو ځمکو کې کوم ډول میوه لرونکې ونې ښه نتیجه لري او په کومو کې یې نه لري؟
• کوم نوي میوه لرونکي نیالګي او پيوند افغانستان ته راغلي؟ چېرته او څنګه تر لاسه کیدلی شي؟
• د بیلا بیل ډول ونو تر منځ واټن باید څومره وي؟
• ونو ته د (ډیرو اوبو لرونکو سیمو او لږ اوبو لرونکو سیمو) اوبخور ښه لاره کومه ده؟
• د میوې کیفیت لوړوالي لپاره کوم زراعتي درمل په کوم وخت کې پکار دی او کله باید ور نه کړل شي؟
• د ډول- ډول میوو ساتنه باید څه ډول وشي؟
• د بیلا بیلو میوو او نورو محصولاتو لپاره د معیاري سټور نقشه باید څه ډول وي او کوم اړین څيزونه ورته پکار دي؟
• که د سټور امکانات نه وي په ابتدايي ډول د میوو ساتنې لارې چارې کومې دي؟
• میوې ته د بازار موندنې په موخه څه ډول کارتن استعمال شي او میوه څه ډول پکې ځای پر ځای شي؟
• بېلا بېلې مېوې باید څه ډول پاکې شي؟
• د ناروغیو معلومولو لابراتوار شته؟ که وي چیرته دی؟
که دغه پوښتنې د کرنې وزارت په رسمي سایټ کې سرچ کړئ نو باوري اوسئ چې هیڅ به هم تر لاسه نه کړئ ځکه په دې اړه نه کوم اړوند مسلکي مامور د معلوماتو ورکولو ته قلم په لاس شوی او نه هم کومه لار ښوونه له بهرنیو سایټونو ژباړلې شوې.
پکار خو دا وه چې پورتنۍ او دې ته ورته پوښتنې، بزګرانو او بڼوالو ته، د فلم، سې- ډي، په کاغذونو او بل بورډونو کې د رسمونو او تصویرونو، د کرنې وزارت د مجلې، د دغه وزارت د ویبپاڼې، سیمو ته د کرنې د مسلکي ډاکټرانو او انجنیرانو د لیږلو او.... له لارو ځواب وای چې بڼوالو یې په مرسته ښه محصولات وړاندې کړي وای.
په دې ډول به د هغو سیمو بڼوالو او ځمکوالو ته هم په اسانه معلومات رسیدلي وای چې د دولت د مخالفو وسله والو په ولکه کې دي او هلته دولتي کار کوونکي نشي تلای.
د کرنې وزرات سایټ یوازې ځینې وخت له ایراني سایټونو کاپي شوي توکي لري چې هغه هم نیمګړي او زموږ له اب او هوا سره سر نه خوري نور نو ټول خبرونه او معلومات د پټۍ پرې شوه، غونډه جوړه شوه په اړه دي، خیټه مړه شوه او....
تر اوسه بڼوال یا خو د مرحوم ډاکټر عبدل اوکیل خان له لارښوونو ګټه اخلي چې له
۳۰- ۴۰ کلونو راهیسې په شفاهي ډول د خلکو تر منځ تبادله کیږي او یا هم په خپله د نیالګیو د انتخاب، درملنې او... پریکړه وکړي چې ځينې وخت یې باغونه او  حاصلات له زیانونو سره مخ کیږي.

 

-
بېرته شاته