(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چين پاکستان اقتصادي راهداري پښتونخوا ...

[27.Aug.2015 - 18:01]

چين پاکستان اقتصادي راهداري پښتونخوا وطن ته قبوله نه ده

احمد شاه اعظمي/ د چين او پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د اوسنۍ بڼې په ضد د خېبر پښتونخوا او بلوچستان د حکومتونو او سياسي او ولسي ډلو لخوا اختلافي احتجاجونه لا اوس هم پای ته نه دې رسېدلي.

که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت ويلي چې د اقتصادي راهدارۍ ګټې به ټولو صوبو ته رسيږي خو يادې ډلې او حکومتونه اوس هم دا دريځ لري چې ټولې پرمختيايي پروژې په پنجاب او ځينې يې په سند صوبه کې جوړيږي.

د چين او پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د پروژې پلان د ۲۰۰۰م کال په لومړۍ لسيزه کې د هغه وخت د واکمن پروېز مشرف په دور کې رامنځ ته شو چې هدف يې ((يوه سيمه يوه لاره)) وه. بيا وروسته د پاکستان پيپلز ګوند په حکومتي دوره کې د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري په مشرۍ د پروژې پلان بشپړه شو.

تر هغه وروسته چې کله د ۲۰۱۳م کال په عامو انتخاباتو کې د پاکستان مسلم ليګ نواز ډله په واک کې راغله نو د دې پروژې د عملي کېدو پر چارو کار پېل شو او د ۴۶ بلينه ډالرو په لګښت سره يې پرانسته وشوه. د راهدارۍ د نقشې او پلان په ضد سمدستي د خېبر پښتونخوا او بلوچستان د حکومتونو او سياسي او ولسي ډلو لخوا اختلافي احتجاجونه پېل شول چې اوس هم دوام لري.

په پېښور کې د پښتونخوا ولسي تحريک په نامه د يوې مدني ټولنې مشر سيد عالم مسود د دې راهدارۍ د جزياتو په اړه مشال راډيو ته وويل:

((په دې کوريډور کې شپږ شيان دي. يو خو د سړک لاره ده چې موټروې ورته وايي، بل د رېل لاره ده چې ورته رېلوې وايي او د دې کم تر کمه رفتار به په ګنټه کې ۱۲۰ کلوميټره او زيات رفتار به يې ۲۲۰ کلوميټره وي. دريم به د تيل او ګېس پايپ لاين وي. څلورم به فايبر آپټيک کېبل وي. پنځم تجارتي مرکزونه او شپږم صنعتي زونونه دي. د دې شپږو علاوه پنجاب صوبې نور هم ورته زيات کړي دي او ۱۳ ته يې رسولي دي چې په هغه کې يې مايع ګېس، ټرانسميشن لاينونه، امنيتي چوکۍ او داسې نور شيان هم اچولي دي.))

په دا وروستيو کې په اسلام آباد کې د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا په دې اړه ټول ګونديزه غونډه هم وربلل شوې وه تر څو د وړو صوبو تحفظات ختم کړي. پر دې موقع د پاکستان د پلان او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ويلي و چې له يادې راهدارۍ به ټولې صوبې برخمنې شي. د بلوچستان په صوبايي حکومت کې د شريک واکمن ګوند پښتونخوا ملي عوامۍ ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ چې د کوريډور کمېټۍ غړی هم دی وايي چې وزيراعظم نواز شريف او د ده د کابينې غړو وعده خلافي وکړه او د راهدارۍ له نقشې او وفاقي بوديجې څخه دوی ته مالومه شوه چې د غربي لارې لپاره په دې کې هيڅ هم نشته.

((موږ خو د پاکستان مرکزي حکومت ته په غونډه کې وويل چې تاسو خو له چاينا پاکستان ايکونومک کوريډور څخه غربي کوريډور ګر سره ايستلی دی. ځکه چې شرقي کوريډور، چې موږ د پنجاب کوريډور ورته وايو، دې ته دوی په سږ کال بجټ کې څه باندې ۹۵ اربه روپۍ ايښي دي چې په دې کې موټر وې ده، او بيا ۷۸ اربه روپۍ يې رېلوې ته ايښي دي. بلخوا پر غربي کوريډور باندي نه موټر وې سته او نه څلور لاينه های وې سته. رېلوې هم يو کلوميټر نسته. دا انرجي زون. صنعتي زون. اقتصادي زون، پايپ لاين، دا خو د دې وروسته خبرې دي، د هغه خو بېخي هيڅ نوم و نښان نسته.))

