(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما يو بل نښير چاپ شو

[27.Aug.2015 - 17:10]

په دې ورځو کې زما يو بل يانې ۱۶ نښير د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر په سپين کاغذ کې چاپ شو . دا نښير «کيميايي عنصرونه» نوميږي، چې د افغانستان د پوهنتونونو لپاره په پام کې نيول شوی، په دوو ټوکو کې اوډل شوی، او ټول ۱۲۸۵ مخه دی . د دې کتاب په ليکنه کې له ۱۱۲۴ بېلابېلو بهرنيو سرچينو څخه کار اخيستل شوی، چې ډېری يې روسي او انگرېزي سرچینې دي . په نښير کې د کيميايي عنصرونو د دوره يي (مندليف) جدول ټول ۱۱۸ کيميايي عنصرونه بيان شوي او هڅه شوې چې پوهنيز، تاريخي او مالوماتي انځور يې د شونتیا تر بريده بشپړ وکښل شي .

د کتاب په پیل کې د لوړو زده کړو وزيرې اغلې پوهنوال دوکتور فريده مومند پیغام، د لوړو زده کړو وزارت سلاکار ښاغلي ډاکتر يحيی وردگ او ورپسې د ليکوال سريزه راغلې ده . کتاب ټول درې څپرکي لري، چې لومړی څپرکی يې «کيميايي عنصر او د مندليف دوره يي جدول»، دويم څپرکی «د کيميايي عنصرونو گروپونه» او درېيم څپرکی يې «کيميايي عنصرونه» نوميږي . د کتاب متن له گڼ شمېر انځورونو سره مل دی چې د لوست پر مهال له لوستونکي سره په زده کړه کې مرسته کولای شي . د کتاب د دویم ټوک په پای کې د «کيميايي نومونې» تر سرليک لاندې هغه کيميايي نومونې تعريف، تشرېح شوې چې د کتاب په متن کې راغلې او په دې ډول کولای شي چې د پوهنتونونو له زده کړيالو سره د کتاب په لوست او زده کړه کې نوره مرسته هم وکړي . تر دې وروسته اخځليک او تر اخځليک وروسته د ليکوال لنډه پېژندنه راغلې ده .

زه ټولو استادانو، زده کړيالو او نورو مينه والو ته د کيميا په څانگه کې د دې نوي نښير د چاپ مبارکي وایم . هيله من یم چې د ټولو لوستونکيو لپاره به گټور وي . همدا راز له گرانو حکمت الله عزيز، احمد فهيم حبيبي او فضل الرحيم څخه هم د زړه له کومې مننه کوم، چې زما دا نښير يې ښکلی ډيزاين او چاپ ته چمتو کړی دی . ټولو ته د ژوند په ټولو چارو کې بری غواړم .

محمد طاهر کاڼی

روسيه – وولگینسکي

د ۱۳۹۴ لمريز کال د وږي ۵

د ۲۰۱۵ ز کال د اگسټ ۲۷

 

-
بېرته شاته