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت هم په دې لړ کې په څرګند ډول د مرکزي حکومت د پلان مخالفت کړی او په وار وار يې ويلي چې د سړک پرته يې نورې پروژې او کارخانې دې صوبې ته نه دې ورکړي. دا چې اوس به د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبايي حکومتونه څه ډول غبرګون ښيي؟ عثمان کاکړ يې په ځواب کې وايي:

((په دا وروستيو کې د چين په کاشغر کې يوی لوی کانفرنس وسو چې زموږ د صوبې خلک هم تللي وو او د مُلک خلم هم تللي وو. موږ هلته يو کتابچه وړاندې او تقسيم کړه چې په هغه کې موږ د کوريډور مانا ذکر کړې وه او ليکلي مو وو چې کوريډور بايد داسې جوړ سي. دا کتابچه موږ د پښتونخوا ملي عوامۍ پارټۍ او د صوبايي حکومت لخوا وړاندې کړه. پر دې موقع چينايي او پاکستاني دواړه واکداران ناست وو. بيا وروسته په اسلام آباد کې موږ دا مطالبه وکړه چې وزيراعظم نواز شريف به زموږ د کوريډور کمېټۍ ته د ملاقات وخت راکوي. کوريډور کمېټۍ به له احسن اقبال څخه نه بلکې له نواز شريف څخه دا وضاحت غواړي چې پر دې غربي کوريډور باندې موټر وې سته که نسته، رېلوې سته که نسته، انرجي پروجېکټ سته که نسته او صنعتي زون سته که نسته؟ تر دې وضاحت وروسته به د پښتونخوا وطن ګوندونه خپله تګلاره جوړوي. په اوسنۍ بڼه کې موږ ته دا کوريډور په هيڅ صورت قبول نه دی)) 

بلخوا امريکايي وېبپاڼې فوربز هم د دې راهدارۍ په اړه په يوې تازه خپرې شوي مقالې کې ليکلي چې د ګېس او کويلې په ګډون د توانايي يو شمېر پروژې په پنجاب او سند صوبو کې تر سره کيږي.

له پلان سره سم به دا اقتصادي راهداري د چين له کاشغره بيا د پاکستان تر ګوادره پورې غځول کيږي . دا راهداري به خليج فارس ته د چين ۱۰ زره کلوميټره اوږده لاره چې دوی به په ۴۵ ورځو کې سر ته رسول، ۱۰ ورځو ته را کمه کړي.

بلخوا خدای نور ناصر  وائې چې د بلوچستان صوبې پښتانه سیاستوالو د بلوڅو د بېلتون غوښتونکي مشر برهمداغ بګټي د خبرو اترو لپاره هوکړه ښه کار بللی، او زیاتوي، له دې سره به نه يوازې بلوڅ بلکې پښتانه هم د سوکالۍ او خوشالۍ ژوند تېر کړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر او سینيټر عثمان خان کاکړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، که د پاکستان واکمنو دا اعلان کړی، چې په بلوچستان کې نور بدامنۍ ته پای ټکی ږدي، نو هغوي به خامخا پښتنو او بلوڅو ته په يوه سترګه ګوري، ځکه چې دا دواړه برابر وروڼه قامونه دي. کاکړ زیاتوي، داسې کله هم بلوچستان پرامنه کېدای نشي، چې يو له موره او بل له ميرې کړي.

په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې د بلوڅو بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې يوه مشر برهمداغ بګټي له بي بي سي راډيو سره په مرکه کې د پاکستان له حکومت سره خبرو ته امادګي څرګنده کړې او په لومړي ځل يې ویلي، چې که بلوڅ ولس وغواړي، نو د بلوچستان د آزادۍ تر ايجنډا هم تېرېدای شي. په دغه صوبه کې مېشت پښتانه سیاستوالو د برهمداغ دا خبرې د صوبې او سیمې لپاره ګټورې بللې دي. د پاکستان په سینيټ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سینيټر او د ياد ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وايي، پښتانه خپله هم له سیاسي او جمهوري لارې د خپلو حقونو لپاره هلې ځلې کوي، او د نورو قامونو لپاره هم ورته فکر کوي.

په کوټه کې مېشت د يوه بل پښتانه ملتپال عوامي نيشنل ګوند صوبايي صدر اصغرخان اڅکزی هم د عثمان کاکړ په څېر نظر لري، او زیاتوي، په هر ځای کې امن راځي نو ګټه يې يواځې يوه قام ته نه، بلکې شاوخوا قامونه ته هم رسېږي.

د برهمداغ بګټي دا خبرې په داسې وخت کې راځي، چې همدلته په بلوچستان کې د حکومت له خوا د پرامن بلوچستان په نامه د يوه پېکيج اعلان شوی، چې په ترڅ کې به يې له ټولو ناراضه بلوڅو سره خبرې کېږي او د صوبې ستونزې به هوارېږي. خو سینيټر عثمان خان کاکړ وايي، بلوچستان پرامنه کول به هله ممکن وي، چې پښتنو او بلوڅو دواړو ته په يوه سترګه وکتل شي.

بايد وویل شي، چې برهمداغ بګټی د وژل شوي بلوڅ ملتپال او پخواني ګورنر نواب اکبرخان بګټي لمسی دی، چې د نوموړي تر وژل کېدو وروسته يې پاکستان پرې ايښی او د پاکستاني ریاست پر ضد يې وسله واله مبارزه پېل کړې. 

ریاض موسی خیل د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قاضي خلیل الله وايي پاکستان په افغانستان کې سولې ته لیواله دی. نوموړي نن په اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې پاکستان افغانستان کې د امن او استحکام لپاره د زړه له اخلاصه کار کوي، ځکه چې کابل کې امن د اسلام آاباد لپاره هم ضروري دی.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د مذاکراتو د بل پړاو په هکله د يو تپوس په ځواب کې نوموړي زياته کړه چې دغه لړ کې به فيصله افغان حکومت او طالبان کوي. دی وائي د پاکستان کردار يوازې د سهولت برابرول دي او په دغه حېث پاکستان د لومړي پړاو کوربه و او غواړي چې په راتلونکي کې هم دا کردار ترسره کړي.

دی وايي موخه یې په افغانستان کې امن او استحکام راوستل دي ځکه چې د افغانستان امن د پاکستان او ټولې منطقې په  ګټه دی. 

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د مذاکراتو يو پړاو پاکستان کې شوی و او د بل پړاو نه وړاندې د ملا عمر د مرګ خبر مخې ته راغی چې ورسره کېدونکې دويم پړاو وځنډیو. اوس څومره امکان دی چې مذاکراتي عمل بيا شورو شي او په دې لړ کې پاکستان څه کردار ترسره کولی شي ؟ په دغه اړه مو د پاکستان او افغانستان د چارو کارپوه او پېښور کې مېشت خبريال رحيم الله يوسفزي نه تپوس وکړو نو ده وویل په نږدې ورځو کې مذاکرات بيا شورو کېدل ګران دي ځکه چې دملا عمر د مرګ وروسته طالبان په يو امير نه دي متفق شوي او دوي به غواړي چې اول خپلمنځي مسلې ختمې کړي او دهغې روستو خبرو ته کېني.

رحيم الله یوسفزي زياته کړه چې پاکستان به د مذاکراتو بيا شورو کولو دپاره کوشش کوي خو دې سلسله کې به په چا دباو نشي اچولی ځکه چې د زور سره دا ممکن ده چې مذاکرات وشي خو د هغې په فيصلو به عملدرامد ونشي.

د پاکستان افغانستان د تعلقاتو په ذکر کولو د خارجه دفتر وياند وويل چې پاکستان افغانستان سره ښه تعلقات غواړي او دې لړ کې خپل پوره پوره کوشش کوي البته افغانستان کې پر پاکستان سفارتي اهلکارو په دهړکو ورته اندېښنه ده او دغه لړ کې یې افغان حکومت ته د پوره اقداماتو ويلي دي.

-
بېرته شاته